حم ۱۲۳۱ الأحقاف

أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّ اللَّهَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَلَمْ يَعْيَ بِخَلْقِهِنَّ بِقَادِرٍ عَلَى أَنْ يُحْيِيَ الْمَوْتَى بَلَى إِنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۳۳﴾ وَيَوْمَ يُعْرَضُ الَّذِينَ كَفَرُوا عَلَى النَّارِ أَلَيْسَ هَذَا بِالْحَقِّ قَالُوا بَلَى وَرَبِّنَا قَالَ فَذُوقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْفُرُونَ ﴿۳۴﴾ فَاصْبِرْ كَمَا صَبَرَ أُولُو الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ وَلَا تَسْتَعْجِلْ لَهُمْ كَأَنَّهُمْ يَوْمَ يَرَوْنَ مَا يُوعَدُونَ لَمْ يَلْبَثُوا إِلَّا سَاعَةً مِنْ نَهَارٍ بَلَاغٌ فَهَلْ يُهْلَكُ إِلَّا الْقَوْمُ الْفَاسِقُونَ ﴿۳۵﴾

آیا او دوی نه گوری چه یقیناً اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه پیداکړی دی آسمانونه اوځمکه اونه دی ستړی شوی په پیدائش د هغی سره قدرت لرونکی دی په دی خبره باندی چه ژوندی به کړی مړی هاؤ یقیناً هغه په هرڅیزباندی قدرت لرونکی دی ﴿۳۳﴾
اوپه کومه ورځ چه پیش به کړی شی کافران په اورباندی (اوبه وئیلی شی) آیا نه دی دا حق دوی به اوائی هاؤ قسم دی په رب ځمونږ باندی اوبه وائی اللّه تعالٰی نو اوڅکئ عذاب په دی وجه چه تاسو کفرکوؤ ﴿۳۴﴾
نوصبر اوکړه لکه چه صبرکړی وؤ پوخ کار کوؤنکو رسولانو اوپه تادئ سره دوی لره عذاب مه غواړه یقیناً‌ دوی په کومه ورځ چه اوینی هغه چه دوی سره وعده کیدی شی (گمان به اوکړی) چه نه وؤ حصارشوی دوی مگریوساعت دورځی نه دا رَسَوَل دی پس نه به شی هلاکولی په عذاب سره مگرقوم نافرمان کوؤنکی ﴿۳۵﴾

[۳۳] په دی آیت کښی زجردی منکرینو دقیامت ته چه دوی سره دعلم نه په قدرت د اللّه تعالٰی باندی انکار کوی دبعث نه او دا تفسیر دضلال مبین دی کوم چه مخکښی آیت کښی ذکرشوی دی (وَلَمْ يَعْيَ بِخَلْقِهِنَّ) او دلیل ئی دادی چه تراوسه پوری په نظام د اللّه تعالٰی کښی هیڅ نقصان نه دی راغلی که چیری ستړی شوی وی نوضرور به نقصان پیدا شوی وؤ لکه سورة ق (۱۵) کښی
[۳۴] د اثبات دقیامت نه روستو دهغی هیبت شان بیانوی دپاره دتخویف مخکښی آیت (۲۰) کښی هم تیرشوی دی په هغی کښی اسباب دعذاب ذکرکړی دی اوپه دی کښی اقرار دمنکرینو ذکرکوی سره دعذاب نه -
[۳۵] هرکله چه ذکرکړی شوی انکار دمنکرینو د توحید او درسالت اوقرآن او قیامت نه نو اوس تسلی ورکوی پیغمبر ﷺ ته په امرسره په صبرکولو او په عدم استعجال دعذاب سره (أُولُو الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ) العزم نه مراد پوخ پاتی کیدل دی په دین باندی سره دهر قسم مصیبتونو نه بغیر د شکایت نه مخلوق ته یامراد ددی نه پنځه رسولان دی چه په سورة شوریٰ (۱۳) او احزاب (۷) کښی ذکر دی (مَا يُوعَدُونَ) عام دی که ددنیا عذاب وی اوکه د آخرت وی (فَهَلْ يُهْلَكُ إِلَّا الْقَوْمُ الْفَاسِقُونَ) داهم داخل دی په تسلئ دپیغمبرکښی یعنی روستو دتبلیغ نه عذاب به خاص راځی په نافرمانوباندی هان که تبلیغ اونه شی نوعذاب به عام راځی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>