حم ۱۲۲۰ الأحقاف

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

حم ﴿۱﴾ تَنْزِيلُ الْكِتَابِ مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ ﴿۲﴾ مَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا إِلَّا بِالْحَقِّ وَأَجَلٍ مُسَمًّى وَالَّذِينَ كَفَرُوا عَمَّا أُنْذِرُوا مُعْرِضُونَ ﴿۳﴾

حم ﴿۱﴾
نازلول ددی کتاب دی د طرف د اللّه تعالٰی نه دی چه زورآور حکمتونو والا دی ﴿۲﴾
نه دی پیدا کړی مونږ آسمانونه او ځمکه او هغه چه ددی په مینځ کښی دی مگرپه فائدی او نیټی مقرری سره او کافران خلق دهغه څه نه چه دوی له پری ویره کیدی شی مخ گرځوؤنکی دی ﴿۳﴾

سورة الأحقاف

ربط: ددی سورة د ماقبل سره په ډیرو وجوهو سره دی وجه اول داده چه په هغه سورة کښی امرپه اتباع د شریعت سره وؤ نوپه دی سورة کښی تصدیق د شریعت په اثبات د صدق د نبی او دصدق دقرآن سره ذکرکوی - دوهمه وجه داده مخکښی سورة کښی آیات عقلیه او وحییه ذکرشول په توحید باندی نوپه دی سورة کښی په هغی باندی تفریع ده په رد د شرک فی القدرة والعلم سره -
دعویٰ ددی سورة: رد دی په شبهه د مشرکانو باندی چه معبودان من دون اللّه وسیلی گنړی او سبب د نجات ورکولوئی گنړی نوپه ۲۸) کښی د هغی جواب کوی په اثبات دصدق د نبی او دقرآن دی په تصدیق کولو د جناتو سره -
خلاصه د سورة داده: په دی کښی دوه بانونه دی اول باب تر (۱۵) پوری دی - په دی کښی اول ترغیب الی القرآن دی بیا زجرونه دی اول زجرپه اعراض کولو سره د آیات وحییه (قرآن) او عقلیه نه او دوهم زجردی په رد دشرک فی التصرف په طلب ددلیل سره دمشرانونه دریم زجر په په رد دشرک فی العلم او فی الدعاء‌ سره څلورم زجر په انکار دقرآن سره بیا صدق د قرآن او د رسول ذکرکوی سره ددلیل نقلی دکتاب د موسیٰ علیه السلام نه بیا بشارت دی -

تفسیر

[۱] په دی آیت کښی ترغیب الی القرآن دی اواشاره ده د سورة راتلونکی مضمون ته چه وحی د اللّه تعالٰی ده - څه بی دلیله خبره نه ده -
[۲] په دی کښی اشاره ده چه راتلونکی مضمون دعقلی دلیلونو سره هم برابر دی یعنی دا نظام علوی او سفلی او وسطی دلالت کوی په توحید اوپه بعث بعدالموت باندی -
[۳] په دی کښی طلب ددلیل دی د معرضینو دهغوی په شرک باندی او زجردی په شرک فی التصرف باندی حاصل دادی چه په ځمکه کښی خلق یا په آسمان کښی شرکت په تصرف دلیل دی په الوهیت باندی نو که ستاسو آلِهو کښی ددی نه یوقدرت وی نو اوښائي - او دا دلیل عقلی دی اوکه داسی نه وی نو دلیل نقلی د کتاب د اللّه تعالٰی یا د مخکښنو پیغمبرانو د آثارو، احادیثو پیش کړئ په الوهیت د معبودانو ستاسو باندی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>