حم ۱۲۲۱ الأحقاف

قُلْ أَرَأَيْتُمْ مَا تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَرُونِي مَاذَا خَلَقُوا مِنَ الْأَرْضِ أَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِي السَّمَاوَاتِ ائْتُونِي بِكِتَابٍ مِنْ قَبْلِ هَذَا أَوْ أَثَارَةٍ مِنْ عِلْمٍ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿۴﴾ وَمَنْ أَضَلُّ مِمَّنْ يَدْعُو مِنْ دُونِ اللَّهِ مَنْ لَا يَسْتَجِيبُ لَهُ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ وَهُمْ عَنْ دُعَائِهِمْ غَافِلُونَ ﴿۵﴾ وَإِذَا حُشِرَ النَّاسُ كَانُوا لَهُمْ أَعْدَاءً وَكَانُوا بِعِبَادَتِهِمْ كَافِرِينَ ﴿۶﴾

ته اوایه خبرکړئ مالره په باره دهغه چا کښی چه تاسو ورته رامدد شه وائی سیوا د اللّه تعالٰی نه اوښائی ماته هغه څه دی چه دوی پیدا کړی دی د ځمکی د څیزونو نه آیا دوی لره شته دی برخه په آسمانونو کښی راؤړئ ماته کتاب (چه نازل شوی وی) مخکښی ددی کتاب نه یا را نقل کړی شوی دلیل (دمخکنونه) که چیری تاسو رشتینی ئی ﴿۴﴾
اوڅوک دی زیات گمراه دهغه چانه چه رامدد شه وائي سیوا د اللّه تعالٰی نه هغه چاته چه نشی پوره کولی (حاجت) ده لره تردورځ دقیامت پوری او دوی دهغوی د بلنی نه ناخبره دی ﴿۵﴾
او کوم وخت چه را جمع کړی شی خلق نوشی به دوی هغوی لره دشمنان او دوی به شی دبندگئ دهغوی نه انکار کوؤنکی ﴿۶﴾

[۴] (أَوْ أَثَارَةٍ مِنْ عِلْمٍ) نقل دی دعکرمه او مجاهد نه چه مرا ددی نه روایت نقل کړی شوی دی د انبیاء علیهم السلام نه چه هغی ته په اصطلاح دشرع کښی احادیث وئیلی کیدی شی په دی کښی اشاره ده چه دلیل شرعی صرف کتاب اللّه وی یا داحادیث د پیغمبرددی نه بغیر په بل څیز سره صدق نه ثابتیږی ددی وجی نه إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ، ئی ذکرکړو -
[۵] دا بل هم زجردی په شرک فی الدعاء والعلم باندی روستو د رد دشرک فی التصرف نه - د أَضَلُّ، نه مراد کافردی ځکه چه کفرآخری درجه دگمراهئ ده (مِمَّنْ يَدْعُوا) ددعا نه مراد حاجت غوښتل او رامددشه وئیل دی په دی عقیده باندی چه دا حاجت روا او اختیارمند د نفع اوضرر دی اودا دعا اصل عبادت دی ددی وجی نه بعضی مفسرینو د یدعوا په تفسیرکښی یعبد لیکلی دی (مِنْ دُونِ اللَّهِ مَنْ لَا يَسْتَجِيبُ لَهُ) لفظ من دون اللّه خو ټول ماسوی اللّه ته عام دی که ژوندی دی اوکه مړه وی بتان وی اوکه روح والا وی اولیاء وی او که انبیاء وی او لفظ‌ م مَنْ خاص دی په عقل والوپوری که مړه وی او که ژوندی نو دابدل دخاص دی دعام نه اوپه دی کښی اشاره ده که څوک دبتانو بندگی کوی نوهم دهغوی مقصد بتان نه وی بلکه هغه شخص وی چه دابت د هغه جوړ کړی شوی دی - تفسیرابن کثیر، قرطبی، سراج المنیر، خازن وغیره ټولو تصریح کړی ده چه دا ایت شامل اوعام دی عابدانو د ملائکو او د عیسیٰ علیه السلام او دپیریانو وغیره ته (لَا يَسْتَجِيبُ لَهُ) یعنی ددوی هیڅ حاجت نشی پوره کولی نه ورله څه فائده وررسولی شی او نه ضرراو دا شامل دی دی خبری ته چه مړی ددی ژوند و دپاره دعا هم نشی غوښتلی که دوی ورنه دعا طلب کوی ځکه چه دعا غوښتل هم استجابت دی (إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ) په دی کښی ډیر تاکید دی یعنی مشرک دی دا خیال نه کوی چه ځما دعا ئی اوس قبوله نه کړه نو څه وخت روستو به قبوله کړی بلکه ترقیامته پوری نشی قبلیدلی (وَهُمْ عَنْ دُعَائِهِمْ غَافِلُونَ) د غفلت نه مراد نه اوریدل دی لکه سورة یونس (۲۹) اوسورة فاطر (۱۰۴) کښی تیرشوی دی لفظ‌ د هم او غافلون اوصفت دغفلت هم دلالت کوی چه دا خاص نه دی په بتانو پوری - اودا معبودان ددعا ځکه غافل دی چه څوک لری وی او څوک نزدی وی لیکن مړه دی او مړی خو نه آوری اویا داچه دمشرک آواز او دعا وغیره ورته اللّه تعالٰی نه آوروی دغسی تفصیل په سورة فاطر کښی تیرشوی دی -
[۶] لفظ‌ د حشر او عدات او کفر (انکار) هم دلیل دی چه دا آیت په باره دبتانو کښی نه دی (وَكَانُوا بِعِبَادَتِهِمْ) یعنی دشمن چه دشمن سره خبری نه کوی او برائت ترینه کوی دغسی به دا معبودان ددی عابدانو سره خبری نه کوی او دهغوی دعبادتونو نه به انکار کوی لکه سورة یونس (۲۸) کښی اودا انکار د وجی د ناخبرئ نه دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>