إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۲۱۹ الجاثية

وَقِيلَ الْيَوْمَ نَنْسَاكُمْ كَمَا نَسِيتُمْ لِقَاءَ يَوْمِكُمْ هَذَا وَمَأْوَاكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ نَاصِرِينَ ﴿۳۴﴾ ذَلِكُمْ بِأَنَّكُمُ اتَّخَذْتُمْ آيَاتِ اللَّهِ هُزُوًا وَغَرَّتْكُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا فَالْيَوْمَ لَا يُخْرَجُونَ مِنْهَا وَلَا هُمْ يُسْتَعْتَبُونَ ﴿۳۵﴾ فَلِلَّهِ الْحَمْدُ رَبِّ السَّمَاوَاتِ وَرَبِّ الْأَرْضِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۳۶﴾ وَلَهُ الْكِبْرِيَاءُ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۳۷﴾

دا ددی وجی نه چه نیولی وو تاسو آیاتونه د اللّه تعالٰی ټوقی او دهوکه کړی وئ تاسو ژوند دنیوی نو نن به نشی ویستلی کیدلی دوی د اور نه اونه به ددوی توبه قبوله کړی شی ﴿۳۴﴾
دا ددوی وجی نه چه نیولی وو تاسو آیاتونه د اللّه تعالٰی ټوقی او دهوکه کړی وئ تاسو ژوند دنیوی نو نن به نشی ویستلی کیدلی د اور نه او نه به ددوی توبه قبوله کړی شی ﴿۳۵﴾
نو خاص اللّه تعالٰی لره ستائینه د خدائي توب ده رب د آسمانانو او دځمکی دی رب د ټولو عالمینو دی ﴿۳۶﴾
او خاص هغه لره لوئي‌ ده په آسمانونو او ځمکه کښی او خاص هغه زورآور حکمتونو والا دی ﴿۳۷﴾

[۳۴] دا هم داخل دی په تحویف کښی -
[۳۵] دا سببونه ذکرکوی د پاره د ماقبل یو سبب استهزاء په آیاتونو وحییه او عقلیه پوری کوم چه په دی سورة کښی ذکرشول او دوهم غفلت په سبب د حرص او محبت ددنیا چه دهغی دوجی نه قیامت ئی هیرکړو (وَلَا هُمْ يُسْتَعْتَبُونَ) دعتاب نه ماخوذ دی مراد ترینه ازاله د عتاب ده د اللّه تعالٰی سره په عذرقبلولو سره یا دعتبیٰ نه ماخوذ دی رجوع کول یعنی طلب دتوبی به ترینه نشی کیدلی
[۳۷،۳۶] دا هم دلیلونه عقلیه دی سره ددعوی دتوحید نه - اودارنگ دا تفریع ده په مضمون د ټول سورة باندی یعنی اللّه تعالٰی په آیات وحییه او عقلیه سره شریعت واضح کړی دی نو د اللّه تعالٰی حمد واجب دی په مخلوق باندی (وَلَهُ الْكِبْرِيَاءُ) په دی سره وهم د شرکت دفع کوی چه د اللّه تعالٰی په حمد کښی څوک شریک نشی کیدی ځکه چه کبریاء په اللّه تعالٰی پوری خاص ده یعنی عظمت، جلال، بقا سلطان، قدرت ټول په اللّه تعالٰی پوری خاص دی نوبل څوک دهغه سره په حمد او صفاتو کښی شریک نشی کیدی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>