إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۲۱۸ الجاثية

فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فَيُدْخِلُهُمْ رَبُّهُمْ فِي رَحْمَتِهِ ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْمُبِينُ ﴿۳۰﴾ وَأَمَّا الَّذِينَ كَفَرُوا أَفَلَمْ تَكُنْ آيَاتِي تُتْلَى عَلَيْكُمْ فَاسْتَكْبَرْتُمْ وَكُنْتُمْ قَوْمًا مُجْرِمِينَ ﴿۳۱﴾ وَإِذَا قِيلَ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَالسَّاعَةُ لَا رَيْبَ فِيهَا قُلْتُمْ مَا نَدْرِي مَا السَّاعَةُ إِنْ نَظُنُّ إِلَّا ظَنًّا وَمَا نَحْنُ بِمُسْتَيْقِنِينَ ﴿۳۲﴾ وَبَدَا لَهُمْ سَيِّئَاتُ مَا عَمِلُوا وَحَاقَ بِهِمْ مَا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ ﴿۳۳﴾

نو هغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی اوعلمونه ئی دسنت برابرکړی دی نوداخل به کړی دوی رب ددوی په خاص رحمت خپل کښی دا کامیابی ښکاره ده ﴿۳۰﴾
او هغه کسان چه کفرئی کړی دی (اوبه وئیلی شی) آیا نه وئ تاسو آیاتونه ځما چه لوستلی کیدل په تاسو باندی نو لوئي‌ کوله تاسو اووئ تاسو قوم جرم کوؤنکی ﴿۳۱﴾
او کله به چه اوئیلی شول یقیناً‌ وعده د اللّه تعالٰی حقه ده او قیامت چه هیڅ شک نیشته په هغی کښی تاسو به وئیل مونږ نه پوهیږو قیامت څه دی گمان نه کوؤ مونږ مگر معمولی گمان اونه یو مونږ یقین کوؤنکی ﴿۳۲﴾
او اوبه وئیلی شی چه نن پریږدو مونږ تاسولره لکه چه پریخودلی وؤ تاسو ملاقات دورځی ستاسو چه داده او ځای داوسیدلو ستاسو اور دی نیشته تاسو لره هیڅ مدد گار ﴿۳۳﴾

[۳۱،۳۰] په اول آیت کښی بشارت دی او مراد د جنت نه رحمت دی هرکله چه د مبطلینو خسران ئی ذکرکړی وؤ نودهغی مقابله کښی ئی مؤمنانو فوز مبین ذکرکړو اوپه دوهم آیت کښی تخویف دی او ذکر داسبابو د عذاب دی -
[۳۲] دا دریم سبب دعذاب دی یعنی انکار کول د بعث بعدالموت نه (قُلْتُمْ مَا نَدْرِي) دا اقرار دی په لوی جهل خپل سره ځکه چه نفع ددرایت په هغه ځای کښی استعمالیږی چه دعلم د حاصلولو دپاره هیڅ ذریعه نه وی (إِنْ نَظُنُّ إِلَّا ظَنًّا) یعنی الاَّ ظنَّا حَقِیْرًا او قَلِیْلاً (مگر گمان سپک او لږ) - دوهمه توجیه داده (نه یو مونږ مگرگمان کوو گمان) -
فائده: منکرین دقیامت دوه ډلی دی یو ډله هغه وه چه هغوی دقیامت نه صریح انکار کوؤ دهغوی ذکرپه (۲۴) کښی تیرشو او دوهمه ډله هغه وؤ هرکله دلیلونه ئی واوریدل د بعث بعدالموت نو په شک کښی پریوتل په دی آیت کښی دا خلق مراد دی -
[۳۳] داهم تخویف کښی داخل دی (يَسْتَهْزِئُونَ) معلومه شوه چه دوی وئیل ان اِلَّا ظنا، داد شک په طورباندی نه وؤ بلکه د استهزاء په طریقه باندی وؤ ددی وجی نه دوی د عامو منکرینو نه ډیرناکاره دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>