إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۲۱۲ الجاثية

وَفِي خَلْقِكُمْ وَمَا يَبُثُّ مِنْ دَابَّةٍ آيَاتٌ لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ ﴿۴﴾ وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَمَا أَنْزَلَ اللَّهُ مِنَ السَّمَاءِ مِنْ رِزْقٍ فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ آيَاتٌ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ ﴿۵﴾ تِلْكَ آيَاتُ اللَّهِ نَتْلُوهَا عَلَيْكَ بِالْحَقِّ فَبِأَيِّ حَدِيثٍ بَعْدَ اللَّهِ وَآيَاتِهِ يُؤْمِنُونَ ﴿۶﴾ وَيْلٌ لِكُلِّ أَفَّاكٍ أَثِيمٍ ﴿۷﴾ يَسْمَعُ آيَاتِ اللَّهِ تُتْلَى عَلَيْهِ ثُمَّ يُصِرُّ مُسْتَكْبِرًا كَأَنْ لَمْ يَسْمَعْهَا فَبَشِّرْهُ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ ﴿۸﴾ وَإِذَا عَلِمَ مِنْ آيَاتِنَا شَيْئًا اتَّخَذَهَا هُزُوًا أُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُهِينٌ ﴿۹﴾

اوستاسو په پیدائش کښی او هغه چه خواره کړی دی زنده سر دلیلونه دی دپاره دهغه قوم چه یقین کوی ﴿۴﴾
اوپه تلو راتلو دشپه اود ورځ کښی اوپه هغه کښی چه راورولی دی اللّه تعالٰی د آسمان نه څه (سبب) درزق نو تازه کړی ده په هغه سره ځمکه روستو دوچوالی دهغی نه اوپه گرځیدلود هواگانو کښی دلیلونه دی دپاره دهغه قوم چه عقل نه کار آخلی ﴿۵﴾
دا آیاتونه د اللّه تعالٰی دی لولو مونږ دا په تاباندی دپاره د حق ښکاره کولو نوپه کومه خبره به روستو د کتاب د اللّه تعالٰی او دلیلونو دهغه نه دوی ایمان راوړی ﴿۶﴾
تباهی ده هرډیر دروغژن سخت گنهگار لره ﴿۷﴾
چه اوری آیاتونه د اللّه تعالٰی لوستلی کیدی شی په هغه باندی بیا کلک شی په کفرباندی لوئي کوؤنکی وی گویا چه نه دی اوریدلی هغه نو زیری ورکړه ده لره په عذاب دردناک سره ﴿۸﴾
اوکله چه پوهه شی د آیاتونو ځمونږنه په یو څیز اونیسی هغه لره ټوقی دغه کسان دوی لره عذاب ذلیلوؤنکی دی ﴿۹﴾

[۴] په دی کښی کی دوهم دلیل عقلی دی په ذکرد آیات انفسیه سره ذکرکوی -
[۵] په دی کښی دریم دلیل عقلی دی په ذکر دآیات متوسطه سره (مِنْ رِزْقٍ) یعنی باران - اوهرکله چه په دی سورة کښی په دلیلونو سره دنعمتونو تذکیرهم مقصد دی اوښکاره نعمت رزق دی نو ددی وجی نه په دی باندی تصریح اوکړه اوهرکله چه دا دلیلونه ډیرواضح دی هرعقل والا پری پوهیږی ددی وجی نه په یعقلون، سره ئی ختم کړو -
[۶] دا ترغیب دی دغه آیاتو عقلیه او قرآن ته (بَعْدَ اللَّهِ) لفظ د حدیث پټ دی یعنی بعد حدیث اللّه تعالٰی او هغه قرآن دی لکه چه په سورة مرسلات (۵۰) کښی ذکردی - او آيَاتِهِ، نه مراد عقلی دلیلونه دی چه کوم مخکښی تیرشول -
[۸،۷] په دی زجراو تخویف دی منکرینو د آیاتونو ته په ذکردپنځه صفات قبیحه دهغه سره - (أَفَّاكٍ) هغه څوک چه خبره دحق نه په اړولوکښی مبالغه او کوشش کوی په دروغ وئیلو دهوکه کولو تحریف کولو سره (يَسْمَعُ آيَاتِ اللَّهِ) آیات وحییه او عقلیه دواړو ته شامل دی اوپه دی کښی اشاره ده چه دی ناخبره او بی علمه نه دی ښه خبردی بیاهم خلاف کوی -
[۹] په دی آیت کښی زجراوتخویف او شپږم وصف قبیحه دی (إِذَا عَلِمَ) ددی دوه توجیه دی اول داچه کله پوهه شی چه دا دقرآن آیت دی نوپه هغی پوری ټوقی کوی دضد او عناد او دجهل دوجی نه - دوهمه داچه کله چه دیو آیت په مقصد باندی پوهه شی مثلاً آیت کښی رد دشرک دی نوپه هغی پوری ټوقی کوی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>