إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۲۱۳ الجاثية

مِنْ وَرَائِهِمْ جَهَنَّمُ وَلَا يُغْنِي عَنْهُمْ مَا كَسَبُوا شَيْئًا وَلَا مَا اتَّخَذُوا مِنْ دُونِ اللَّهِ أَوْلِيَاءَ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿۱۰﴾ هَذَا هُدًى وَالَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ رَبِّهِمْ لَهُمْ عَذَابٌ مِنْ رِجْزٍ أَلِيمٌ ﴿۱۱﴾ اللَّهُ الَّذِي سَخَّرَ لَكُمُ الْبَحْرَ لِتَجْرِيَ الْفُلْكُ فِيهِ بِأَمْرِهِ وَلِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿۱۲﴾ وَسَخَّرَ لَكُمْ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا مِنْهُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ ﴿۱۳﴾

مخی ددوی ته جهنم دی اونشی اړولی ددوی نه هغه عملونه چه دوی کړی دی هیڅ عذاب اونه هغه معبودان چه دوی نیولی دی سیوا د اللّه تعالٰی نه مددگاران اودوی لره عذاب دی لوی شان والا ﴿۱۰﴾
دا هدایت دی اوهغه کسان چه کفرئی کړی دی په آیاتونو درب خپل دوی لره عذاب دی دسخت عذاب نه درد ناک ﴿۱۱﴾
اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه ستاسو په خدمت کښی لگولی دی دریاب دپاره ددی دی چه روانی وی کشتئ په هغی کښی په حکم دهغه سره اودی دپاره چه اولټوئ دفضل د اللّه تعالٰی نه او دی دپاره چه شکراوکړئ تاسو ﴿۱۲﴾
او خدمت کښی لگولی دی تاسولره هغه څه چه په آسمانونو کښی دی اوهغه څه چه په ځمکه کښی دی دا ټول د اللّه تعالٰی دطرف نه دی یقیناً په دی کښی ډیر دلیلونه دی هغه قوم لره چه فکرکوی ﴿۱۳﴾

[۱۰] (وَلَا يُغْنِي عَنْهُمْ) هرکله چه مخالفت کوؤنکی د حق دوه قسمونه دی یو دنیاپرست سرمایه داران، نودهغوی خیال دادی چه په مالونو گټلوسره دعذاب نه نجات حاصلیږی اودوهم پیرپرست، قبرپرست، بت پرست دهغوی عقیده داوی چه ځمونږپیران بزرگان به مونږه بچ کوی نوپه دی جمله کښی داول قسم خلقو تردید ئی اوکړو اوپه دوهمه جمله کښی (ولاماتخذوا من دون اللّه اولیآء) کښی د دوهم قسم تردید ئی اوکړو -
فائده: په دی آیاتونو کښی شپږاوصاف قبیحه اوشپږ عذابونه ئی ذکرکړی دی اودعذاب په صفت کښی اول أَلِيم، ذکرکړو ځکه چه دغه سړی په دنیا کښی په اصرار او تکبرکولو سره په وخت دآوریدلوکښی د قرآن بیانوؤنکی ته ډیر درد رسولی دی اودوهم دعذاب په صفت کښی مُهِين، ذکرکړو ځکه چه په استهزاء کولو سره دقرآن او دقرآن والا اهانت کړی دی نودده سزا به اهانت وی او دریم صفت ئی عظیم، ذکرکړی دی اشاره ده چه دا عذاب په دوی باندی دهرجهت نه په هره زمانه کښی په هراندام ددوی باندی احاطه کوؤنکی دی -
[۱۱] په دی کښی ترغیب دی قرآن ته او اوتخویف دی منکرینوته (مِنْ رِجْزٍ) داپه اصل کښی گنده عذاب ته وئیلی کیږی چه دهغی نه نفرت کیدی شی لکه په دنیا کښی طاعون وبا اوپه آخرت کښی ماءٍ صدید او غسلین -
[۱۳،۱۲] په دی آیاتونو کښی بیا عقلی دلیلونه دی تیرشوی دلیلونه صرف په طریقه د آیات باندی وو اودا دلیلونه په طریقه د انعاماتو باندی دی ددی وجی نه سخَّر، لفظ ئی په کښی ذکر کړی دی او دتسخر دبحرنه مراد دادی چه په هغی کښی ئی داسی صفات پیدا کړی دی چه تاسو په کښی کشتئ چلولی شئ لکه نرم والی او همواری، درمیانه هواگانی، موجونه په اندازی سره او دکشتو جهازونو ځان ته نه جذب کول وغیره حالات او دا ټول په قدرت د اللّه تعالٰی سره دی د هیڅ مخلوق په کښی هیڅ دخل نیشته -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>