إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۲۱۱ الجاثية

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

حم ﴿۱﴾ تَنْزِيلُ الْكِتَابِ مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ ﴿۲﴾ إِنَّ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَآيَاتٍ لِلْمُؤْمِنِينَ ﴿۳﴾

حا میم ﴿۱﴾
نازلول ددی کتاب د طرف د اللّه تعالٰی نه دی زورآور حکمتونو والا دی ﴿۲﴾
یقیناً په آسمانونو او ځمکه کښی ډیر دلیلونه دی دپاره د ایمان والو ﴿۳﴾

سورة الجاثية

ربط: ددی سورة دمخکښی سورة سره په څو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه تیر شوی سورة کښی تخویف وؤ په عذاب سره نوپه دی سورة کښی ذکر دطریقی د نجات دی ددغه عذاب نه - دوهمه وجه داده چه په هغه سورة کښی ذکر دنعمتونو وؤ په بنی اسرائیلو باندی نوپه دی سورة کښی ذکر د ناشکرئ دهغوی دی -
دعویٰ ددی سورة: امردی په اتباع د شریعت سره او نهی ده تابعدارئ دهویٰ نه په (۱۸) کښی - او ورسره اثبات دتوحید دی په آیات عقلیه اووحیه سره اوپه ذکر د پنځمه اسماءِ حسنیٰ سره اودعویٰ دتوحید ذکرده په (۳۷،۳۶) کښی اودارنگ جواب دشبهی دمنکرینو دی هغه داده چه دوی وائی غیراللّه ته رامدد شه وایو دهغوی بندگی کوؤ ځکه چه زمونږ مشرانو داسی کول جواب اوشو چه تابعداری دشریعت فرض ده او مشرانو خو تابعداری د خواهشاتو کړی ده -
خلاصه د سورة داده: دا سورة تقسیم دی دوه بابونوته اول باب تر (۲۲) پوری دی په دی کښی ترغیب دی قرآن ته اوهغه ته آیات وحیه وئیلی کیږی چه (۲۰،۱۱،۶،۲) دی آو آیات عقلیه (۱۳،۱۲،۵،۴،۳) دی او زجر اوتخویف دی منکرینو ددی آیاتونوته او متبعینود د خواهشاتوته په (۲۱،۱۹،۱۰،۹،۸،۷) کښی او تمثیل دی په ذکرد حال د بنی اسرائیلو سره او خطاب دی نبی ﷺ ته په (۱۵،۱۴) کښی - او دعویٰ دسورة ده - (۱۸) کښی -

تفسیر

[۱] په دی کښی بحث مخکښی تیرشوی دی -
[۲] دا ترغیب دی قرآن ته یعنی په قرآن کښی آیات وحییه دی د تعلیم او د اثبات د توحید اودشریعت دپاره -
[۳] دا دلیلونو عقلیه نه اول دی په دی کښی آیات آفاقیه علویه او سفلیه ذکرکوی (فِي السَّمَاوَاتِ) لفظ دخلق ئی نه دی ذکرکړی دپاره ددی چه عموم فائده کړی یعنی په ذوات د آسمانونو کښی چه نمر، سپوږمئ او ستوری وغیره دی اوپه ذات دځمکه کښی چه معدنیات نباتات او نور اسباب د معاش دی په دی ټولو کښی جدا جدا هم دلالت دی په توحید باندی (لِلْمُؤْمِنِينَ) اشاره ده چه ایمان په حقیقت کښی سبب د عبرت او استدلال دی ضدی منکرته خو هیڅ فائده نه ورکوی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>