إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۲۱۰ الدخان

يَدْعُونَ فِيهَا بِكُلِّ فَاكِهَةٍ آمِنِينَ ﴿۵۵﴾ لَا يَذُوقُونَ فِيهَا الْمَوْتَ إِلَّا الْمَوْتَةَ الْأُولَى وَوَقَاهُمْ عَذَابَ الْجَحِيمِ ﴿۵۶﴾ فَضْلًا مِنْ رَبِّكَ ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ﴿۵۷﴾ فَإِنَّمَا يَسَّرْنَاهُ بِلِسَانِكَ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ ﴿۵۸﴾ فَارْتَقِبْ إِنَّهُمْ مُرْتَقِبُونَ ﴿۵۹﴾

را غواړی به دوی په هغی کښی هرقسم میوی په داسی حال چه په امن به وی دهرمصیبت نه ﴿۵۵﴾
نه به څکی دوی په هغی کښی مرگ لیکن مرگ مخکنی (خودوی څکلی دی) اوبچ ساتی اللّه تعالٰی دوی لره د عذاب د دوزخ نه ﴿۵۶﴾
د وجی دفضل ستا د رب د طرف نه دا کامیابی لویه ده ﴿۵۷﴾
نویقیناً‌ آسان کړی دی مونږ دا قرآن ستا په ژبه باندی ددی دپاره چه نصیحت واخلی ﴿۵۸﴾
نو انتظار اوکړه یقیناً‌ دوی انتظار کوؤنکی دی ﴿۵۹﴾

[۵۸] د امتعلق دی د ابتداء‌ دسورة سره - ترغیب دی قرآن ته او تشجیع ده پیغمبرته په بیانولو دقرآن دپاره ددی چه دا خلق په تذکر دقرآن سره دعذاب ددنیا او آخرت نه بچ شی (بِلِسَانِكَ) په لغت ستا چه عربی ده اوژبه عربی دټولو ژبو نه آسانه ده یا مراد دادی چه ستاپه ژبه آسانه طریقی سره قرآن چلوؤم په تاباندی لوستل او بیانول گران نه دی -
[۵۹] دا هم متعلق دی د سورة د دعوی سره چه په (۱۰) کښی وه اومطلب ئی دادی که چیری دی خلقو دقرآن دبیان نه تذکراو عبرت حاصل نه کړو نوبیا ددوی دعذاب انتظار اوکړه -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>