إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۲۰۹ الدخان

إِنَّ شَجَرَتَ الزَّقُّومِ ﴿۴۳﴾ طَعَامُ الْأَثِيمِ ﴿۴۴﴾ كَالْمُهْلِ يَغْلِي فِي الْبُطُونِ ﴿۴۵﴾ كَغَلْيِ الْحَمِيمِ ﴿۴۶﴾ خُذُوهُ فَاعْتِلُوهُ إِلَى سَوَاءِ الْجَحِيمِ ﴿۴۷﴾ ثُمَّ صُبُّوا فَوْقَ رَأْسِهِ مِنْ عَذَابِ الْحَمِيمِ ﴿۴۸﴾ ذُقْ إِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْكَرِيمُ ﴿۴۹﴾ إِنَّ هَذَا مَا كُنْتُمْ بِهِ تَمْتَرُونَ ﴿۵۰﴾ إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي مَقَامٍ أَمِينٍ ﴿۵۱﴾ فِي جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ ﴿۵۲﴾ يَلْبَسُونَ مِنْ سُنْدُسٍ وَإِسْتَبْرَقٍ مُتَقَابِلِينَ ﴿۵۳﴾ كَذَلِكَ وَزَوَّجْنَاهُمْ بِحُورٍ عِينٍ ﴿۵۴﴾

یقیناً ونه د زقوم ﴿۴۳﴾
خوراک د گنهکار دی ﴿۴۴﴾
په شان د ویلی کړی شوی تانبی خوټکیږی به په خیټو کښی ﴿۴۵﴾
په شان د خوټکیدلو د یشیدلو اوبو ﴿۴۶﴾
اونیسئ د ی نو را کاږئ دی مینځ د دوزخ ته ﴿۴۷﴾
بیا واړوئ دسردپاسه ئی د عذاب د یشیدلو اوبو نه ﴿۴۸﴾
او ځکه یقیناً ته زورآور سپین روئی وی ﴿۴۹﴾
یقیناً‌ دا هغه څیزدی چه تاسو په دی کښی شک کوؤ ﴿۵۰﴾
یقیناً متقیان به په ځای امن والا کښی وی ﴿۵۱﴾
په باغونو او چینو کښی به وی ﴿۵۲﴾
اغوندی به د نرو ریښمو او غټو ریښمونه یوبل ته به مخامخ وی ﴿۵۳﴾
دغه شان به وی اوپه نکاح سره به ورکړو مونږ دوی ته حوری ښائسته سترگو والا ﴿۵۴﴾

[۴۶،۴۵،۴۴،۴۳] په دی آیاتونو کښی ذکر دیو قسم عذاب دی په جهنم کښی چه هغه د خوراک په صورت کښی دی اوددی اونی ذکر په سورة اسراء‌ (۶۰) او سورة صافات (۶۲) کښی تیرشوی دی ( الْأَثِيمِ) مبالغه کوؤنکی په گناه کښی یعنی غټ گنهگار او هغه مشرک او کافردی (كَالْمُهْلِ) هرهغه څیزونه چه په اور کښی ویلی کیږی سره، سپین، اوسپنه، تانبا وغیره یا مراد ترینه خیری د تیلو ایشولو شوؤ دی -
[۴۸،۴۷] په اول طریقه کښی یوه طریقه دعذاب ده - یعنی د ځای د خوراک نه مینځ اورته به ئی په ډیرو سختو راخکلو سره بوځی اوپه دوهم آیت کښی بله طریقه دعذاب ده داسی په سورة حج (۱۹) کښی هم تیرشوی دی -
[۵۰،۴۹] (الْعَزِيزُ الْكَرِيمُ] په گمان د کافر کښی مراد دی یعنی کافرگمان کوی چه ځما په شان عزت مند اوشریف په دنیا کښی بل څوک نیشته نوهغه ته به استهزاء په ورځ دقیامت کښی دا اوئیلی شی اشاره ده که چیری ته عزیز او کریم وی نو تاته به ولی د ذُق خطاب د ذلت کیدی شی -
[د ۵۱ نه تر ۵۷ ] پوری په دی آیاتونو کښی بشارت اخرویه دی په تفصیل سره (وَزَوَّجْنَاهُمْ) مراد ددی نه عقد د نکاح دی د اللّه تعالٰی دطرف نه (إِلَّا الْمَوْتَةَ الْأُولَى) (سوال) دتیرشوی موت استثناء د راتلونکی حالت نه نه صحیح کیږی؟ جواب په ډیرو طریقو سره دی اوله طریقه داده چه استثناء منقطع ده یعنی لکن الموتة الاولٰی قد ذاقوها (اول مرگ خو دوی څکلی دی) دوهمه طریقه إِلَّا په معنیٰ د بعد سره دی یعنی روستو دمرگ مخکښنی نه - دریمه طریقه دی ته تعلیق بالمحال وئیل کیږی دپاره د تاکید یعنی که چیرته تیرشوی مرگ دوی په راتلونکی وخت کښی څکلی شوی نو څکلی به ئی وی نو معلومه شوه چه هیڅ مرگ به نه څکی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>