إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۱۸۴ الزخرف

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

حم ﴿۱﴾ وَالْكِتَابِ الْمُبِينِ ﴿۲﴾ إِنَّا جَعَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ ﴿۳﴾ وَإِنَّهُ فِي أُمِّ الْكِتَابِ لَدَيْنَا لَعَلِيٌّ حَكِيمٌ ﴿۴﴾

حا میم ﴿۱﴾
قسم دی په کتاب واضح بیان کوؤنکی باندی ﴿۲﴾
(گواهی کوی) چه یقیناً رالیږلی دی مونږ دا قرآن دعربئ ژبی ددی دپاره چه عقل نه کار واخلئ ﴿۳﴾
اویقیناً دی په اصل دکتابونو کښی دی ځمونږ سره دی خامخا اوچت دی حکمتونووالا دی ﴿۴﴾

سورة الزخرف

ربط: ددی سورة د شوریٰ سره په ډیرو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه په هغه سورة کښی امر وؤ په تحکیم دقرآن چه هغه حجت د مؤحدینو دی نوپه دی سورة کښی تردید دی په حجتونو دمشرکانو باندی - دوهمه خبره داده چه مخکښی رد وؤ په بعضی شبهاتو دمشرکینو باندی نوپه دی سورة کښی رد دی په مشهوره شبهه دهغوی باندی چه هغه عقیده د شفاعت شرکیه قهریه ده -
دعویٰ ددی سورة: رد کول دی په حجتونو دمشرکانو باندی یو حجت د هغوی مشیت د اللّه تعالٰی دی په شرک باندی او دوهم حجت عقیده دشفاعت شرکیه او دریم حجت اتباع د آباؤ ده په (۲۲،۸۶،۲۰) کښی او ددی سره رد دی په اقسامو دشرک باندی شرک فی العبادة او فی الدعا او فی التصرف اوپه عقیده د اتخاذالولد باندی په دری دلیلونو نقلیو او اته دلیلونو عقلیوسره -
خلاصه د سورة: داده چه دا تقسیم دی دری بابونوته اول باب تر (۳۶) پوری دی په دی کښی ذکر دصدق دقرآن دی په نهه طریقو سره بیا زجراو تخویف دنیوی دی - بیا څلور عقلی دلیلونه دی بیا زجردی په مشرکین بالملائکه باندی او دهغوی په دوه دلیلونو باندی او دلیل نقلی دی د ابراهیم علیه السلام نه بیا دوه زجرونه دی او تزهید فی الدنیا ذکرکوی -

تفسیر

[۲،۱] په دی کښ قسم ذکرکوی په قرآن باندی دپاره دفائدی د شهادت پیش کولو او تفصیل ددی په ابتداء د سورة یٰس کښی تیرشوی دی -
[۳] دا جواب قسم دی حاصل دادی چه د قرآن وضاحت چه اعلٰی مرتبه کښی دی شاهد دی چه داد اللّه تعالٰی کتاب دی دبنده کتاب نه دی او دارنگ دهر عقل والا دپوهیدلو کتاب دی (سوال) د جعلنا ظاهری معنیٰ خو پیدا کول دی نوددی نه معلومه شوه چه قرآن کریم مخلوق دی او حال داچه قرآن غیرمخلوق صفت د اللّه تعالٰی دی اودا حق مذهب دی؟ (جواب) اول دادی چه دلته مقصد توصیف دقرآن دی په عربیت سره دپاره دترغیب مخاطبینو عربو ته او جعل په معنیٰ د تصییردی یعنی قرآن په لغت عربیه کښی رالیږلی دی - دوهم جواب، قرطبی وئیلی دی چه جعلنا په معنیٰ د سَمَّیناه (نوم هم ایخی دی) او وصفناه (صفت هم ورکړی دی) او انزلناه او بیّناه (نازل کړی دی اوبیان کړی دی مونږ) اوپه معنیٰ د انزلنا غوره دی ځکه چه قرآن کښی په دی لفظ سره ډیرذکردی - اوهغه جواب چه امام رازی او شربینی وغیرهما ذکرکړی دی چه مراد ددی نه کلام لفظی دی او هغه مخلوق دی دا قول غلط دی ځکه چه تقسیم دکلام لفظی او نفسی ته بدعت دی او قرآن کریم ښکاره دلیلونه دی چه مسموع مقروء متلو کلام اللّه دی او دا مذهب د امام ابوحنیفه رحمة اللّٰه علیه ذکرکړی دی فقه اکبرکښی اوشرح عقیدة الطحاویه په ص (۱۸۸) کښی په تفصیل سره او امام ذهبی په کتاب العلو للعلی الغفار کښی د امام ابویوسف مناظره د دامام بوحنیفه رحمهمااللّه سره ذکرکړی دی چه امام صاحب رجوع اوکړه قول د امام ابویوسف ته او اوئیل ئی چه څوک وائی چه دا قرآن مخلوق دی نوهغه کافردی -
[۴] دا هم دقرآن صفات دی دپاره دتصدیق او ترغیب ورکولو (وَإِنَّهُ فِي أُمِّ الْكِتَابِ) دا دلیل دی چه دا قرآن په دی خاص ترتیب سره په لوح محفوظ کښی په اصل ترتیب سره دی هان په نازلولو کښی ترتیب په سبب د واقعاتو سره په بله طریقه سره دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>