إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۱۸۳ الشورىٰ

وَمَا كَانَ لِبَشَرٍ أَنْ يُكَلِّمَهُ اللَّهُ إِلَّا وَحْيًا أَوْ مِنْ وَرَاءِ حِجَابٍ أَوْ يُرْسِلَ رَسُولًا فَيُوحِيَ بِإِذْنِهِ مَا يَشَاءُ إِنَّهُ عَلِيٌّ حَكِيمٌ ﴿۵۱﴾ وَكَذَلِكَ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ رُوحًا مِنْ أَمْرِنَا مَا كُنْتَ تَدْرِي مَا الْكِتَابُ وَلَا الْإِيمَانُ وَلَكِنْ جَعَلْنَاهُ نُورًا نَهْدِي بِهِ مَنْ نَشَاءُ مِنْ عِبَادِنَا وَإِنَّكَ لَتَهْدِي إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ ﴿۵۲﴾ صِرَاطِ اللَّهِ الَّذِي لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ أَلَا إِلَى اللَّهِ تَصِيرُ الْأُمُورُ ﴿۵۳﴾

او نشی کیدی هیڅ بشر لره چه خبری اوکړی هغه سره اللّه تعالٰی مگر په وحی سره زړه دهغه ته یا روستو دپردی نه یا اولیږی ملک نو وحی کوی په حکم د اللّه تعالٰی سره څه چه اوغواړی یقیناً هغه پورته دی حکمتونو والا دی ﴿۵۱﴾
او دغه شان وحی کړی ده مونږ تاته دروح (قرآن) دوجی دحکم ځمونږ نه نه وی ته چه پوهیدلی چه څه دی کتاب اوبه په تفصیل د ایمان کښی لیکن اوگرځوؤ مونږ دا قرآن رنړا چه هدایت کوؤ مونږ په دی سره هغه چاته چه اوغواړو مونږ د بندگانو خپلونه اویقیناً ته خامخا هدایت کوی لاری نیغی ته ﴿۵۲﴾
لار د اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه خاص هغه لره هغه څیزونه دی چه په آسمانونو کښی دی او هغه څیزونه چه په ځمکه کښی دی خبرشئ خاص اللّه تعالٰی ته ورگرځی ټول کارونه ﴿۵۳﴾

[۵۱] مخکښی آیت کښی تقسیم د نعمت ظاهریه وؤ اوس په دی آیت کښی تقسیم د نعمت باطنیه دی چه وحی ده اوپه دی آیت کښی اثبات د عجز د انبیاء علیهم السلام دی د مرتبی د الوهیت نه - کلام د اللّه تعالٰی دبشرسره، ددی دری طریقی دی په طریقه دحصر سره اول طریقه وحی ده دلته خاص معنیٰ مراد ده یعنی په زړه د نبی کښی واچوی بغیر دواسطی د ملک نه که په بیدارئ‌ کښی وی اوکه په خوب کښی وی - او هم داسی وو خوب د ابراهیم علیه السلام په ذبح د ولدسره - دوهمه طریقه (أَوْ مِنْ وَرَاءِ حِجَابٍ) یعنی خبری حقیقتاً وی یغیر دلیدلو د اللّه تعالٰی نه لکه په معراج کښی - دریمه طریقه (أَوْ يُرْسِلَ رَسُولًا) مرا درسول نه جبرائیل علیه السلام دی او دا روستنئ طریقه بیا په دوه قسمه ده لکه په دوهم حدیث دبخاری کښی ذکر شوی ده - یوه داچه جبرائیل آواز په شان د صلصلة الجرس وی او دا په پیغمبر ﷺ باندی ډیر گران وو لیکن هغه به ترینه ضروری وحی یاده کړه دوهمه طریقه چه جبرائیل علیه السلام به متشکل شو په شکل دیو سړی باندی او نبی ﷺ سره به ئی ښکاره خبری کولی اودا آسانه طریقه وه -
فائده: ددی آیت نه دلیل نیولی شوی چه انبیاء‌ علیهم السلام په دنیا کښی د اللّه تعالٰی ملاقات نشی کولی صرف کلام اللّه آوریدل دی نودا یو دلیل دی چه کلام صفت د اللّه تعالٰی دی -
[۵۲] دا ترغیب دی قرآن کریم ته او صدق دقرآن دی متعلق دی د ابتداء دسورة سره او اشاره ده چه قرآن کریم په هغی طریقی سره نازل شوی دی کومی چه په مخکښی آیت کښی ذکرشوی دی (رُوحًا) مراد ترینه قرآن دی ځکه چه قرآن سبب دحیات روحانیه دی لکه چه روح حیوانی سبب دحیات بدنیه دی او ددی وجی نه قرآن ته ربیع القلوب هم وائي (سپرلی دزړونو) (مَا كُنْتَ تَدْرِي مَا الْكِتَابُ) مراد ترینه قرآن کریم دی یعنی مخکښی د نزول دقرآن نه نبی ﷺ دقران نه ناخبره وؤ - یامراد د کتاب نه جنس نازل کتابونه دی یعنی تورات، انجیل، زبور یا مراد د کتاب نه لیکل دی (وَلَا الْإِيمَانُ) مراد ددی نه ایمان تفصیلی یعنی تفصیلات او شرائع د ایمان مخکښی د نبوت نه نبی ﷺ ته معلوم نه وو یامراد طرینه طریقه ددعوت ده ایمان ته یا مراد ترینه اهل ایمان دی -
فائده: ددی آیت نه معلومه شوه چه ایمان تفصیلی بغیر دقرآن نه نه حاصلیږی نوهغه خبره چه وئیلی کیږی چه ایمان دقرآن نه مخکښی دی نومراد ترینه اجمالی ایمان دی -
[۵۳] (أَلَا إِلَى اللَّهِ تَصِيرُ الْأُمُورُ) په دی سره دفع د وهم کوی که څوک وهم کوی چه په بعضی څیزونو کښی خو دبندگانو ملکیت هم شته نوڅه رنگ اوئیلی شو، له مافی السمٰوت او مافی الارض؟ حاصل جواب دادی چه په حقیقت او په عاقبت کښی ددی ټولو ملکیت اللّه تعالٰی ته ورگرځی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>