إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۱۸۲ الشورىٰ

لِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ يَهَبُ لِمَنْ يَشَاءُ إِنَاثًا وَيَهَبُ لِمَنْ يَشَاءُ الذُّكُورَ ﴿۴۹﴾ أَوْ يُزَوِّجُهُمْ ذُكْرَانًا وَإِنَاثًا وَيَجْعَلُ مَنْ يَشَاءُ عَقِيمًا إِنَّهُ عَلِيمٌ قَدِيرٌ ﴿۵۰﴾

خاص اللّه تعالٰی لره بادشاهی د آسمانانو او ځمکی ده پيدا کوی هغه څه چه اوغواړی بخشش ورکوی چا ته چه اوغواړی لونړه او بخشش ورکوی چاته چه اوغواړی ځآمن ﴿۴۹﴾
یا دوه قسمونه ورکوی بعضو ته ځامن او لونړه او جوړوی چالره چه اوغواړی شنډ یقیناً‌ اللّه تعالٰی پوهه دی قدرت والا دی ﴿۵۰﴾

[۵۰،۴۹] دا دلیل عقلی دی په توحید فی الولایة باندی کُلّی بادشاهی او پیدائش او تقسیم د اولاد ټول اللّه تعالٰی لره خاص دی آیت ئی په اثبات د ملک سره شروع کړو اواشاره ده چه دا روستو نظام دبادشاهئ نظام دی بیا (يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ يَهَبُ) دواړه ئی ذکرکړه اشاره ده چه پیدا کول دوه قسمه دی اول داچه دعدم نه وجود ته راولی بغیر دڅه مادی نه دوهم داچه دیوڅیزنه بل څیز پیدا کړی - بیا ئی د انسانانو د اولاد په لحاظ سره دری قسمونه ذکرکړل او آخری ئی بی اولاده ذکر کړوبیا ددی تقسیم علت ئی ذکرکړو علیم قدیر دا ډیرافصح ابلغ بهترین ترتیب دی -
فائده: دا قسمونه په اعتبار د غالب او اکثرسره دی نوپه دی سره انکار د خنثیٰ نه نه شی کیدی ځکه چه لفظ د یَخلق مایشاء، او قدیر خنثیٰ پیدا کیدلوته هم شامل دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>