إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۱۸۵ الزخرف

أَفَنَضْرِبُ عَنْكُمُ الذِّكْرَ صَفْحًا أَنْ كُنْتُمْ قَوْمًا مُسْرِفِينَ ﴿۵﴾ وَكَمْ أَرْسَلْنَا مِنْ نَبِيٍّ فِي الْأَوَّلِينَ ﴿۶﴾ وَمَا يَأْتِيهِمْ مِنْ نَبِيٍّ إِلَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ ﴿۷﴾ فَأَهْلَكْنَا أَشَدَّ مِنْهُمْ بَطْشًا وَمَضَى مَثَلُ الْأَوَّلِينَ ﴿۸﴾ وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ مَنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ لَيَقُولُنَّ خَلَقَهُنَّ الْعَزِيزُ الْعَلِيمُ ﴿۹﴾ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ مَهْدًا وَجَعَلَ لَكُمْ فِيهَا سُبُلًا لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ ﴿۱۰﴾

آیا نو واړوؤ مونږ ستاسو نه نصیحت په اړولوسره ددی وجی نه چه تاسو ئی قوم مشرکان ﴿۵﴾
او ډیر رالیږلی دی مونږ پیغمبران په مخکنو خلقو کښی ﴿۶﴾
اونه راتلو هغوی ته هیڅ پیغمبر مگر دوی به په هغه پوری توقی کولی ﴿۷﴾
نو هلاک کړل مونږ ډیر سخت ددوی نه په نیولوکښی او تیری شوی دی نمونی دزړو خلقو ﴿۸﴾
اوکه چیری ته تپوس اوکړی ددوی نه چه چا پیداکړی دی آسمانونه او ځمکه خامخا دوی وائی پیدا کړی دی دا زورآور ډیر علم والا ﴿۹﴾
هغه ذات دی چه جوړه کړی ده تاسو لره ځمکه بستره د آرام او جوړی کړی دی تاسولره په هغی کښی لاری ددی دپاره چه تاسو هدایت اومومئ ﴿۱۰﴾

[۵] دا زجردی په اعراض سره دقرآن نه په طریقه دا ستفهام انکاری سره یعنی که چیری مشرکان وائی چه مونږ خو توحید نه منو نو مونږ ته دا قرآن ولی بیانوئ اومونږ ورباندی تنگوئ نودهغوی جواب دادی چه ستاسو دشرک او او د انکار دوجی نه قرآن نازلول او بیانول نه پریږدو -
[۸،۷،۶] په دی آیاتونو کښی تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته اوتخویف دنیوی دی منکرینو ته روستو د زجر ورکولو نه - په اول آیت کښی ارسال درسولانو ذکردی اوپه دوهم آیت کښی استهزاء د منکرینو ذکرده چه سبب د عذاب دی اوپه دریم آیت کښی مسبب ذکردی چه عذاب دی -
[۹] دا دلیل عقلی اعترافی دی په مسئله د توحید باندی اودا اقرار ددوی په سورة عنکبوت (۶۱) لقمان (۲۵) کښی ذکردی -
[۱۰] دا دوهم دلیل دی په دی کښی اقرار نیشته ځکه چه لکم ئی وئیلی دی لنا ئی نه دی وئیلی نودا دتیرشوی سره په طریقه د تنویر (ډیروضاحت) سره ذکرکړی دی یعنی هرکله چه خالق د آسمانونو او ځمکو لره منئ نو دا روستو قدرتونه د هغه ضرور منئ اوپه دی آیت کښی دوه نمونی د قدرت الٰهیه ذکرکړی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>