فَمَنْ أَظْلَمُ ۱۱۵۵ حٰمٓ السجدة

قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِثْلُكُمْ يُوحَى إِلَيَّ أَنَّمَا إِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَاسْتَقِيمُوا إِلَيْهِ وَاسْتَغْفِرُوهُ وَوَيْلٌ لِلْمُشْرِكِينَ ﴿۶﴾ الَّذِينَ لَا يُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ بِالْآخِرَةِ هُمْ كَافِرُونَ ﴿۷﴾ إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُمْ أَجْرٌ غَيْرُ مَمْنُونٍ ﴿۸﴾ قُلْ أَئِنَّكُمْ لَتَكْفُرُونَ بِالَّذِي خَلَقَ الْأَرْضَ فِي يَوْمَيْنِ وَتَجْعَلُونَ لَهُ أَنْدَادًا ذَلِكَ رَبُّ الْعَالَمِينَ ﴿۹﴾

ته اوایه یقیناً زه بشریم ستاسوپه شان وحی کیدی شی ماته چه یقیناً حق دار دبندگئ ستاسو یوذات دی نوبرابر شئ دهغه طرف ته او بخنه اوغواړئ دهغه نه اوتباهی ده مشرکانولره ﴿۶﴾
هغه کسان چه نه ورکوی زکوٰة او دوی دآخرت نه انکار کوؤنکی دی ﴿۷﴾
یقیناً هغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی اوعلمونه ئی کړی دی دسنت برابر دوی لره ثواب دی بی انتها ﴿۸﴾
ته اوایه آیا تاسو کفرکوئ په هغه ذات باندی چه پیدا کړی ده ځمکه په مقدار ددوه ورځوکښی او جوړوئ تاسو هغه لره شریکان دغه ذات رب دعالمینودی ﴿۹﴾

[۶] دا جواب دی ددغی شبهی - حاصل دجواب دادی چه ځما په خبروباندی به هله ستاسو عقلونه او غوږونو کار نه کولی اودارنگ زه به تاسوته هله نه ښکاره کیدلی چه زه ملک یا پیری وی نو زه خو ستاسو غوندی بشریم اوبشرخو دبل خبری آوری اویوبل لره وینی اودیوبل په خبروباندی پوهیږی (يُوحَى إِلَيَّ) یعنی ځما او ستا فرق خو صرف په وحی او عدم وحی کښی دی دبشریت په تقاضا کښی نیشته (أَنَّمَا إِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ) دا خلاصه دټولی وحی ده یعنی داخو داسی مسئله ده چه په عقل او نقل سره ثابته ده او مختصره خبره ده نوبیاپری ولی نه پوهیږئ -
[۷] دا اوصاف قبیحه دمشرکانو ذکرکوی روستو دوصف دشرک نه (الَّذِينَ لَا يُؤْتُونَ الزَّكَاةَ) یعنی داسی عمل نه کوی چه ددوی نفس او مال په هغی سره پاک شی نودلته زکوٰة په عامه معنیٰ سره دی لکه چه ابن عباس رضی اللّه عنهما نه نقل دی اودا وصف ددی وجی نه په ذکرسره خاص کړو چه مشرکان دغیراللّه په نوم باندی نذرونه ورکوی او منجورانو ته ئی ورکوی اوپه گناهونو کښی خرچ کوی لیکن د اللّه تعالٰی په نوم باندی په مسکینانوباندی خرچ نه کوی - زکوٰة نه ورکول یو په طریقه د انکار سره دی نودا خوکفردی دوهم په طریقه د ترک العمل دی یعنی انکار دفرضیت نه نه کوی لیکن نه ئی ورکوی نوپه دی سره کفر نه راځی لیکن عمل دکافرانو دی اودهغوی سره مشابهت دی -
[۸] دا بشارت او ترغیب دی ایمان او عمل صالح ته (غَيْرُ مَمْنُونٍ) ختمیدونکی نه دی یعنی همیشه دی اودغه اجر جنت دی -
[۹] روستو دجواب دسوال او دترغیب توحید نه اثبات دهغی دی په څلورو عقلی دلیلونوسره دا اول دلیل دی چه په دی کښی پيدائش دځمکی ذکرکړی دی په مقدار ددوه ورځو کښی چه ورځ داتوار او دگل وه یعنی هغه وخت یوداسی مقدار وؤ یا نوبت وؤ چه اوس دهغی نه تعبیرکیدی شی په دوره ورځو سره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>