فَمَنْ أَظْلَمُ ۱۱۵۴ حٰمٓ السجدة

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

حم ﴿۱﴾ تَنْزِيلٌ مِنَ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ﴿۲﴾ كِتَابٌ فُصِّلَتْ آيَاتُهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ ﴿۳﴾ وَقَالُوا قُلُوبُنَا فِي أَكِنَّةٍ مِمَّا تَدْعُونَا إِلَيْهِ وَفِي آذَانِنَا وَقْرٌ وَمِنْ بَيْنِنَا وَبَيْنِكَ حِجَابٌ فَاعْمَلْ إِنَّنَا عَامِلُونَ ﴿۵﴾

حا میم ﴿۱﴾
نازلول دی دطرف د لوی مهربان رحم کوؤنکی نه ﴿۲﴾
کتاب دی جدا جدا بیان شوی دی آیتونه دده قرآن دی عربی ژبی والا دپاره دهغه قوم چه پوهیږی ﴿۳﴾
زیری ورکوؤنکی او ویره ورکوؤنکی نو مخ اوگرځوؤ ډیرو خلقو نو دوی نه آوری ﴿۴﴾
او دوی وائی زړونه زمونږ په پردو کښی دی د هغی نه چه مونږ بلی هغی ته اوپه غوږونو زمونږ کښی دروند والی دی او په مینځ زمونږ او مینځ ستا کښی پرده ده نو ته خپل کارکوه یقیناً‌ مونږ خپل کارکوؤ ﴿۵﴾

سورة حٰمٓ السجدة
اوددی نومونه دادی: فصلت، المصابیح، الاقوات، سجدة المؤمن -

ربط: ددی سورة دمخکښی سورة سره په ډیرو طریقو سره دی اوله طریقه داده چه په تیر شوی سورة کښی رد دشرک فی الدعاء وؤ نوپه دی سورة کښی دفع د دری اوهامو دمنکرینو ده، دوهمه داچه په سورة مؤمن کښی نهه صفتونه د نازلوؤنکی دقرآن وو چه اللّه تعالٰی دی نوپه دی سورة کښی نهه احوال دمنزَّل (قرآن) دی - دریمه طریقه داچه هلته دتخویف دنیوی یوه نمونه وه نوپه دی سورة کښی دوه نمونی ذکرکوی -
دعویٰ ددی سورة: اثبات د توحید دی په دفع د دری شبهاتو سره - اوپه اته عقلی دلیلونوسره اوپه رد د اقسامو دشرک سره (شرک فی العبادت او فی الدعاء او فی العلم) او پنځلس اسماء الٰهیو سره - اوپه ډیر زجرونو او تخویف دنیویو او اخرویو سره -
خلاصه د سورة: داده چه دا سورة تقسیم دی دری بابونوته - اول باب تر (۲۴) پوری دی په دی کښی اول ترغیب دی قرآن ته په ذکر دنهه حالاتو دقرآن اوزجردی په اعراض دقرآن سره بیا شبهه د منکرینو ده اوجواب دهغی دی بیا څلور عقلی دلیلونه دی بیا تخویف دنیوی په ذکر دعاد او ثمود سره او تخویف اخروی تفصیلی دی -

تفسیر

[۱] دا نوم دقرآن یا نوم دسورة دی یادپاره د اعجاز دی -
[۴،۳،۲] دا ترغیب دی په ذکرد کولود نهه احوالو دقرآن (فَأَعْرَضَ) دا زجردی (فَهُمْ لَا يَسْمَعُونَ) دا تفسیرد اعراض دی یا معنیٰ داچه اعراض کوی دتوحید نه نوقرآن ددی وجی نه نه آوری -
[۵] دا سبب د اعراض ذکرکوی اودا اوله شبهه ده دمنکرینو حاصل شبهه دادی چه ستادا مسائل زمونږ دپوهی نه اوچت دی نومونږته دا بیان مه کوه (وَقْرٌ) کنایه ده دهغه دقصو دمشرکانو اومبتدعینونه چه غوږونه د جاهلانوئی دحق دآوریدلو نه بند کړی دی (وَمِنْ بَيْنِنَا وَبَيْنِكَ حِجَابٌ) د حجاب نه مراد مخالفت ددین دی یا تفاوت د جهل او دعلم دی (فَاعْمَلْ إِنَّنَا عَامِلُونَ) یعنی دخپل دین په مقتضیٰ باندی کارکوه اومونږپریږده چه په خپله پخوانئ طریقه عمل کوؤ یاته کوشش کوه زمونږپه مقابله کښی اومونږبه ستا په مقابله کښی محنت کوو -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>