فَمَنْ أَظْلَمُ ۱۱۵۳ المؤمن

فَلَمَّا جَاءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَرِحُوا بِمَا عِنْدَهُمْ مِنَ الْعِلْمِ وَحَاقَ بِهِمْ مَا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ ﴿۸۳﴾ فَلَمَّا رَأَوْا بَأْسَنَا قَالُوا آمَنَّا بِاللَّهِ وَحْدَهُ وَكَفَرْنَا بِمَا كُنَّا بِهِ مُشْرِكِينَ ﴿۸۴﴾ فَلَمْ يَكُ يَنْفَعُهُمْ إِيمَانُهُمْ لَمَّا رَأَوْا بَأْسَنَا سُنَّتَ اللَّهِ الَّتِي قَدْ خَلَتْ فِي عِبَادِهِ وَخَسِرَ هُنَالِكَ الْكَافِرُونَ ﴿۸۵﴾

نو هرکله چه راوړو دوی ته رسولانو ددوی ښکاره حکمونه نو لوئی اوکړه دوی په هغه علم چه ددوی سره وؤ او راگیرکړه دوی لره هغه څیز چه وؤ دوی په هغی پوری ټوقی کولی ﴿۸۳﴾
نوهرکله چه دوی اولیدو عذاب زمونږه اوئیل دوی ایمان راوړی دی مونږ په اللّه تعالٰی باندی په یووالی دهغه او انکارکوؤ مونږ دهغه معبودانو نه چه شریکان کړی مو وؤ د اللّه تعالٰی سره ﴿۸۴﴾
نو نفع نه ورکوله دوی ته ایمان راوړلو ددوی کوم وخت اولیدلو دوی عذاب زمونږ په شان دطریقی د اللّه تعالٰی هغه چه تیره شوی ده په بندگانو دهغه کښی او تاوان ښکاره شو په دغه وخت د کافرانو ﴿۸۵﴾

[۸۳] په دی کښی سبب دعذاب ذکرکوی چه هغه تکذیب دپیغمبرانو دی (فَرِحُوا بِمَا عِنْدَهُمْ مِنَ الْعِلْمِ) دا ضمیرونه راجع دی کافرانو ته او دعلم نه مراد دنیوی علمونه دی لکه فلسفه، ریاضی، سائنس او طب وغیره لکه چه بقراط یا سقراط حیکم ته وئیلی شوی وو چه ته موسیٰ علیه السلام ته ولی نه ورځی نوهغوی اوئیل چه مونږ مهذب قوم یو زمونږ دچا تهذیب او هدایت ته حاجت نیشته او دارنگ جالینوس حکیم عیسیٰ علیه السلام ته وئیلی وو چه ته مونږته نه ئی رالیږلی شوی مونږ خو ستانه ښه پوهیږو یاد علم نه مراد ددوی شبهات کفریه او شرکیه او بدعیه دی چه دوی گمان کړی وؤ چه دا علم دی لکه استدلال ددوی په اتباع د آباؤ خپلوسره یاپه دی قول سره چه لوشاء اللّه ما اشرکنا یاپه دی قول سره چه من یحی العظام او هی رمیم وغیره - اودا آیت دلیل دی په دی چه چاته قرآن اوصحیح حدیث پیش کړی شی اودهغی په مقابله کښی نور کتابونه او دلیلونه پیش کوی یاپه خپل تقلید باندی کلک وی نودغه سړی د مخکنو باطل پرستو په عقیده باندی روان دی -
[۸۴] هرکله چه کفار پوهه شول په وخت دعذاب کښی چه بل هیڅ څیزفائده نشی ورکولی بلکه معبودان ددوی هم نجات نشی ورکولی نودوی په دغه وخت کښی ایمان په توحید باندی راوړو لکه چه فرعون داسی کار کړی وؤ -
[۸۵] دا یمان اضطراری مجبوری دی دا قبول نه دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>