فَمَنْ أَظْلَمُ ۱۱۵۶ حٰمٓ السجدة

وَجَعَلَ فِيهَا رَوَاسِيَ مِنْ فَوْقِهَا وَبَارَكَ فِيهَا وَقَدَّرَ فِيهَا أَقْوَاتَهَا فِي أَرْبَعَةِ أَيَّامٍ سَوَاءً لِلسَّائِلِينَ ﴿۱۰﴾ ثُمَّ اسْتَوَى إِلَى السَّمَاءِ وَهِيَ دُخَانٌ فَقَالَ لَهَا وَلِلْأَرْضِ ائْتِيَا طَوْعًا أَوْ كَرْهًا قَالَتَا أَتَيْنَا طَائِعِينَ ﴿۱۱﴾

او جوړکړی دی په هغی کښی پاخه غرونه دپاسه دهغی نه اوبرکتونه ئی اچولی دی په هغی کښی او اندازه کړی دی په هغی کښی روزئ (قوتونه) دهغی په اندازه د پوره کیدلو د څلورو ورځو کښی برابر دپاره د محتاجو خلقو ﴿۱۰﴾
بیا برابر شو طرف د آسمان ته او هغه لوگی وؤ نو اوئیل هغه ته او ځمکی ته راشئ په خوښی سره یاپه ناخوښی دواړو وئیل راځو مونږ په خوښی سره ﴿۱۱﴾

[۱۰] دا دوهم دلیل عقلی دی په دی کښی دری صفات د تصرف الٰهی ذکرکوی (وَبَارَكَ فِيهَا) ضمیرراجع دی غرونوته چه په هغی کښی اونی، گټی، کانونه دمعدنیاتو وغیره دی یا ضمیرراجع دی ځمکی ته دریابونه، نهرونو وغیره ته اشاره ده دا ټول دائمی منافع دی ترقیامت پوری اوبرکت کښی هم معنیٰ د دوام او د ډیروالی دفائدو ده (وَقَدَّرَ فِيهَا أَقْوَاتَهَا) په دی سره هغه منافع مراد دی چه د انسانانو دقوت (روزئ) سره تعلق لری اودا قوت دځمکی او غرونو نه پیدا کیږی - او قَدَّرَ لفظ صریح دلالت کوی په مسئله د تقدیرباندی - (فِي أَرْبَعَةِ أَيَّامٍ) په دی کښی دوه ورځی مخکنی شمار دی یعنی غرونه نهرونه وغیره ئی په دوه ورځو کښی پیدا کړی دی چه مخکنو دوه ورځو سره جمع شی نو څلور شوی (سَوَاءً لِلسَّائِلِينَ) سواءً په معنیٰ د مستویة حال دی د اربعة ایام نه یعنی په داسی حال کښی چه دا څلورورځی پوره دی کمی په کښی نیشته یا سواء مفعول مطلق دی په معنیٰ د استوت سواءً اوهغه جمله حال دی د اربعة نه یا داقواتها نه (لِلسَّائِلِينَ) متعلق دی د قَدَّرَ سره او سائلین په معنیٰ د طالبین دی یعنی محتاج یا خبردی دمبتدا محذوفی چه (هٰذّا لِلسَّائِلِينَ) یعنی دا تفصیل دپاره دهغه چا دی چه تپوسونه کوی په باره ددی ورځو کښی یا متعلق دی په سَوَاءً پوری یعنی په داسی حال کښی چه دا څلورورځی برابر دی په شمارکښی چه علم د سائلینو سره دی چه هغه اهل کتاب دی ځکه چه دهغوی په علم کښی هم څلورورځی دی -
[۱۱] دا دریم دلیل عقلی دی استویٰ صفت د اللّه تعالٰی دی او لفظ الی السماء دپاره د علو (اوچت والی) دی نو معنیٰ دا شوه چه اوچت شو آسمان ته، لیکن کیفیت ئی مونږ ته معلوم نه دی یا استویٰ په معنیٰ دقصد او د پوره ارادی کولو ده یعنی پوره توجه ئی اوکړه او داهم صفت د اللّه تعالٰی دی (وَهِيَ دُخَانٌ) مفسرینو وئیلی دی چه عرش د اللّه تعالٰی د آسمانانو دپیدائش نه وړاندی په اوبو باندی وؤ نوپه هغه اوبوکښی اللّه تعالٰی حرکت او اضطراب پیدا کړو نودهغی نه یو بړاس پیدا شو هغی ته ئی دخان اوئیل یعنی په شان د دخان (لوگی) تور تور اجزاء وؤ -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>