فَمَنْ أَظْلَمُ ۱۱۳۳ الزمر

قِيلَ ادْخُلُوا أَبْوَابَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا فَبِئْسَ مَثْوَى الْمُتَكَبِّرِينَ ﴿۷۲﴾ وَسِيقَ الَّذِينَ اتَّقَوْا رَبَّهُمْ إِلَى الْجَنَّةِ زُمَرًا حَتَّى إِذَا جَاءُوهَا وَفُتِحَتْ أَبْوَابُهَا وَقَالَ لَهُمْ خَزَنَتُهَا سَلَامٌ عَلَيْكُمْ طِبْتُمْ فَادْخُلُوهَا خَالِدِينَ ﴿۷۳﴾ وَقَالُوا الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي صَدَقَنَا وَعْدَهُ وَأَوْرَثَنَا الْأَرْضَ نَتَبَوَّأُ مِنَ الْجَنَّةِ حَيْثُ نَشَاءُ فَنِعْمَ أَجْرُ الْعَامِلِينَ ﴿۷۴﴾ وَتَرَى الْمَلَائِكَةَ حَافِّينَ مِنْ حَوْلِ الْعَرْشِ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَقُضِيَ بَيْنَهُمْ بِالْحَقِّ وَقِيلَ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۷۵﴾

اوبه وئیلی شی ورننوځئ دروازو د جهنم ته همیشه به ئی په هغی کښی نو ناکاره دی ځای د اوسیدلو د تکبر کوؤنکو ﴿۷۲﴾
او روان به کړی شی (عزت سره) هغه کسان چه ویره کړی ده درب خپل نه جنت ته ډلی ډلی ترهغی پوری چه کله راشی هغی ته او پرانستلی شوی به وی دروازی دهغی اواوبه وائی دوی ته څوکیداران دهغی سلام دی وی په تاسوباندی خوشحاله اوسئ تاسو نو داخل شئ (جنت ته) همیشه به ئی تاسو ﴿۷۳﴾
او دوی وائی ستائینه د خدائی اللّه تعالٰی لره ده هغه ذات دی چه رشتینی کړی ده مونږسره وعده خپله اومیراثه کښی ئی راکړه مونږته ځمکه دجنت ځای نیسو مونږ دجنت نه کوم ځای چه مونږغواړو نوښه دی ثواب د ښه عمل کوؤنکو ﴿۷۴﴾
او وینی ته ملائکولره گیره جوړوؤنکی چاپیره دعرش نه تسبیح به وائی سره د ستائینی درب ددوی نه اوفیصله به اوکړی شی په مینځ ددوی کښی په حقه سره او وئیلی کیږی به چه صفتونه د خدائیتوب دیو اللّه تعالٰی دی چه رب دعالمینودی ﴿۷۵﴾

[۷۲] روستو د الزام د حجت نه په دوی باندی حکم ددخول جهنم دی (الْمُتَكَبِّرِينَ) علت دعذاب کفر دی او علت دتذلیل چه په دی آیاتونو کښی ذکرشو هغه تکبرددوی دی ددی وجی نه دا صفت ددوی ئی ذکرکړو -
[۷۳] دا بشارت اخرویه تفصیلیه دی (وَسِيقَ) مخکښی هم دالفظ وؤ لیکن هلته سوق دذلت اود اهانت وؤ او دلته سوق د اکرام او دعزت دی او اکثرمفسرینو وئیلی دی چه دلته سوق د سورولو د جنتیانو مراد دی (زُمَرًا) دوی هم مختلف امتونه دی دهر رسول جداجدا امت دی یا مراد ترینه مختلف عملونو والا دی یعنی شیهدان او علماء‌ او دعوت و تبلیغ کوؤنکی وغیرهم په چاچه کوم صفت غالب وی نوپه هغه صفت کښی به روان کړی شی (وَفُتِحَتْ) (یعنی هرکله چه دوی راشی نو خوشحاله به کړی شی په ډیرونعمتونوسره) اوخاص په نعمت د فتح الابواب سره اودا اشاره ده ددوی اکرام اوعزت ته چه مخکښی دراتللونه به دروازی کولاؤ وی لکه سورة ص (۵۰) کښی تیرشوی دی -
[۷۴] دا هم بشارت کښی داخل دی (الْأَرْضَ) مراد ددی نه ځمکه دجنت ده اومیراث ورته په دی وجه وئیلی کیږی چه حاصلیږی بغیر دداسی محنت نه چه دهغی سره مناسب وی -
[۷۵] په دی کښی عظمت او هیبت دورځی دقیامت ذکرکوی (مِنْ حَوْلِ الْعَرْشِ) حرف د مِنْ کښی اشاره ده چه په ټول عرش باندی ملائک احاطه نشی کولی دوجی د ډیرعظمت دعرش نه -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>