فَمَنْ أَظْلَمُ ۱۱۳۴ المؤمن

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

حم ﴿۱﴾ تَنْزِيلُ الْكِتَابِ مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ ﴿۲﴾ غَافِرِ الذَّنْبِ وَقَابِلِ التَّوْبِ شَدِيدِ الْعِقَابِ ذِي الطَّوْلِ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ إِلَيْهِ الْمَصِيرُ ﴿۳﴾ مَا يُجَادِلُ فِي آيَاتِ اللَّهِ إِلَّا الَّذِينَ كَفَرُوا فَلَا يَغْرُرْكَ تَقَلُّبُهُمْ فِي الْبِلَادِ ﴿۴﴾ كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ وَالْأَحْزَابُ مِنْ بَعْدِهِمْ وَهَمَّتْ كُلُّ أُمَّةٍ بِرَسُولِهِمْ لِيَأْخُذُوهُ وَجَادَلُوا بِالْبَاطِلِ لِيُدْحِضُوا بِهِ الْحَقَّ فَأَخَذْتُهُمْ فَكَيْفَ كَانَ عِقَابِ ﴿۵﴾

حا میم ﴿۱﴾
نازولول ددی کتاب د طرف د اللّه تعالٰی نه دی زورآور دی پوهه دی ﴿۲﴾
بخنه کوؤنکی دگناه دی او قبلوؤنکی دتوبی دی سخت عذاب ورکوؤنکی دی خاوند دطاقت دی نیشته واکدارسیوا دهغه نه خاص هغه ته دی گرځیدل ﴿۳﴾
جگړه نه کوی په آیاتونو د اللّه تعالٰی کښی مگر کافران نو دهوکه دی نه کړی تالره گډوډ گرځیدل ددوی په ښارونو کښی ﴿۴﴾
تکذیب کړی وؤ مخکښی ددوی نه قوم دنوح علیه السلام او نورو مخالفو ډلو روستو ددوی نه اوپوخ قصد کړی وؤ هرامت په باره درسول خپل کښی دپاره ددی چه اونیسی هغه (دقتل کولودپاره) او جگړه کوله دوی په باطل سره دپاره ددی چه اونوړوی په دی سره حق لره نو انیول ما هغوی نو څه رنگ شو عذاب ځما ﴿۵﴾

سورة المؤمن
اوددی بل نوم سورة غافر اوبل سورة الطول دی -

ددی سورة نه سورة احقاف پوری ووه سورتونه په حوامیمو سره مشهوردی او دا دریم باب دی - خازن او خطیب د ابن عباس رضی اللّه عنهما نه روایت ذکرکړی دی چه د هرڅیزمغز (خلاصه) وی او د قرآن مغز حوامیم دی نوکه دا روایات صحیح ثابت شی نو دلالت به اوکړی په عظمت ددی سورتونو باندی -
ربط: ددی سورة دماقبل سره په ډیرو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه سورة زمر کښی رد وؤ په شرک فی العبادة باندی نو په دی سورة کښی رد دی په شرک فی الدعاء‌ باندی چه هغه جزء دعبادت دی - دوهمه وجه داده چه په هغه سورة کښی تخویف دنیوی اجمالی وؤ اوپه دی سورة کښی دتفصیل د هغی د پاره واقعه دفرعونیانو ذکرکوی -
دعویٰ ددی سورة: رد دی په شرک فی الدعاء‌ باندی او اثبات توحید فی الدعاء‌ دی اوهغه ئی اووه کرته ذکرکړی دی په (۷۴،۶۵،۶۰،۴۳،۲۰،۱۴،۱۲) کښی او دا په پنځه طریقو سره دی - اول په رد د جمیع اقسامو دشرک سره - دوهم په اته عقلی دلیلونوسره دریم په واقعه د رجل مؤمن سره، څلورم په اهلاک دفرعونیانوسره په سبب دانکارد هغوی د توحید نه اوپنځم په ذکر د عظمت ددی مسئلی سره -
خلاصه د سورة: داده چه دا سورة تقسیم دی دری بابونوته اول باب تر (۱۴) پوری دی په دی کښی څلور عنوانات دی او دا تمهید دی دپاره ددعوی دسورة اود هغی عظمت ذکرکوی اول ترغیب دی الی القرآن په ذکر دنهه صفاتو د اللّه تعالٰی سره - دوهم عنوان زجراو تخویف دنیوی او اخروی هغه کسانوته چه په قرآن او په دعویٰ ددی سورة کښی جدال کوی - دریم بشارت دی مؤمنانوته په ذکرددعاگانو دملائکو سره دپاره دمؤمن، څلورم تخویف اخروی منکرانوته او سبب دعذاب ذکرکوی چه انکار عن التوحید دی -

تفسیر

[۱] داد مقطعاتو نه دی ددی بحث مخکښی باربار تیرشوی دی غوره داده چه اشاره ده اعجاز دقرآن کریم ته ددی وجی نه ورپسی عظمت دقرآن کریم ذکرکوی -
[۳،۲] په دی کښی ترغیب دی قرآن ته اوبیان دعظمت دهغه دی په ذکرکولو دنهه صفات عظیمه د نازلوؤنکی چه اللّه تعالٰی دی اودا اول عنوان دی دی عنواناتو نه چه خلاصه کښی ذکرشوی دی (الطَّوْلِ) په معنیٰ د غنا سره یعنی مستغنی دی دمشرکانونه او (طَوْل) فضل، انعام، او قدرت ته وئیلی کیږی - قرطبی او خطیب شربینی وغیره واقعه دعمر رضی اللّه عنه لیکلی ده چه هغه یوشرابی ته خط کښی دا آیاتونه اولیکل هغه ته اورسیدلو نو ژړا ئی اوکړه اوتوبه ئی اویستله او عمررضی اللّه عنه خلقوته اوئیل چه یو ورور موپه لغزش کښی پریوتی وی نوداسی عمل ورسره کوئ اودتوبی او مغفرت دعا ورله کوئ اوشیطان ته ئی مه پریږدئ -
[۴] دا زجردی مجادلینوته اودا دوهم عنوان دی چه په قرآن او ددی په مقصد کښی چه توحید دی څوک جگړی کوی نوهغه کافروی اوحدیث مرفوع کښی ذکردی چه جدال په قرآن کښی کفردی اوبل حدیث روایت دی چه دا جدال سبب دهلاکت د مخکنو خلقودی - اومراد د جدال نه طعن کول په قرآن کښی چه داسحر دی شعردی کهانت دی وغیره اوپه دی باندی شبهات او اعتراضونه کول دی اودی ته جدال بالباطل وئیلی کیږی اوپه دی سورة کښی داپه مختلف تعبیراتو سره ذکر دی په (۵۶،۳۵،۵) کښی - (فَلَا يَغْرُرْكَ) په دی کښی جواب دوهم دی که دا مجادلین کافروی نوپه دنیا کښی ددوی مزی او مالداری ولی ده جواب اوشو چه دا مزی نه دی بلکه تَقَلُّبُ، دی - یعنی اگرچه ددوی جائیدادونه اوتجارتونه او لښکری وغیره ډیردی لیکن دا سبب دپریشانئ اود تکلیفونو دی اطمینان ورله نیشته -
[۵] د تخویف دنیوی دی په ذکر دمجادلینو تیرشوؤ سره اودعذاب دهغوی سره او دهغوی دری مرضونه ئی کرکړی دی تکذیب او دوهم تکلیف ورکول رسولانوته دریم جدال بالباطل (لِيَأْخُذُوهُ) مراد ددی نه قیدول او قتل کول او نورتکلیفونه ورکول دی (بِالْبَاطِلِ) مراد ددی نه شبهات باطله دی چه هیڅ حقیقت ئی نیشته (لِيُدْحِضُوا بِهِ الْحَقَّ) دا مقصد د جدال ددوی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>