فَمَنْ أَظْلَمُ ۱۱۳۲ الزمر

وَنُفِخَ فِي الصُّورِ فَصَعِقَ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَمَنْ فِي الْأَرْضِ إِلَّا مَنْ شَاءَ اللَّهُ ثُمَّ نُفِخَ فِيهِ أُخْرَى فَإِذَا هُمْ قِيَامٌ يَنْظُرُونَ ﴿۶۸﴾ وَأَشْرَقَتِ الْأَرْضُ بِنُورِ رَبِّهَا وَوُضِعَ الْكِتَابُ وَجِيءَ بِالنَّبِيِّينَ وَالشُّهَدَاءِ وَقُضِيَ بَيْنَهُمْ بِالْحَقِّ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ ﴿۶۹﴾ وَوُفِّيَتْ كُلُّ نَفْسٍ مَا عَمِلَتْ وَهُوَ أَعْلَمُ بِمَا يَفْعَلُونَ ﴿۷۰﴾ وَسِيقَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِلَى جَهَنَّمَ زُمَرًا حَتَّى إِذَا جَاءُوهَا فُتِحَتْ أَبْوَابُهَا وَقَالَ لَهُمْ خَزَنَتُهَا أَلَمْ يَأْتِكُمْ رُسُلٌ مِنْكُمْ يَتْلُونَ عَلَيْكُمْ آيَاتِ رَبِّكُمْ وَيُنْذِرُونَكُمْ لِقَاءَ يَوْمِكُمْ هَذَا قَالُوا بَلَى وَلَكِنْ حَقَّتْ كَلِمَةُ الْعَذَابِ عَلَى الْكَافِرِينَ ﴿۷۱﴾

او پوکی به اوکړی شی په شپیلئ‌ کښی نومړه به شی هغه څوک چه په آسمانونو کښی دی اوهغه څوک چه په ځمکه کښی دی مگرهغه څوک چه غواړی اللّه تعالٰی بقا دهغوی بیابه پوکی اوکړی شی په هغی کښی بل ځل نودغه وخت کښی به دوی ولاړ وی گوری به ﴿۶۸﴾
او روښانه به شی ځمکه (دقیامت) په نورد رب دهغی سره او کیخودلی به شی عملنامی اورابه اوستلی شی پیغمبران او شهیدان اوفیصله به اوکړی شی په مینځ ددوی کښی په حقه سره اوپه دوی باندی به ظلم نشی کیدی ﴿۶۹﴾
اوپوره به ورکړی شی هرنفس ته بدله دهغه عملونو چه کړی دی او اللّه تعالٰی ښه پوهه دی په هغه کارونو چه دوی ئی کوی ﴿۷۰﴾
او اوبه شړلی شی کافران جهنم طرف ته ډلی ډلی ترهغی پوری چه راشی جهنم ته پرابه نستی شی دروازی دهغی او اوبه وائی دوی ته څوکیداران د هغی آیا نو وؤ راغلی تاسوته رسولان ستاسونه چه لوستل ئی په تاسو باندی آیاتونه درب ستاسو او ویره ئی درکوله تاسوته د ملاقات دورځی ستاسونه چه داده دوی به اوائی هان (ولی نه) لیکن پوره شوی وه فیصله دعذاب په کافرانو باندی ﴿۷۱﴾

[۶۸] په دی کښی تخویف اخروی دی اوپه دی کښی سره دماقبل نه حال دفناء‌ دعالم ذکرکوی - (فَصَعِقَ) صعق په معنیٰ دمرگ دی اویا په معنیٰ دبی هوشئ سره دی دلته په اوله معنیٰ سره غوره دی - (إِلَّا مَنْ شَاءَ اللَّهُ) په دی کښی ډیر اقوال دی دقتاده قول دادی چه ددی مصداق اللّه تعالٰی ته معلوم دی مونږته نه دی معلوم، دوهم قول مشهور دادی چه مراد ترینه هغه څوک دی چه اللّه تعالٰی دفنا دپاره نه دی پیداکړی لکه حوری غلمان دجنت او ماران لړمانان د جهنم، دریم قول کښی ملائک مراد دی چه هغوی به نه وفات کیږی، څلورم قول دادی چه ددی نه مراد هغه خلق دی چه مخکښی مړه شوی دی او فصعق ئی ددی وجی نه ذکرکړو چه په دغه وخت کښی ددوی دمرگ سبب به هیبت د قیامت وی - اوددی آیت نه صراحةً‌ معلومه ده چه شپیلئ‌ به دوه کرته وهلی کیږی اول دفنا دپاره اوهغی ته فزع هم وائی لکه سورة نمل (۸۷) کښی دی او صعق ورته هم وئیلی کیږی او دوهمه د بعث بعدالموت دپاره ده -
[۷۰،۶۹] په دی کښی دورځ د بعث اود حساب بعضی حالت ذکرکوی (وَالشُّهَدَاءِ) دا تعمیم دی روستو دتخصیص نه یعنی انبیاء به د شهادت دپاره حاضر کړی شی نودارنگ نور شهادت ورکوؤنکی ملائک، مؤمنان او اندامونه د مجرمانو به هم حاضر کړی شی -
[۷۱] په دی کښی تقسیم د جزا و سزا ذکرکوی روستو دحساب او دشهادت نه نوپه دی آیت کښی تخویف اخروی دی په ذکرکولو دحال دمنکرینو سره (زُمَرًا) هغه جماعتونو ته وئیلی کیږی چه د هغوی په مینځ کښی تفرقه ښکاره وی کفر اگرچه ملت واحده دی لیکن په اقسامو دهغی کښی ډیرفرق دی - (فُتِحَتْ أَبْوَابُهَا) سورة حجر (۴۴) کښی تیرشوی دی چه اووه دروازی دی اوپه دی کښی اشاره ده چه دوی ته د مخکښی نه دروازی پرانزی دا ددوی تذلیل دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>