وَمَا لِيَ ۱۱۱۴ ص

قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَإِنَّكَ رَجِيمٌ ﴿۷۷﴾ وَإِنَّ عَلَيْكَ لَعْنَتِي إِلَى يَوْمِ الدِّينِ ﴿۷۸﴾ قَالَ رَبِّ فَأَنْظِرْنِي إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ ﴿۷۹﴾ قَالَ فَإِنَّكَ مِنَ الْمُنْظَرِينَ ﴿۸۰﴾ إِلَى يَوْمِ الْوَقْتِ الْمَعْلُومِ ﴿۸۱﴾ قَالَ فَبِعِزَّتِكَ لَأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۸۲﴾ إِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِينَ ﴿۸۳﴾ قَالَ فَالْحَقُّ وَالْحَقَّ أَقُولُ ﴿۸۴﴾ لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنْكَ وَمِمَّنْ تَبِعَكَ مِنْهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۸۵﴾ قُلْ مَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ وَمَا أَنَا مِنَ الْمُتَكَلِّفِينَ ﴿۸۶﴾ إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ لِلْعَالَمِينَ ﴿۸۷﴾ وَلَتَعْلَمُنَّ نَبَأَهُ بَعْدَ حِينٍ ﴿۸۸﴾

اوئیل اللّه تعالٰی اوځه ددی ځای نه یقیناً ته رټلی شوی ئی ﴿۷۷﴾
اویقیناً په تاباندی لعنت ځما دی ترورځی دجزا پوری ﴿۷۸﴾
اوئیل ابلیس ای ربه ځما مهلت راکړه ماله ترورځی د دوباره ژوند پوری ﴿۷۹﴾
اوئیل اللّه تعالٰی یقیناً ته ئی د مهلت درکړی شوؤ نه ﴿۸۰﴾
ترورځی د وخت مقرر پوری (په علم د اللّه تعالٰی کښی) ﴿۸۱﴾
اوئیل ابلیس نو قسم دی ستاپه عزت باندی خامخا گمراه به کړم ټولو لره ﴿۸۲﴾
مگر بندگان ستا ددوی نه بچ ساتلی شوی دی ﴿۸۳﴾
اوئیل اللّه تعالٰی پس دا خبره حقه ده او حق وایم زه ﴿۸۴﴾
خامخا به ډک کړم جهنم ستانه او دهغه چانه چه ستا تابعدار دی ددوی ټولو نه ﴿۸۵﴾
ته اوایه نه غواړم ستاسونه په دی باندی هیڅ مزدوری او نه یم زه د دروغ جوړوؤنکو نه ﴿۸۶﴾
نه دی دا مگر نصیحت دی دپاره دعالمینو ﴿۸۷﴾
او خامخا پوهه به شئ په خبره دده باندی څه وخت روستو ﴿۸۸﴾

[۸۷،۸۶،۸۵،۸۴] روستو د زجرنه معرضینوته تخویف وؤ هغوی ته په عاقبت د ابلیس سره اوس ذکرکوی صدق د نبی ﷺ په اول آیت کښی او صدق دقرآن کریم په دوهم آیت کښی - اوهرکله چه مانع د صدق نه دوه څیزونه دی یو طمع د اجر دعوض چه دهغی په وجه پوره حق نشی بیانیدی او دوهم دځان نه خبری جوړول نودا دواړه څیزونه ئی نفی کړل (الْمُتَكَلِّفِينَ) تکلف عام دی دځان خبری جوړول او ځان کښی د داسی صفتونو دعویٰ کول چه هغه په کښی نه وی اوبغیر دعلم نه فتویٰ ورکول - اوپه دی کښی حدیث د عبداللّه ابن مسعود دی: " چه په یو خبره او مسئله باندی علم لری نوپه هغی باندی دی قول کوی اوڅوک چه دیو مسئلی علم نه لری نو اودی وائی زه نه پوهیږم ځکه چه دا هم علم دی چه په کومه خبره نه پوهیږی او اوائی چه زه نه پوهیږم اوبیائی دا آیت کریمه الوستلو -
[۸۸] دا زجردی چه اوس تاسو انکارکوئ لیکن څه وخت روستو به په دنیا کښی په وخت دعذاب کښی یاپه وخت دمرگ کښی یاپه قیامت کښی به دحقیقت نه خبر شئ (نَبَأَهُ) حقیقت حال د قرآن با خبرد عاقبت د انکار دده یا کوم خبرونه چه قرآن درکړی دی، دا لفظ دی ټولو ته شامل دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>