وَمَا لِيَ ۱۱۱۵ الزمر

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

تَنْزِيلُ الْكِتَابِ مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ ﴿۱﴾ إِنَّا أَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ فَاعْبُدِ اللَّهَ مُخْلِصًا لَهُ الدِّينَ ﴿۲﴾

نازلول ددی کتاب دی دطرف د اللّه تعالٰی نه چه زورآور دی حکمتونو والا دی ﴿۱﴾
یقیناً نازل کړی دی مونږ تاته دا کتاب د حق دښکاره کولو دپاره نو بندگی کوه اللّه تعالٰی لره خالص کوه هغه لره بندگی ﴿۲﴾

سورة الزمر
او ددی بل نوم سورة غُرَف دی -

ربط: ددی سورة دماقبل سره په ډیرو طریقو سره دی اوله طریقه داده چه په تیر شوی سورتونو کښی عجز او ابتلاگانی د بزرگانو ذکرکړی معلومه شوه چه هغوی د اللّه تعالٰی شریکان او زورآور سفارشیان نشی کیدی نو په دی سورة کښی دهغی نتیجی ذکرکوی چه هغه توحید فی العبادات دی - دوهمه طریقه چه سورة صٓ کښی انکار ددوی د توحید نه ذکرکړو نوپه دی سورة کښی تفصیل دعقیدی د مشرکانو او عقلی دلیلونه په توحیدباندی ذکرکوی -
دعویٰد سورة: رد دی په شرک فی العبادات و الالوهیة باندی په عقلی دلیلونو سره اوپه رد کولو دټولو قسمونو دشرک اعتقادی سره (شرک فی العلم، شرک فی التصرف، شرک فی العبادت، شرک فی الدعاء) رد په اتخاذالولد ِللّه او رد به شفاعت قهریه باندی او په ذکرد مقابلی په مینځ دحال دمؤحدینو او حال د مشرکانو کښی په صفاتو اوپه جزاگانو سره -
خلاصه د سورة: دا سورة تقسیم دی پنځه بابونوته اول باب تر (۲۱) پوری دی په دی کښی ذکر دصدق دقرآن اوبیا ذکر دمقصد د قرآن دی چه توحید فی العبادة دی بیا رد دی په دوه عقیدو دمشرکانو باندی یو عقیده د وسیلی شرکیئی او دوهمه عقیده د اتخاذ الولد ده بیا دوه عقلی دلیلونه دی چه په هغی کښی خالقیت د اللّه تعالٰی ذکرکوی بیا دوه زجرونه دی بیا بیان دتقابل د مؤحد او مشرک دی په دوه آیاتونو کښی - بیاپه څلور آیاتونو کښی په دلائلوو دوحیو سره مسئله دتوحید فی العبادات ذکرکوی بیا تخویف اخروی دوه آیاتونو کښی بیا تقابل د فریقینو دی‌ په څلورو آیاتونو کښی -

تفسیر

[۱] په دی آیت کښی ذکر دصدق دقرآن کریم دی اوتعریف دهغه دی په دی صفت سره چه منزل من اللّه دی افتراء نه ده -
[۲] په دی آیت کښی ذکرد مقصد دنزول دقرآن دی چه دهغی نه ئی اجمالاً تعبیر کړی دی په بِالْحَقِّ سره - بیا تفصیل دی دهغه مقصد چه حق دی په فَاعْبُدِ اللَّهَ، سره چه توحید فی العبادات و الالوهیت دی (مُخْلِصًا لَهُ الدِّينَ) دین په معنیٰ دعبادت دی او اخلاص نه مراد توحید دی ځکه چه عبادت بغیر دتوحید نه معتبرنه دی اوپه دی کښی اشاره ده چه هرعبادت په نیت باندی موقوف دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>