وَمَا لِيَ ۱۱۱۳ ص

إِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَائِكَةِ إِنِّي خَالِقٌ بَشَرًا مِنْ طِينٍ ﴿۷۱﴾ فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِنْ رُوحِي فَقَعُوا لَهُ سَاجِدِينَ ﴿۷۲﴾ فَسَجَدَ الْمَلَائِكَةُ كُلُّهُمْ أَجْمَعُونَ ﴿۷۳﴾ إِلَّا إِبْلِيسَ اسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكَافِرِينَ ﴿۷۴﴾ قَالَ يَا إِبْلِيسُ مَا مَنَعَكَ أَنْ تَسْجُدَ لِمَا خَلَقْتُ بِيَدَيَّ أَسْتَكْبَرْتَ أَمْ كُنْتَ مِنَ الْعَالِينَ ﴿۷۵﴾ قَالَ أَنَا خَيْرٌ مِنْهُ خَلَقْتَنِي مِنْ نَارٍ وَخَلَقْتَهُ مِنْ طِينٍ ﴿۷۶﴾

کله چه اوئیل رب ستا ملائکوته یقیناً زه پیدا کوؤنکی یم بشر لره دخټونه ﴿۷۱﴾
نوکله چه زه ئی برابر کړم اوپوکمه په هغی کښی دروح خپل نه نوشئ‌ هغه ته سجده کوؤنکی ﴿۷۲﴾
نو سجده اوکړه ملائکو ټولو په جمع سره ﴿۷۳﴾
مگر ابلیس لوئی اوکړه او وؤ دی دکافرانونه ﴿۷۴﴾
اوئیل اللّه تعالٰی ای ابلیس څه څیزمنع کړی ته دسجده کولو نه هغه چاته چه ما جوړی کړی دی په دواړه لاسونو خپلو آیا لوئی دی اوکړه او که ته ئی داوچت خلقو نه ﴿۷۵﴾
اوئیل هغه زه غوره یم دده نه تا زه پیدا کړی یم د اورنه او دی دی پیداکړی د خټونه ﴿۷۶﴾

[۷۴،۷۳،۷۲،۷۱] په دی آیتونو کښی تفصیل د یختصمون دی او دلته دا واقعه ذکرکوی دپاره ددی چه په ملائکو اوپه ابلیس باندی هم ابتلاء‌ کړی شوی ده په مکلف کولو ددوی په سجود د آدم علیه السلام ته او چه په چا باندی ابتلاء راځی نوهغه د اللّه تعالٰی شریک یا شفیع قهری نشی کیدلی اودا رد دی په مشرکین بالملائکه و الجن باندی (رُوحِي) هغه روح چه په هغی کښی د اللّه تعالٰی نه سیوا دبل چا ملکیت او اختیار نیشته او صرف د اللّه تعالٰی دطرف نه هیڅ ظاهری سبب ئی نیشته ددی خصوصیت دوجی نه اللّه تعالٰی ته ئی اضافت اوشو (فَسَجَدَ الْمَلَائِكَةُ) اودا سجود د تحیه (سَلام) کولو په طریقه سره ده چه مخکنو امتونو کښی جائزوه لیکن صرف په سر خکته کولوسره وه په طریقه دعبادت اوسرپه ځمکه کیخودلو سره نه وه - او زمونږ امت کښی تحیه صرف السلام علیکم و رحمة اللّه وبرکاته وئیل دی او ورسره مصافحه او معانقه کول هم په سنت سره ثابت دی لیکن سر خکته کول په وخت دسلام کښی منع دی مخکښی هم دابحث شپږ سورتونو کښی تیرشوی دی -
[۷۵] مخکښی اللّه تعالٰی علت د سجدی نه کولو ذکړ کړو چه استکبار دی لیکن بیا هم د ابلیس نه تپوس کوی ددی دپاره چه دده دروغ هم ښکاره شی -
[د ۷۶ نه تر ۸۳] پوری دا جواب دابلیس دی په اختیار ددوهم شِق سره یعنی زه په حقیقت کښی لوی یم اودا ښکاره دروغ دی (خَلَقْتَنِي مِنْ نَارٍ) دا دلیل د دعوی دی اود دلیل دوهمه مقدمه پټه ده یعنی اور غوره دی د خټونه نو نتیجه ئی داشوه چه زه دده نه غوره یم - او دا دلیل یعنی (کبریٰ) باطله ده ځکه چه د خټی فائدی د اورنه ډیری دی (قَالَ فَبِعِزَّتِكَ) په دی قسم کولو کښی د ابلیس په خباثت نفسانی باندی دلیل دی یعنی وائی چه زه ستا عزت منم او د آدم علیه السلام عزت نه منم اوحال داچه دهغه عزت ئی په خَلَقْتُ بِيَدَيَّ، سره ذکرکړی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>