وَمَا لِيَ ۱۱۰۰ ص

وَعَجِبُوا أَنْ جَاءَهُمْ مُنْذِرٌ مِنْهُمْ وَقَالَ الْكَافِرُونَ هَذَا سَاحِرٌ كَذَّابٌ ﴿۴﴾ أَجَعَلَ الْآلِهَةَ إِلَهًا وَاحِدًا إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ عُجَابٌ ﴿۵﴾ وَانْطَلَقَ الْمَلَأُ مِنْهُمْ أَنِ امْشُوا وَاصْبِرُوا عَلَى آلِهَتِكُمْ إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ يُرَادُ ﴿۶﴾ مَا سَمِعْنَا بِهَذَا فِي الْمِلَّةِ الْآخِرَةِ إِنْ هَذَا إِلَّا اخْتِلَاقٌ ﴿۷﴾

او تعجب کوی دوی ددی نه چه راغلی دی دوی ته ویره ورکوؤنکی ددوی نه او اوئیل کافرانو دا جادوگر ډیر دروغژن دی ﴿۴﴾
آیا جوړ کړی دی ده ډیر معبودانو لره معبود یو یقیناً‌ دا څیز ډیر ناآشنا دی ﴿۵﴾
او روانه شوه یوه ډله ددوی نه چه ځئ‌ او کلک شئ په (بندگئ) دخپلو معبودانوباندی یقیناً دا خامخا یو کاردی چه قصد کړی شوی دی ﴿۶﴾
نه دی اوریدلی مونږ دا په دین روستنی کښی نه دی دا مگردروغ جوړ کړی شوی ﴿۷﴾

[۴] دا تفصیل د تکبراو د شقاق ددوی دی او زجردی په انکار درسالت سره (مُنْذِرٌ مِنْهُمْ) یعنی بشردی د جنس ددوی نه نودوی دهغه درسالت نه تعجب اوکړو لکه سورة یونس (۲) کښی دی (وَقَالَ الْكَافِرُونَ) په دی لفظ‌ کښی اشاره ده چه پیغمبرلره دروغژن گنړونکی یقینی کافردی او مراد د کافرنه انکار کوؤنکی دی په ضد او عناد سره (كَذَّابٌ) یعنی په مسئله توحید کښی اوپه دعویٰ د نبوت کښی دروغژن دی -
[۵] دا رجردی په انکاردتوحید سره - اول ذکر دتعجب وؤ دعویٰ دنبوت نه سره دبشریت نه اودا تعجب دی د مسئلی دتوحید نه اول تعجب کول خفیف وو - او دوهم تعجب ډیرثقیل دی - مقصد دادی چه مشرکانو دهرحاجت روائی دپاره اود هرقوم دپاره جداجدا معبود او حاجت روا جوړ کړی وؤ عقیده ئی دا وه چه یو ذات داټول کارونه نشی کولی اوقیاس ئی کوؤ په مخلوق باندی نوپیغمبر توحید ته دعوت ورکړو یعنی ټول حاجتونه پوره کوؤنکی او دټول مخلوق الٰه یو اللّه تعالٰی دی نودوی ددی نه تعجب اوکړو او انکارئی اوکړو، دا ددوی لویه بی عقلی او جهل دی -
[۶] روستو د دانکار دتوحید نه په شرک باندی کلک کیدل ذکرکوی (امْشُوا) مراد ددی نه د مجلس دتوحید نه تلل دی یا روانیدل دی همیشه په لار دشرک باندی او زمحشری وئیلی دی چه مراد دادی چه گنړ او اوډیررا غونډ شئ دپاره دمقابلی دپیغمبر (إِنَّ هَذَا) اشاره ده توحید ته یعنی ددی نبی مراد زمونږ دادی چه توحید اومنو - یااشاره ده صبرکولو ته په شرک باندی یعنی دشرک کولو اوپه دی باندی د کلک پاتی کیدلو اراده کول په کار دی -
[۷] دا وجه د تعجب او دانکار ده چه دوی مشرانو نه دا مسئله نه ده آوریدلی (الْمِلَّةِ الْآخِرَةِ) مراد ددی نه عام دی یعنی ددوی مشران او دارنگ متأخرین نصاریٰ اویهودیان ځکه چه دی ټولو دتوحید نه انکار کړی وؤ اوتوحید ئی نه وؤ بیان کړی لکه اوس زمانه کښی هم جاهلان وائی چه مونږ (مسئله دتوحید اوسنت) نه منو ځکه چه زمونږ مشرانو ملایانو دا نه ده بیان کړی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>