وَمَا لِيَ ۱۱۰۱ ص

أَأُنْزِلَ عَلَيْهِ الذِّكْرُ مِنْ بَيْنِنَا بَلْ هُمْ فِي شَكٍّ مِنْ ذِكْرِي بَلْ لَمَّا يَذُوقُوا عَذَابِ ﴿۸﴾ أَمْ عِنْدَهُمْ خَزَائِنُ رَحْمَةِ رَبِّكَ الْعَزِيزِ الْوَهَّابِ ﴿۹﴾ أَمْ لَهُمْ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا فَلْيَرْتَقُوا فِي الْأَسْبَابِ ﴿۱۰﴾ جُنْدٌ مَا هُنَالِكَ مَهْزُومٌ مِنَ الْأَحْزَابِ ﴿۱۱﴾ كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ وَعَادٌ وَفِرْعَوْنُ ذُو الْأَوْتَادِ ﴿۱۲﴾ وَثَمُودُ وَقَوْمُ لُوطٍ وَأَصْحَابُ الْأَيْكَةِ أُولَئِكَ الْأَحْزَابُ ﴿۱۳﴾ إِنْ كُلٌّ إِلَّا كَذَّبَ الرُّسُلَ فَحَقَّ عِقَابِ ﴿۱۴﴾ وَمَا يَنْظُرُ هَؤُلَاءِ إِلَّا صَيْحَةً وَاحِدَةً مَا لَهَا مِنْ فَوَاقٍ ﴿۱۵﴾

آیا نازل کړی شوی ده په ده باندی وحی دمینځ زمونږ نه بلکه دوی په شک کښی دی دوحی ځمانه بلکه تواوسه نه دی څکلی دوی عذاب ځما ﴿۸﴾
آیا دوی سره خزانی دی درحمت درب ستا چه زورآوردی بخشش ورکوؤنکی دی ﴿۹﴾
آیا دوی لره بادشاهی د آسمانونو او د ځمکی او د مینځ ددی دواړو ده نو اودی خیژی په اندرپایو کښی ﴿۱۰﴾
ددوی لښکردی لږ دغه وخت به ورکړی شی شکست دوی ته د جنس دعنادیانو د ډلو نه دی ﴿۱۱﴾
تکذیب کړی وؤ مخکښی ددوی نه قوم دنوح علیه السلام او عادیانو او فرعون میخونو والا ﴿۱۲﴾
او ثمودیانو او قوم دلوط علیه السلام او بنړوالو دغه وؤ عنادیان ډلی ډلی ﴿۱۳﴾
نه وؤ دا ټول مگرتکذیب ئی کړی وؤ د رسولانو نو یقینی راغی په دوی باندی عذاب ځما ﴿۱۴﴾
او انتظار نه کوی دا خلق مگر دچغی یوی چه نیشته هغی لره هیڅ ایساریدل ﴿۱۵﴾

[۸] دا زجردی په انکار کولوسره دقرآن نه (بَلْ هُمْ فِي شَكٍّ) ددی ځای نه رد دی په دی مشرکینوباندی په څلورو طریقو سره اوله طریقه داده یعنی دوی خودی نبی ﷺ ته تراوسه پوری رشتینی او امین وئیلو لیکن هرکله چه ده قرآن او مسئله دتوحید شروع کړه نودی خلقو دده نه انکار اوکړو دوجی دشک نه په توحید کښی (بَلْ لَمَّا يَذُوقُوا) دا دوهمه طریقه ده یعنی سره دانکار اود شک نه دوی ته مهلت ورکړی شوی دی اوعذاب ورباندی نه دی راغلی نودوی خیال کوی چه مونږه په حقه لارباندی روان یو -
[۹] دا دریمه طریقه ده یعنی ذکرنازلیدل رحمت د اللّه تعالٰی دی نوآیا ددی رحمت خزانی ددوی په اختیارکښی دی چه دوی وائی چه دی رسول لره رسالت په کارنه وؤ -
[۱۰] دا څلورمه طریقه درد ده یعنی که چیری ددوی سره بادشاهی د آسمانونو اودځمکی وی او وحی خو آسمانونو نه نازلیږی نودوی دی بره آسمان ته اوخیژی اووحی نازلیدل په دی پیغمبرباندی دی بند کړی -
[۱۱] په دی کښی تسلی ده نبی ﷺ ته په اهلاک دقریش مکه سره یعنی زر ده چه دوی به په دغه ځای کښی (چه مکه ده) چه دوی په هغی کښی انکارکوی شکست خورده شی نوددوی په دی انکاری خبرو باندی پروا مه کوه (مِنَ الْأَحْزَابِ) یعنی دجنس دهغه چانه دی چه د انبیاء علیهم السلام په مخالفت کښی به ئی ډله بازی اوتعصب کوؤ -
[۱۴،۱۳،۱۲] دا تخویف دنیوی دی په ذکردقومونو تیرشوؤ سره دی چه هغوی تکذیب کړی وو د مسئلی دتوحید نه په شان موجوده کسانو اولکه چه هغه قومونه خپلو مرادونو ته نه وو رسیدلی نودا موجوده هم نشی رسیدلی اولکه چه هغوی په مختلفو عذابونو سره هلاک کړی شول نودوی به هم په یوعذاب سره هلاک کړی شی اودوی خپل مختلف قوتونه دپیغمبرانو په خلاف کښی استعمال کړی وو لیکن هیڅ مقصد ته اونه رسیدل (ذُو الْأَوْتَادِ) دفرعون ډیر ظلم ته اشاره ده چه چالره به ئی سزا ورکوله بیا خاص مؤحدینوته نوپه لاسونو او خپو باندی ئی ورلره میخونه ټک وهل اوقوت دباشاهئ ته هم اشاره ده ځکه چه د میخونو خاوند وئیلی کیږی مضبوط او محکم ته -
[۱۵] دا تخویف اخروی ذکر کوی روستو دتخویف دنیوی نه اوپه دی کښی زجرهم دی په انکار دقیامت سره (صَيْحَةً وَاحِدَةً) مراد ترینه اوله شپیلئ‌ وهل دی دپاره دفنا دعالم (فَوَاقٍ) په اصل کښی دادی چه اوښه یا غوا لنگه یوځل اولشی بیاورته بچی پریږدی دپاره ددی چه نور پئ را پریږدی نو دوباره ئی اولشی نومراد دادی چه دا شپیلئ چه شروع شی نوپه مینځ کښی وقفه او دمه کول نه وی بلکه اوگده او ممتده به وی یا مراد دادی چه دوی له به مهلت نشی ورکیدلی په مقدار دفواق سره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>