وَمَا لِيَ ۱۰۹۹ ص

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

ص وَالْقُرْآنِ ذِي الذِّكْرِ ﴿۱﴾ بَلِ الَّذِينَ كَفَرُوا فِي عِزَّةٍ وَشِقَاقٍ ﴿۲﴾ كَمْ أَهْلَكْنَا مِنْ قَبْلِهِمْ مِنْ قَرْنٍ فَنَادَوْا وَلَاتَ حِينَ مَنَاصٍ ﴿۳﴾

صٓ، قسم دی په قرآن باندی چه نصیحت والا دی ﴿۱﴾
بلکه کافران په تکبراو دشمنئ کښی دی ﴿۲﴾
ډیر هلاک کړی دی مونږ مخکښی ددوی نه پیړئ نو چغی اووهلی هغوی او نه وؤ دغه وخت د خلاصی ﴿۳﴾

سورة ص

ربط: ددی سورة دماقبل سره په ډیرو طریقو سره دی یوطریقه داده تیرشوی سورة کښی عجز او احتیاج د نیکانو بندگانو ذکر کړی شو نوپه دی سورة کښی په هغوی باندی ابتلاء ات ذکرکوی دپاره ددلالت په دی خبره باندی چه دوی شفعاء قهریه نشی کیدی -
دعویٰ د سورة: اثبات دتوحید په ذکرد ابتلاء‌ سره په انبیاء او ملائک علیهم السلام باندی سره د ابتلاء‌ نه په ابلیس باندی - او دعویٰ دتوحید (۶۶،۶۵) کښی اودا ابتلائات تفصیلیه ئی دری پیغمبرانو باندی ذکرکړی دی اوله ابتلاء‌ په باره د اجتهادی خطائی کولو سره په احکام شرعیو کښی اوهغه گناه نه دی دوهمه ابتلاء‌ په ترک د انشاء اللّه تعالٰی نسیاناً اوهغه گناه نه دی دریمه ابتلاء‌ بدنی او مالی دپاره د ابتلاء‌ د صبر اگرچه هیڅ گناه ئی نه دی کړی او دا دری انبیاء علیهم السلام دروم په علاقه باندی تیرشوی دی اولنی دواړه دنبوت صفت سره بادشاهان هم وو اودریم دنبوت صفت سره مالدار وؤ -
خلاصه د سورة: دا سورة تقسیم دی دری بابونوته اول باب تر (۱۸) پوری دی په دی کښی اولاً شهادت د قرآن کریم او تخویف ذکرکوی بیا زجرونه په انکار دڅلورو مقصدونو سره انکار دتوحید او درسالت اودقرآن اوبعث بعدالموت نه اوزجر دی په اسبابو دانکارسره اود تخویف دنیوی دپاره ذکردی د اقوام مکذبو اجمالاً‌ -

تفسیر

[۱،۲] (صٓ) دمقطعاتو نه دی اوددی په باره کښی مفسرینو دیارلس اقوال ذکرکړی دی لیکن غوره داده چه ددی په معنیٰ باندی اللّه تعالٰی عالم دی اولوی حکمت په کښی دلیل اوتنبیه ده په اعجاز دقرآن کریم باندی (ذِي الذِّكْرِ) یعنی مشتمل دی په بیان دتوحید او نورو اوامرو او نواهی د اللّه تعالٰی باندی - مراد (عِزَّةٍ) نه ځان عزت مند گنړل اودهغی په وجه دحق دمنلونه تکبرکول او شِقَاقٍ نه مراد د حق نه مخالفت کول په سبب دضد او عناد سره -
[۳] دا تخویف دنیوی دی شقاق کوؤنکوته روستو دزجرنه هغوی ته (فَنَادَوْا) آوازونه اوچت کړل په توبه او استغفارکولو سره یاپه فریادونو او مدد غوښتلو سره (مَنَاصٍ) په معنیٰ دروستووالی دعذاب اوپه معنیٰ د تختیدلو او په معنیٰ د خلاصی سره دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>