وَمَا لِيَ ۱۰۹۸ الصافات

وَإِنَّ جُنْدَنَا لَهُمُ الْغَالِبُونَ ﴿۱۷۳﴾ فَتَوَلَّ عَنْهُمْ حَتَّى حِينٍ ﴿۱۷۴﴾ وَأَبْصِرْهُمْ فَسَوْفَ يُبْصِرُونَ ﴿۱۷۵﴾ أَفَبِعَذَابِنَا يَسْتَعْجِلُونَ ﴿۱۷۶﴾ فَإِذَا نَزَلَ بِسَاحَتِهِمْ فَسَاءَ صَبَاحُ الْمُنْذَرِينَ ﴿۱۷۷﴾ وَتَوَلَّ عَنْهُمْ حَتَّى حِينٍ ﴿۱۷۸﴾ وَأَبْصِرْ فَسَوْفَ يُبْصِرُونَ ﴿۱۷۹﴾ سُبْحَانَ رَبِّكَ رَبِّ الْعِزَّةِ عَمَّا يَصِفُونَ ﴿۱۸۰﴾ وَسَلَامٌ عَلَى الْمُرْسَلِينَ ﴿۱۸۱﴾ وَالْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۱۸۲﴾

اویقیناً‌ لښکری ځمونږ خامخا دوی به غالب وی ﴿۱۷۳﴾
نومخ واړوه ددوی نه تر یو وخت پوری ﴿۱۷۴﴾
او گوره دوی ته زر دی دوی به هم اوگوری ﴿۱۷۵﴾
آیا عذاب زمونږ په تادئی سره غواړی ﴿۱۷۶﴾
نو کله چه راکوز شی ددوی په میدانونو باندی نوبد دی صبا دویره ولی شوؤ خلقو ﴿۱۷۷﴾
او مخ ترینه واړوه تریو وخت پوری ﴿۱۷۸﴾
اوگوره زر دی دوی به هم اوگوری ﴿۱۷۹﴾
پاکی ده رب ستالره چه رب د عزت دی دهغی نه چه دوی بیانوی ﴿۱۸۰﴾
او سلام دی (دطرف د اللّه تعالٰی نه) په رسولانو باندی ﴿۱۸۱﴾
اوصفتونه د خدائی دی اللّه تعالٰی لره چه رب دعالمینودی ﴿۱۸۲﴾

[۱۷۵،۱۷۴] روستو دبشارت نه دا تسلی ده -
[۱۷۷،۱۷۶] هرکله چه د عذاب ذکراوشو نو منکرینو استهزاء‌ شروع کړه چه عذاب دی زر راشی نوپه هغی باندی زجردی او تخویف دی (بِسَاحَتِهِمْ) ساحة په اصل کښی صحن دکورته وائی مراد ترینه عذاب راتلل دی ناساپه په داسی طریقی سره چه دخلاصی رو تری نه مومی (صَبَاحُ) اکثر عذابونه د اللّه تعالٰی په وخت دصبا کښی راغلی دی چه په دغه مبارک وخت کښی دامنکرین غافل وی -
[۱۷۹،۱۷۸] په دی کښی هم تسلی ده لیکن اول کښی د حینٍ نه مراد عذاب ددنیا وؤ او دلته عذاب اخروی مراد دی نو تکرار نیشته -
[۱۸۲،۱۸۱،۱۸۰] دا تفریع ده په کل سورة باندی او دعویٰ دتوحید ده یعنی هرکله چه ملائکو اود انبیاء علیهم السلام اود جناتو عجز او احتیاج ثابت شو نومعلومه شوه چه دوی د اللّه تعالٰی سره شریک نشی کیدی او شفعاء‌ قهریه هم نشی کیدی دا مراد دی دتسبیح نه (وَسَلَامٌ عَلَى الْمُرْسَلِينَ) دا دعویٰ دسورة ده یعنی انبیاء علیهم السلام کمال دادی چه هغوی له سلامتیا دعذاب ددنیا او د اخرت نه اللّه تعالٰی ورکوی - (وَالْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ) دا هم دعویٰ دتوحید ده اشاره ده چه هلاکت د کافرانو او نصرت دپیغمبرانو چه په دی سورة کښی ذکرشو په دی باندی د اللّه تعالٰی حمد دی او دا نعمتونه دی د اللّه تعالٰی دطرف نه -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>