وَمَا لِيَ ۱۰۹۷ الصافات

مَا أَنْتُمْ عَلَيْهِ بِفَاتِنِينَ ﴿۱۶۲﴾ إِلَّا مَنْ هُوَ صَالِ الْجَحِيمِ ﴿۱۶۳﴾ وَمَا مِنَّا إِلَّا لَهُ مَقَامٌ مَعْلُومٌ ﴿۱۶۴﴾ وَإِنَّا لَنَحْنُ الصَّافُّونَ ﴿۱۶۵﴾ وَإِنَّا لَنَحْنُ الْمُسَبِّحُونَ ﴿۱۶۶﴾ وَإِنْ كَانُوا لَيَقُولُونَ ﴿۱۶۷﴾ لَوْ أَنَّ عِنْدَنَا ذِكْرًا مِنَ الْأَوَّلِينَ ﴿۱۶۸﴾ لَكُنَّا عِبَادَ اللَّهِ الْمُخْلَصِينَ ﴿۱۶۹﴾ فَكَفَرُوا بِهِ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ ﴿۱۷۰﴾ وَلَقَدْ سَبَقَتْ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا الْمُرْسَلِينَ ﴿۱۷۱﴾ إِنَّهُمْ لَهُمُ الْمَنْصُورُونَ ﴿۱۷۲﴾

نه ئی تاسو په هغی باندی گمراه کوؤنکی چالره ﴿۱۶۲﴾
مگر هغه چالره چه داخلیدونکی وی اورته ﴿۱۶۳﴾
او نیشته زمونږ نه هیڅ څوک مگر هغه دپاره ځائ معلوم دی ﴿۱۶۴﴾
او یقیناً مونږ خامخا صفونه جوړوؤ ﴿۱۶۵﴾
او یقیناً مونږ تسبیح ویونکی یو ﴿۱۶۶﴾
او وؤ دوی خامخا وئیل به ئی ﴿۱۶۷﴾
که چیری وی زمونږ سره یاداشت د مخکنو ﴿۱۶۸﴾
خامخا وی به مونږ بندگان د اللّه تعالٰی بچ ساتلی شوی د گناه نه ﴿۱۶۹﴾
نو انکار اوکړو دوی دهغه ذکر نو زرده چه دوی به پوهه شی ﴿۱۷۰﴾
او یقیناً‌ مخکښی شوی ده وعده زمونږ دبندگانو زمونږسره چه رسولان دی ﴿۱۷۱﴾
یقیناً خامخا دوی سره به مدد کیدی شی ﴿۱۷۲﴾

[۱۶۶،۱۶۵،۱۶۴] دا دلیل نقلی دی ملائکونه یعنی ستاسو معبودان د گمراه کولو نه عاجز دی ځکه چه هغوی بذاتِ خود اللّه تعالٰی ته عاجزی کوی اودلته عبارت کښی تقدیردی یعنی تقول الملائکة او دا رد دی په مشرکین بالملائکه باندی په شان دا بتداء‌ دسورة (مَقَامٌ مَعْلُومٌ) حدیث دترمذی نه ثابت ده چه په آسمانونو کښی د سپَک او د لیشت ځای هم خالی نیشته بلکه په هغی باندی ملک ولاړ دی یا سجده کوؤنکی دی -
[۱۷۰،۱۶۹،۱۶۸،۱۶۷] دا زجر دی مشرکینوته روستو د اثبات دحجت نه په هغوی باندی (ذِكْرًا مِنَ الْأَوَّلِينَ) مراد ددی نه واقعات او قصی د تیرشوو انبیاء‌ علیهم السلام دی لکه چه په دی سورة کښی ذکرشول نو ددوی تمنا پوره شوه بیاهم ایمان نه راوړی -
[۱۷۳،۱۷۲،۱۷۱] د زجر او تخویف د منکرینونه روستو بشارت دنیویه دی رسولانو او مؤمنانو ته -
سوال: په قرآن کریم کښی په لس آیاتونو کښی دقتل دانبیاؤ ذکر په طریقه د اخبارسره موجود دی نو دا خو دنصرت او د غلبی سره منافی ده؟
جواب: ددی په ډیرو وجوهو سره دی - اول: خطیب شربینی او نورو مفسرینو ذکر کړی دی "چه نصرت او غلبه کله کله په حجت سره وی او کله کله په دولت او استیلاء سره وی او کله کله په دوام او اثبات ددین سره وی پس مؤمن اگرچه مغلوب وی په بعضی اوقاتو کښی په سبب دضعف د احوالو دنیا خودی به غالب وی په آخرت کښی نوحکم په اعتبار داغلب سره دی نودا منافی نه دی دقتل دبعضی انبیاؤ او دهزیمت د ډیرو مؤمنانو سره" (ترجمه عبارت سراج المنیر) دوهم جواب دادی چه دا وعده درسولانو د اصحابو د شرائعو سره ده او قتل دانبیاء یعنی غیراصحاب الشرائع ثابت دی او دا قول د حسن بصری نه قرطبی نقل کړی دی او ددی وجی نه دنصرت په آیاتونو کښی لفظ رسولاً ذکرکړی دی او دقتل په آیاتونو کښی صفت دثبوت ذکردی او دا غوره جواب دی - څوک چه ددی آیاتونو د نصرت په بنا د پیغمبرانو دقتل نه مطلقا انکار کوی اودقتل دآیاتونو تاویلونه کوی نودا تحریف معنوی سره مشابهت دی قرآن دداسی بعید تاویلونونه بری دی اوحدیث هم په دی باب کښی صریح دی - (اشد الناس عذابا یوم القیامة من قتل نبیاً‌ او قتله نبی) [نهایه ابن اثیر: ج: ۴ ص:۱۳] -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>