وَمَنْ يَقْنُتْ ۱۰۵۴ فاطر

يَا أَيُّهَا النَّاسُ اذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ هَلْ مِنْ خَالِقٍ غَيْرُ اللَّهِ يَرْزُقُكُمْ مِنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ فَأَنَّى تُؤْفَكُونَ ﴿۳﴾ وَإِنْ يُكَذِّبُوكَ فَقَدْ كُذِّبَتْ رُسُلٌ مِنْ قَبْلِكَ وَإِلَى اللَّهِ تُرْجَعُ الْأُمُورُ ﴿۴﴾ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ فَلَا تَغُرَّنَّكُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا وَلَا يَغُرَّنَّكُمْ بِاللَّهِ الْغَرُورُ ﴿۵﴾ إِنَّ الشَّيْطَانَ لَكُمْ عَدُوٌّ فَاتَّخِذُوهُ عَدُوًّا إِنَّمَا يَدْعُو حِزْبَهُ لِيَكُونُوا مِنْ أَصْحَابِ السَّعِيرِ ﴿۶﴾

ای خلقو یادکړئ احسان د اللّه تعالٰی په تاسوباندی آیا شته دی پیداکوؤنکی سیوا د اللّه تعالٰی نه چه روزی درکړی تاسولره دآسمان اوځمکی نه نیشته حق دارد بندگئ سیواد هغه نه نوڅه رنگی اړولی کیدی شئ تاسودتوحید نه ﴿۳﴾
اوکه چیری دوی تاته دروغژن وائی نویقیناً‌ دروغژن وئیلی شوی دی ډیر رسولانوته ستانه مخکښی اوخاص اللّه تعالٰی ته گرځولی کیدی شی ټول کارونه ﴿۴﴾
ای خلقو یقیناً وعده د اللّه تعالٰی حقه ده نونه دی دهوکه کوی تاسرلره ژوند دنیوی اونه دی دهوکه تاسو په اللّه تعالٰی باندی دهوکه درکوؤنکی ﴿۵﴾
یقیناً شیطان تاسو لره دشمن دی نواونیسئ هغه لره په دشمنئ سره یقیناً رابلی هغه خپله ډله ددی دپاره چه اوگرځی د اوروالونه ﴿۶﴾

[۳] دا دریم دلیل عقلی دی اوپه دی کښی خطاب عام دی یعنی نورنعمتونه د اللّه تعالٰی بی شماره دی په زړه او په ژبی سره ئی یادکړئ یعنی د اللّه تعالٰی دطرف نه ئی اوگنړئ اوهغه ته ئی نسبت کوئ (هَلْ مِنْ خَالِقٍ غَيْرُ اللَّهِ) داپه مینځ کښی جواب دسوال دی یعنی که څوک وهم اوکړی چه نعمتونه موراوپلار او نورسخیان خلق هم ورکوی نوحاصل دجواب دادی چه هغوی ددی نعمتونوپیدا کؤونکی نه دی نونعمت دهغوی دطرف نه نه دی (لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ) دانتیجه دتیرشوی دلیلونو ده -
[۴] په دی آیت کښی صدق د رسول اللّٰه ﷺ ذکرکوی روستو دبیان دتوحید نه اوتسلی همه ده هغه ته -
[۵] په دی کښی ذکرد اثبات دقیامت دی سره دتحدید داسبابو د انکار دهغی نه (الْحَيَاةُ الدُّنْيَا) مراد ددی نه مشغولیدل دی په مال ددنیا اوپه مزو د هغی اوشهواتودهغی باندی تردی پوری چه انسان غافل شی دآخرت اودمرگ نه یامنکرشی دآخرت نه (بِاللَّهِ الْغَرُورُ) داسی سورة لقمان (۳۳) کښی هم تیرشوی دی الْغَرُورُ، شیطان انسی او جنی دواړوته شامل دی -
[۶] دا علت دی دماقبل دپاره (فَاتَّخِذُوهُ عَدُوًّا) یعنی په عقائدو او اعمالوکښی دهغه داسی مخالفت کوئ لکه چه ددشمن مخالفت کیدی شی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>