وَمَنْ يَقْنُتْ ۱۰۵۳ فاطر

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

الْحَمْدُ لِلَّهِ فَاطِرِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ جَاعِلِ الْمَلَائِكَةِ رُسُلًا أُولِي أَجْنِحَةٍ مَثْنَى وَثُلَاثَ وَرُبَاعَ يَزِيدُ فِي الْخَلْقِ مَا يَشَاءُ إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۱﴾ مَا يَفْتَحِ اللَّهُ لِلنَّاسِ مِنْ رَحْمَةٍ فَلَا مُمْسِكَ لَهَا وَمَا يُمْسِكْ فَلَا مُرْسِلَ لَهُ مِنْ بَعْدِهِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۲﴾

ټول صفتونه دخدایئ خاص اللّه تعالٰی لره دی چه داول نه پیداکوؤنکی د آسمانونو اودځمکی دی مقررکوؤنکی دملائکودی رسولان وزرووالا دی دوه دوه اودری دری او څلور څلور زیاتول کوی په پیدائش کښی څومره چه اوغواړی یقیناً اللّه تعالٰی په هرڅیز باندی قدرت والا دی ﴿۱﴾
هغه چه پرانزی اللّه تعالٰی خلقو لره څه رحمت نونیشته بندوؤنکی دهغی اوهغه چه بند کړی نونیشته ازادوؤنکی دهغی روستو دبندلو دهغه نه او اللّه تعالٰی زورآور او حکمت والا دی ﴿۲﴾

سورة فاطر
او ددی بل نوم سورة الملائیکه دی -

ربط: ددی سورة دسورة سبا سره په څو طریقو دی اوله طریقه داده چه په هغه سورة کښی نقلی دلیلونه په اثبات دتوحید باندی وو په دی سورة کښی دیارلس عقلی دلیلونه ذکرکوی سره دمثالونونه - دوهمه طریقه داده چه په هغه سورة کښی رد وؤ دشبهاتونوپه دی سورة کښی تفریع ده په هغی باندی په رد دشرک فی التصرف والدعاء سره -
دعویٰ د سورة: رد دشرک فی الدعاء دی په عقلی دلیلونو اومثالونوسره -
خلاصه د سورة: په دی سورة کښی دری بابونه دی - اول باب تر (۱۵) پوری دی په دی کښی دعویٰ د توحید په دوه تعبیرونو سره ده الحمد لِلّهِ او لاالٰه الاهو - او اته عقلی دلیلونه دی په ښائسته ترتیب سره اوپه مینځ د دلیلونوکښی تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته اوتحذیر ددوه دهوکو ورکوؤنکو او تخویف اوبشارت دی اوآخرکښی تفریع ده په رد دشرک فی الدعاء سره -

تفسیر

[۱] په دی آیت کښی دعویٰ دتوحید ده په الحمدِللّه سره اودا پنځم سورة دی په قرآن کریم کښی چه په اول کښی ئی حمد ذکردی (فَاطِرِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ) فطرپه اصل کښی دادی چه یوڅیزاوچوی اوبل څیزترینه ښکاره شی لکه چه جامنه اوچوی اوغاښ ترینه را اوځی یا ځمکه اوچوی اواوبه ترینه را اوځی نودلته دوه توجیه دی اول داچه دعدم (نیشتوالی) نه ئی وجود ته را ښکاره کړل اودا معنیٰ مشهوره ده اودوهمه توجیه داده چه آسمان ئی اوچولو (دروازی په کښی جوړی کړی دی) نوملائک ترینه راکوزیږی اووحی نازلیږی اودبره طرف نه بارانونه نازلیږی اوځمکه ئی اوچوله نوچینی داوبو، خزانی دسرو اوسپینو اوتیلو اوبوټی اونی ترینه راؤباسی - او روستو جمله هم ددی معنی سره مناسبت لری (جَاعِلِ الْمَلَائِكَةِ رُسُلًا) دا ذکردهغه مخلوق دی چه په هغوی سره ربط دی په مینځ دآسمان او ځمکه کښی (رُسُلًا) یعنی دملائکوپه ذریعه وحی رالیږی انبیاء علیهم السلام ته او الهام اورشتینی اوصالح خوبونه راځی اولیاؤ ته اودملائکوپه واسطه بندگانو عملونه لیکی اوددی ملائکوپه واسطه دبعضی بندگانوحفاظت کوی - داټول په دی آیت کښی داخل دی (يَزِيدُ فِي الْخَلْقِ مَا يَشَاءُ) اشاره ده چه دبعضی ملائکو وزری زیاتی دی لکه چه حدیث مسلم کښی وارد دی چه نبی ﷺ جبرائیل لره په اصلی شکل کښی اولیدلو چه دآسمان غاړی ئی پټی کړی وی اودهغه شپږسوه وزری وی - اوددی وزرو په تفصیلی کیفیت باندی اللّه تعالٰی عالم دی -
[۲] دادوهم دلیل عقلی دی - روستو دخلق داعیانو نه ذکردحالاتو دوسعت اودتکلیف دی (رَحْمَةٍ) دا لفظ وسعت درزق اوصحت دعافیت اوخوشحالئ اوبارانونه اوهرقسم نعمت دنیویه اونعمت دینیه ته شامل دی - اوپه دی آیت کښی رد دی په شرک فی التصرف باندی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>