وَمَنْ يَقْنُتْ ۱۰۵۲ سبأ

قُلْ إِنْ ضَلَلْتُ فَإِنَّمَا أَضِلُّ عَلَى نَفْسِي وَإِنِ اهْتَدَيْتُ فَبِمَا يُوحِي إِلَيَّ رَبِّي إِنَّهُ سَمِيعٌ قَرِيبٌ ﴿۵۰﴾ وَلَوْ تَرَى إِذْ فَزِعُوا فَلَا فَوْتَ وَأُخِذُوا مِنْ مَكَانٍ قَرِيبٍ ﴿۵۱﴾ وَقَالُوا آمَنَّا بِهِ وَأَنَّى لَهُمُ التَّنَاوُشُ مِنْ مَكَانٍ بَعِيدٍ ﴿۵۲﴾ وَقَدْ كَفَرُوا بِهِ مِنْ قَبْلُ وَيَقْذِفُونَ بِالْغَيْبِ مِنْ مَكَانٍ بَعِيدٍ ﴿۵۳﴾ وَحِيلَ بَيْنَهُمْ وَبَيْنَ مَا يَشْتَهُونَ كَمَا فُعِلَ بِأَشْيَاعِهِمْ مِنْ قَبْلُ إِنَّهُمْ كَانُوا فِي شَكٍّ مُرِيبٍ ﴿۵۴﴾

ته اوایه که چیری زه بی لاری یم نویقیناً بی لاری کیږم وبال به ځما په ځان باندی وی اوکه چیری زه هدایت والا یم نوپه دی سره چه وحی کړی ده ماته رب ځما یقیناً‌ هغه هرڅه اوری نزدی دی ﴿۵۰﴾
اوکه چیری ته اوینی هغه وخت چه دوی به گبراؤ شی نونه به وی بچ کیدل اواوبه نیولی شی دوی دمکان (ځای) نزدی نه ﴿۵۱﴾
او دوی به اوائی ایمان راوړی دی مونږ په دی باندی او کله به وی دوی لره رانیول دایمان د ځای لری نه ﴿۵۲﴾
اوحال داچه دوی کفرکړی دی په دی باندی ددی نه مخکښی اوویشتلی دوی دتوک خبری دځای لری نه ﴿۵۳﴾
او پرده راشی په مینځ ددوی اودهغه څیزکښی چه دوی غوښتلو لکه چه کاراوکړی شو ددوی ملگروسره دمخکښی نه یقیناً دوی وؤ په شک کښی چه پوخ شک دی ﴿۵۴﴾

[۵۰] دابله طریقه ددعوت او تعلیم ده یعنی منکرین وائی چه تادین دمشرانو ته باطل اوئیلو نومعلومه شوه چه ته گمراه ئی؟ حاصل دجواب دادی چه بالفرض که زه گمراه یم نوپه تاسو باندی دهغی څه وبال نیشته لیکن بل طرف ته هم غوراوکړئ که زه په هدایت باندی یم نوماسره حجت شته اوتاسو منکرئی نوبیا خوبه په تاسوباندی وبال او عذاب راځی -
[۵۱] دا تخویف دی یعنی چه عذاب په تاسوباندی راشی ځکه چه تاسو دهدایت نه انکارکوئ نوبیا بچ کیدل نیشته -
[۵۲] دا دفع دوهم ده یعنی دوی به وائی چه مونږبه هغه وخت کښی ایمان راوړو نوبچ به شو د عذاب نه جواب اوشو په دی قول سره (وَأَنَّى لَهُمُ التَّنَاوُشُ مِنْ مَكَانٍ بَعِيدٍ) یعنی دنیا دآخرت نه لری پاتی شوی ده چه دهغه لری ځای نه په څرنگه ایمان حاصل کړئ یعنی دایمان حاصلولو ځای دنیا وه اوهغه ددوی نه لری پاتی شوه -
[۵۳] داد مخکښی آیت دپاره وجه ذکرکوی یعنی ددوی ایمان اوس نه قبلیږی چه دوی مخکښی کفرکوؤ اوهیڅ دلیل ورسره نه وؤ (وَيَقْذِفُونَ بِالْغَيْبِ) داکنایه ده دتوک او اټکل (بی دلیله) فتوؤ او حکمونونه په باره دقرآن اورسول اوقیامت کښی (مِنْ مَكَانٍ بَعِيدٍ) داهم کنایه ده چه دبی دلیله حکمونو مثال داسی دی لکه چه د لری ځائ نه په یوڅیزباندی دغشویا گولو گذارونه کوی او ورته نه ښکاریږی نوبعید کنایه ده دغائب نه -
[۵۴] داهم تخویف کښی داخل دی یعنی په وخت دعذاب دنیا اوآخرت کښی ددوی تمناگانی به بی فائدی شی یوتمنادا چه په وخت دعذاب کښی به آمنّا اوایو نو نجات به حاصل شی بله داچه جنت به حاصل کړو یاداچه دنیا ته به واپس اوگرځولی شو -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>