وَمَنْ يَقْنُتْ ۱۰۵۱ سبأ

قُلْ إِنَّمَا أَعِظُكُمْ بِوَاحِدَةٍ أَنْ تَقُومُوا لِلَّهِ مَثْنَى وَفُرَادَى ثُمَّ تَتَفَكَّرُوا مَا بِصَاحِبِكُمْ مِنْ جِنَّةٍ إِنْ هُوَ إِلَّا نَذِيرٌ لَكُمْ بَيْنَ يَدَيْ عَذَابٍ شَدِيدٍ ﴿۴۶﴾ قُلْ مَا سَأَلْتُكُمْ مِنْ أَجْرٍ فَهُوَ لَكُمْ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى اللَّهِ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ ﴿۴۷﴾ قُلْ إِنَّ رَبِّي يَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلَّامُ الْغُيُوبِ ﴿۴۸﴾ قُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَمَا يُبْدِئُ الْبَاطِلُ وَمَا يُعِيدُ ﴿۴۹﴾

ته اوایه یقیناً زه بچ کوؤم تاسو دعذاب نه په یو کلمی سره (چه توحید دی) اودریږئ د اللّه تعالٰی دپاره دوه دوه او یو یو بیا سوچ اوکړئ (په دی کلمه کښی) نیشته ستاسو په خیرخواه باندی هیڅ لیونتوب نه دی دی مگر ویره درکوؤنکی دی تاسولره مخکښی دعذاب سخت نه ﴿۴۶﴾
ته اوایه هغه چه غوښتلی وی ماستاسونه څه مزدوری نوهغه دی ستاسوشی نه دی ځما اجر (مزدوری) مگرپه اللّه تعالٰی باندی ده او اللّه تعالٰی په هرڅیزباندی حاضر او ناظردی ﴿۴۷﴾
ته اوایه یقیناً رب ځما ورگذاری حق لره (په باطل باندی) عالم دی په ټولو غیبوباندی ﴿۴۸﴾
ته اوایه حق راغی اونه شی پیدا کولی باطل (دحق په مقابله کښی) اول پیدائش اونه دوباره پیدائش کولی شی ﴿۴۹﴾

[۴۶] دا طریقه ددعوت او تعلیم ده یعنی منکرین وائی چه ته مونږپه ډیرو خبروسره تنگوی نوته مجنون ئی حاصل دجواب دادی چه زه وعظ کوم اوتاسو دعذاب نه بچ کووم صرف دیوی کلمی په بیان سره چه هغه کلمه دتوحید ده خو جامع ده ټولو ایمانیاتولره (أَنْ تَقُومُوا) مراد قیام نه توجه کول دی حق ته (لِلَّهِ) مراد ددی نه اخلاص کول دی (مَثْنَى وَفُرَادَى) یعنی چاچه په ځان اعتماد اوکړو چه ځما عقل او رائی پوره ده نوهغه دی یواځی توجه اوکړی اوڅوک چه په ځان پوره اعتماد دپوهی نه لری نودبل ملگری سره دی شی - اوهرکله چه داکثرو انسانانو یواځی رائ او عقل نقصان دی نوددی وجی نه مثنیٰ ئی مخکښی ذکرکړو (ثُمَّ تَتَفَكَّرُوا) یعنی داخلاص نه روستو فکراوکړئ په هغه توحید کښی چه د رسول اللّٰه ﷺ په هغی باندی راتلل کړی دی نوتاسوته به ښکاره شی چه (مَا بِصَاحِبِكُمْ مِنْ جِنَّةٍ) -
[۴۷] دا بله طریقه ددعوت ده یعنی منکرین که دا خیال اوکړی چه دی لیونی نه دی لیکن ددنیا دمال غرضی دی نوجواب ئی ورکړو په مَا سَأَلْتُكُمْ آه سره -
[۴۸] دابله طریقه ددعوت او دتعلیم ده یعنی منکرین وائی چه هرکله ستا دنیوی غرض نیشته نوبیا د څه وجی نه زمونږ دمشرانو ددین خلاف کوی حاصل جواب دادی چه داد اللّه تعالٰی کاردی چه په حق سره باطل باندی گذارونه کوی دباطل ختمولو دپاره -
[۴۹] دابله طریقه ددعوت ده یعنی منکرین وائی چه ته ردکوی ځمونږ په طریقه اودین باندی چه ځمونږدین باطل او خپل حق گنړی نوددی رد کولو څه فائده اوشوه؟ جواب اوشو چه په دی سره حق ښکاره شو اوباطل ختم شو (یعنی نزدی ده چه دین توحید به په شرک باندی غالب شی) (وَمَا يُبْدِئُ الْبَاطِلُ وَمَا يُعِيدُ) دا کنایه ده دهلاکت نه یعنی باطل دحق په مقابله کښی داسی هلاک شو چه نه اوس سرښکاره کولی شی اونه به بیا سرښکاره کړی تفسیرسراج المنیرددی په تائید کښی قول دعبید ذکرکړی دی - دوهمه توجیه دحسن بصری نه نقل ده چه باطل معبود خپل عابدانوته نه په اول (دنیا) کښی نفع ورکولی شی اونه په آخرت کښی - دریمه توجیه داده چه باطل معبود نه اول پیدائش کولی شی اونه دوباره پیدا کولی شی نو دهغوی عبادت دتوحید په مقابله کښی نشی ښکاره کیدلی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>