وَمَنْ يَقْنُتْ ۱۰۵۵ فاطر

الَّذِينَ كَفَرُوا لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ كَبِيرٌ ﴿۷﴾ أَفَمَنْ زُيِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ فَرَآهُ حَسَنًا فَإِنَّ اللَّهَ يُضِلُّ مَنْ يَشَاءُ وَيَهْدِي مَنْ يَشَاءُ فَلَا تَذْهَبْ نَفْسُكَ عَلَيْهِمْ حَسَرَاتٍ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِمَا يَصْنَعُونَ ﴿۸﴾ وَاللَّهُ الَّذِي أَرْسَلَ الرِّيَاحَ فَتُثِيرُ سَحَابًا فَسُقْنَاهُ إِلَى بَلَدٍ مَيِّتٍ فَأَحْيَيْنَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا كَذَلِكَ النُّشُورُ ﴿۹﴾ مَنْ كَانَ يُرِيدُ الْعِزَّةَ فَلِلَّهِ الْعِزَّةُ جَمِيعًا إِلَيْهِ يَصْعَدُ الْكَلِمُ الطَّيِّبُ وَالْعَمَلُ الصَّالِحُ يَرْفَعُهُ وَالَّذِينَ يَمْكُرُونَ السَّيِّئَاتِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ وَمَكْرُ أُولَئِكَ هُوَ يَبُورُ ﴿۱۰﴾

هغه کسان چه کفرئی کړی وی دوی لره عذاب سخت دی اوهغه کسان چه ایمان راوړی دی اوعلمونه ئی دسنت موافق کړی دی دوی لره بخشش دی اوثواب لوی دی ﴿۷﴾
آیا هغه څوک چه ښائسته کړی شوی وی هغه لره بدعمل دهغه نو وینی هغه لره ښائسته نویقیناً اللّه تعالٰی گمراه کوی چالره چه اوغواړی اوهدایت ورکوی چاته چه اوغواړی نولاړه نه شی ساه ستا په دوی پسی دوجی دافسوسونونه یقیناً اللّه تعالٰی پوهه دی په هغه کارونو چه دوی کوی ﴿۸﴾
او اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه رالیږی هواگانی نوپورته کوی وریځی نو اوچلوؤ مونږ هغه ځمکی اوچی ته نوتازه کړو په هغی سره ځمکه روستو داوچ والی دهغی نه دغسی دوپاره پیدائش ستاسودی ﴿۹﴾
هغه څوک چه غواړی عزت پس عزت ټول د اللّه تعالٰی په اختیار کښی دی (د اللّه تعالٰی نه ئی غواړئ) خاص هغه ته ورخیژی کلمی پاکی (داخلاص) اوعمل دسنت موافق پورته کوی اللّه تعالٰی هغی لره اوهغه کسان چه چلونه جوړوی د بدو کارونو هغوی لره عذاب سخت دی اوهرچل ددی کسانوبه بی کاره کړی شی ﴿۱۰﴾

[۷] په دی آیت کښی بیان د عاقبت د حزب الشیطان او حزب الرحمان دی اول ته تخویف اودوهم ته بشارت دی - اومغفرت په عوض د ایمان کښی دی اواجر کبیرپه بدل د عمل صالح کښی دی -
[۸] په دی آیت کښی تسلی ده نبی ﷺ ته اوبیان دحال دفریقینو دی (أَفَمَنْ زُيِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ) داعام دی ټولو کفارو اومشرکینو اومبتدعینوته - بدعملونه دوی ته ښائسته ښکاری چه دا سبب دثواب اودقربت الٰهیه دی یادا کارونه سبب د فخر اودلوئی او دغیرت دی ددی وجی نه همیشه ئی کوی اوتوبه ترینه نه اوباسی - اوسعید بن جبیرنه خطیب شربینی نقل راؤړی دی چه دا آیت په باره داصحاب هویٰ اوبدعتیانوکښی دی (يَصْنَعُونَ) صناعت هغه عمل ته وئیلی کیږی چه همیشه ئی کوی ددی وجی چه هنرئی جوړکړی وی یادین ئی گنړلی وی نوداد فَرَآهُ حَسَنًا سره مناسب دی -
[۹] دا څلورم عقلی دلیل دی دپاره دپوهه کولو دهغه کسانو چه (زُيِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ) کښی مراد وواوپه دی کښی ئی دری تصرفات اِلٰهیه ذکرکړی دی هرکله چه تیرشوی آیاتونو کښی آفاقی علوی او انفسی دلیلونه ذکروو نوپه دی آیت کښی ئی وسطی تصرفات ذکرکړی دی (كَذَلِكَ النُّشُورُ) په دی جمله کښی اثبات دقیامت دی په طریقه دقیاس سره په بوټو راویستلوسره دوچی ځمکی نه اودارنگ تذکیردقیامت دی په وخت دلیدلو دفصلونو اوباغونو کښی -
[۱۰] دا پنځم عقلی دلیل دی اودلیل انفسی دی دنفسونو دحالاتوسره تعلق لری اومخکښی آیت سره ئی مناسبت هم دادی لکه چه اوچه ځمکه کښی اللّه تعالٰی ژوند پیدا کوی اودا ترقی ده نودارنگ عزت انسانانوته ورکوی - اوپه دی کښی رد دی په مشرکانوباندی چه هغوی عزت (اومدد) دخپلو اِلٰهو باطلو دطرف نه گنړی لکه سورة مریم (۸۱) کښی دی (إِلَيْهِ يَصْعَدُ الْكَلِمُ الطَّيِّبُ) الیه یصعد دلالت کوی چه اللّه تعالٰی اوچت اوپورته دی اوکیفیت دهغی دمتشابهاتو نه دی (الْكَلِمُ الطَّيِّبُ) مراد ددی نه توحید دی - یامراد ددی نه اقوال طیبه یعنی کلمات دتوحیدی او ذکرد اللّه تعالٰی دی (وَالْعَمَلُ الصَّالِحُ يَرْفَعُهُ) یعنی عقیده توحید عمل صالح لره پورته کوی مقام دقبولیت ته ځکه چه بنا داعمالوپه عقیده باندی ده یا دعمل صالح په وجه سره اقوال طیبیه قبلیږی ځکه چه قول بغیرد عمل نه نه قبلیږی - اوتفسیرقرطبی کښی ددی دتائید دپاره یوحدیث غیرمسند ذکرکړی دی، لایقبل اللّه قولا الابعمل (نه قبلوی اللّه قول لره بغیر دعمل نه) ولا یقبل قولاً ولا عملاً الابنیة (اونه قبلوی اللّه تعالٰی قول اوعمل لره مگرپه نیت سره) ولا یقبل قولاً ولا عملاً ولا نیة الا با صابة السنة (اونه قبلوی قول او عمل او نیت لره مگرپه موافق دسنت سره) (وَالَّذِينَ يَمْكُرُونَ السَّيِّئَاتِ) یعنی اللّه تعالٰی چه مؤحدینو ته عزت ورکړی نومشرکان او حاسدان دهغوی دبی عزته کولو کوششونه کوی نودا دهغوی سزا ذکرکوی - یا دسیئات نه مراد شرک او کفر اوبداعمال دی مخالف دکلم طیب اوعمل صالح نه -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>