وَمَنْ يَقْنُتْ ۱۰۳۷ سبأ

يَعْلَمُ مَا يَلِجُ فِي الْأَرْضِ وَمَا يَخْرُجُ مِنْهَا وَمَا يَنْزِلُ مِنَ السَّمَاءِ وَمَا يَعْرُجُ فِيهَا وَهُوَ الرَّحِيمُ الْغَفُورُ ﴿۲﴾ وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَأْتِينَا السَّاعَةُ قُلْ بَلَى وَرَبِّي لَتَأْتِيَنَّكُمْ عَالِمِ الْغَيْبِ لَا يَعْزُبُ عَنْهُ مِثْقَالُ ذَرَّةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ وَلَا أَصْغَرُ مِنْ ذَلِكَ وَلَا أَكْبَرُ إِلَّا فِي كِتَابٍ مُبِينٍ ﴿۳﴾ لِيَجْزِيَ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُولَئِكَ لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ ﴿۴﴾ وَالَّذِينَ سَعَوْا فِي آيَاتِنَا مُعَاجِزِينَ أُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مِنْ رِجْزٍ أَلِيمٌ ﴿۵﴾

عالم دی په هغه څه چه ورننوځی په ځمکه کښی اوپه هغه څه را اوځی دهغی نه اوپه هغه څه چه راکوزیږی د آسمان نه اوپه هغه څه چه ورخیژی آسمان ته اوهغه رحم کوؤنکی بخنه کوؤنکی دی ﴿۲﴾
او وائی هغه کسان چه کفرئی کړی دی نه راځی مونږ ته قیامت ته اوایه هان قسم دی په رب ځما راځی به قیامت عالم دی اللّه تعالٰی په ټولو غیبوباندی نشی پټیدلی دهغه نه په وزن دیو ذری په آسمانانوکښی اونه په ځمکه اونیشته وړوکی ددی نه اونه لوی مگرپه کتاب ښکاره کښی دی ﴿۳﴾
ددی دپاره چه بدله ورکړی هغه چاته چه ایمان ئی راوړی دی او عمل کړی دی دسنت موافق دغه کسان دوی لره بخشش اورزق عزت والا دی ﴿۴﴾
اوهغه کسان چه کوشش کوی په آیاتونو ځمونږ کښی مقابله کوؤنکی دغه کسان دوی لره عذاب دی دسخت عذاب نه دردناک ﴿۵﴾

[۲] دا دوهم دلیل عقلی دی اول دلیل دتصرف دی او دا دلیل علمی دی ځکه چه تصرف بغیر دعلم نه نشی کیدلی - اوپه دی دلیلونوسره اثبات دتوحید اواثبات دقیامت دواړو مقصود دی (مَا يَلِجُ فِي الْأَرْضِ) اوبه، تخم، مالونه اومردگان وغیره مراد دی (وَمَا يَخْرُجُ مِنْهَا) اوبه معدنیات، بوټی اونی وغیره مراد دی - (وَمَا يَنْزِلُ مِنَ السَّمَاءِ) وحی، ملائک، اوبه وغیره مراد دی (وَمَا يَعْرُجُ فِيهَا) ملائک، نیک اعمال او کلمات طیبه وغیره مراد دی -
[۳] روستو د ذکرد آخرت نه په (۱) کښی زجردی منکرینو دهغی ته او دهغی اثبات کوی په قسم کولو سره په خپل ذات باندی او دا دریم سورة دی چه په هغی کښی قسم دی په ذات د رب باندی په باره دقیامت کښی (عَالِمِ الْغَيْبِ) صفت د رب دی یعنی عالم دی په ارواحو او په اجسامو اود هغی په اجزاؤ اگرچه بعضی ټکړی د ذری په مقدار وی او بعضی دهغی نه غټی ټکړی وی - او بعضی د هغی نه نرئ ټکړی وی -
[۴] په دی آیت کښی بشارت دی اوذکر دعلت دی دپاره دقیامت - په آیت کښی ایمان او عمل صالح ذکرکړی دی نوجزا کښی ئی هم (مغفرت او رزق کریم) دواړه په ترتیب سره ذکرکړل - (كَرِيمٌ) یعنی دفائدو نه ډک دی هیڅ نقصان په کښی نیشته اوپه حاصلولو کښی ستړی والی نیشته اوحساب په کښی هم نیشته -
[۵] داتخویف اخروی دی هغه چاته چه د آیاتونو د اللّه تعالٰی سره مقابله کوی (فِي آيَاتِنَا) په باطلولود آیاتونوکښی اوپه تحریف دهغی کښی او (مُعَاجِزِينَ) قید دی د (سَعَوْا) دپاره - یعنی کوشش دهغی د ایزده کولو نه کوی بلکه مقابله کوؤنکی دی یا عاجزکوؤنکی دی اللّه تعالٰی لره د رانیولو ددوی نه په خپل گمان کښی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>