وَمَنْ يَقْنُتْ ۱۰۳۸ سبأ

وَيَرَى الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ الَّذِي أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ هُوَ الْحَقَّ وَيَهْدِي إِلَى صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ ﴿۶﴾ وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا هَلْ نَدُلُّكُمْ عَلَى رَجُلٍ يُنَبِّئُكُمْ إِذَا مُزِّقْتُمْ كُلَّ مُمَزَّقٍ إِنَّكُمْ لَفِي خَلْقٍ جَدِيدٍ ﴿۷﴾ أَفْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا أَمْ بِهِ جِنَّةٌ بَلِ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ فِي الْعَذَابِ وَالضَّلَالِ الْبَعِيدِ ﴿۸﴾ أَفَلَمْ يَرَوْا إِلَى مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ مِنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ إِنْ نَشَأْ نَخْسِفْ بِهِمُ الْأَرْضَ أَوْ نُسْقِطْ عَلَيْهِمْ كِسَفًا مِنَ السَّمَاءِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لِكُلِّ عَبْدٍ مُنِيبٍ ﴿۹﴾

او عقیده لری هغه کسان چه ورکړی شوی دی هغوی ته علم چه هغه کتاب نازل کړی شوی دی تاته ستادرب دطرف نه هغه حق دی اوهدایت کوی لاری د زورآور او ستائیلی شوی ذات ته ﴿۶﴾
او وائی کافران (یوبل ته) آیا اوښایو مونږ تاسوته داسی سړی چه خبردرکوی تاسوته چه هرکله ذری ذری شئ تاسو په پوره ذری کیدلوسره یقیناً تاسوبه په نوی پیدائش کښی ئی ﴿۷﴾
آیا جوړکړی دی په اللّه تعالٰی باندی دروغ (په قصدسره) یاپه ده باندی لیونتوب دی (نودروغ وائی بی ارادی) بلکه هغه کسان چه ایمان نه لری په آخرت باندی په عذاب کښی دی اوپه گمراهئ لری کښی دی ﴿۸﴾
آیا نو دوی نه گوری هغه څه ته چه وړاندی ددوی دی اوروستو ددوی دی چه آسمان اوځمکه ده که چیری اوغواړو مونږ خخ به کړو دوی لره په ځمکه کښی یابه اوغورځوؤ مونږپه دوی باندی ټکړی دآسمان نه یقیناً په دی کښی ضرور عبرت دی دپاره دهربنده د حق طلبگار ﴿۹﴾

[۶] دا دلیل نقلی دی داهل کتابونه په مقابله د مُعَاجِزِينَ، کښی یعنی دوی مُصَدِّقِیْنَ (تصدیق کوؤنکی) دی (الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ) ددی نه مراد توحید والا دی که کتابی وی او که غیرکتابی وی -
[۷] په دی کښی زجردی په انکار دقیامت باندی سره دانکار درسول نه -
[۸] داهم زجر کښی داخل دی تقابل په مینځ ددواړو جملوکښی دادی چه افتراء‌ نه مراد دادی چه سره دعقل او دقصد نه ئی په اللّه تعالٰی باندی دروغ جوړ کړی دی او (أَمْ بِهِ جِنَّةٌ) مقصد دادی چه عقل په کښی نیشته نوبغیرد قصد او ارادی نه ئی دروغ وئیلی دی یعنی دروغ ئی ضرور وئیلی دی لیکن یائی قصداً جوړکړی دی یائی بی قصده (الْبَعِيدِ) داسی گمراهی چه دحق سره هیڅ مناسبت نه لری اوداسی تباهی چه منتهیٰ ئی نه ده معلومه -
[۹] په دی آیت کښی تخویف دنیوی دی هرکله چه تیرشوی آیت کښی دعذاب ذکراوشو نوپه دی آیت کښی دعذاب دقسمونو ذکرکوی - اومراد مابین ایدیهم او وما خلفهم نه ټول طرفونه دی یعنی په انسان باندی آسمان اوځمکی دهرطرف نه احاطه کړی ده (مُنِيبٍ) هغه انسان چه حق طرف ته گرځی په دلیل سره اوهیڅ ضد تعصب په کښی نه وی اوانابت شرط دی دپاره دتابعدارئ ددلیل -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>