وَمَنْ يَقْنُتْ ۱۰۳۶ سبأ

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَلَهُ الْحَمْدُ فِي الْآخِرَةِ وَهُوَ الْحَكِيمُ الْخَبِيرُ ﴿۱﴾

ټول صفتوته د خدائیتوب خاص اللّه تعالٰی لره دی هغه ذات دی چه دهغه په اختیارکښی دی هغه څه چه په آسمانانوکښی دی اوهغه چه په ځمکه کښی دی اوخاص هغه لره هم دا صفتونه دی په آخرت کښی او هغه حکمتونو والا خبردار دی ﴿۱﴾

سورة سبأ

فائده: ددی سورة نه تر آخر دقران کریم پوری څلورمه حصّه ده په الحمد لِلّه سره شروع شوی ده اوپه دی حصه کښی رد د شفاعت قهریه شرکیه اودهغی د تفریعاتو چه رد دشرک فی البعادة اولدعاء‌ دی ذکر کوی او ذکر داحوالودقیامت او احوالو دهغی په تفصیل سره اوپه دی حصه کښی دولس بابونه دی اول باب کښی دری سورتونه دی سبا، فاطر او یٰس په دی سورتونو کښی رد دشفاعت قهریه شرکیه په عقلی او نقلی دلیلونوسره کوی -
ربط: ددی سورة دماقبل سره په ډیرو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه تیرشوی سورة کښی ترغیب وؤ د اطاعت د اللّه تعالٰی او د رسول اللّٰه ﷺ ته نو په دی سورة کښی رد شدید دی دهغوی په مخالفینو او معرضینوباندی اود هغوی عذاب اود هغوی قبائح ذکرکوی - دوهمه وجه داده چه په هغه سورت کښی شان اوعزت درسول ئی ذکرکړو نوپه دی سورة کښی اثبات درسالت دهغه دی په دفع دشبهاتو سره دتوحیداو رسالت نه -
دعویٰ ددی سورة: اثبات د مقاصدو څلورو دی توحید او رسالت او صدق دقرآن اواثبات دآخرت دی ، اثبات دتوحید دی په رد د څلورو طریقو دشرک سره اوپه نقلی دلیلونوسره د انبیاؤ او ملائکو او جناتو نه یعنی اثبات دعجز دهغوی اوپه رد د څلورو قسمونو دشرک فی العلم او فی التصرف اوفی العبادة او فی الدعاء‌ دی اوپه ذکر د نورلس (۱۹) اسماء حسنیٰ د اللّه تعالٰی سره - اواثبات درسالت دی په (۲۸) کښی اوپه دفع دشبهی سره په (۳۵،۳۴) کښی اوپه ذکردطریقو دتعلیم سره چه په اول کښی لفظ دقل راغلی دی - اواثبات دصدق قرآن په (۶) اوپه تخویف سره منکرینوته په (۳۱) کښی اوپه زجرسره په (۴۳) کښی اواثبات دقیامت دی په قسم سره په (۳) کښی اوپه زجرسره منکرینوته په (۷) اوپه (۲۹) کښی اوپه ذکر داحوالو دقیامت سره -
خلاصه د سورة: داسورة تقسیم دی څلوربابونوته اول باب تر (۱۰) پوری دی په دی کښی اول دعویٰ دتوحید ده اوپه هغی عقلی دلیلونه په (۲،۱) کښی بیااثبات دقیامت په قسم سره په (۳) کښی بیا بشارت اوتخویف (۵،۴) کښی بیااثبات دصدق دقرآن په دلیل نقلی سره په (۶) کښی بیازجرد منکرینو دقیامت او درسول ته په (۸،۷) کښی بیا تخویف دنیوی په (۹) کښی ذکرکړی دی -

تفسیر

[۱] په دی کښی دعویٰ دتوحیدده اوپه هغی کښی دلیل عقلی دتوحید دی دتصرف - (وَلَهُ الْحَمْدُ فِي الْآخِرَةِ) اول الحمداللّه حمد ددنیا ته اشاره ده نوورپسی حمد دآخرت ذکرکړی دی یعنی په آخرت کښی به هم ټول بندگان خاص اللّه تعالٰی دپاره حمد وائی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>