وَمَنْ يَقْنُتْ ۱۰۳۵ الأحزاب

إِنَّا عَرَضْنَا الْأَمَانَةَ عَلَى السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالْجِبَالِ فَأَبَيْنَ أَنْ يَحْمِلْنَهَا وَأَشْفَقْنَ مِنْهَا وَحَمَلَهَا الْإِنْسَانُ إِنَّهُ كَانَ ظَلُومًا جَهُولًا ﴿۷۲﴾ لِيُعَذِّبَ اللَّهُ الْمُنَافِقِينَ وَالْمُنَافِقَاتِ وَالْمُشْرِكِينَ وَالْمُشْرِكَاتِ وَيَتُوبَ اللَّهُ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا ﴿۷۳﴾

یقیناً مونږ وړاندی کړه ذمه واری په آسمانانوباندی اوځمکه باندی اوغرونوباندی نوهغوی ځان بچ کړو دخیانت کولونه اواویریدل دخیانت دهغی نه اودپورته کولو دهغی نه (خیانت کولو نه په هغی کښی) انسانانو یقیناً دغه انسان ډیر ظالم او جاهل دی ﴿۷۲﴾
دپاره ددی چه عذاب ورکړی اللّه تعالٰی مؤمنانوسړو او مؤمنو زنانو ته اودی اللّه تعالٰی بخنه کوؤنکی رحم کوؤنکی ﴿۷۳﴾

[۷۲] هرکله چه په دی سورة کښی اداب، اخلاق او احکام بیان شول اوهم دا امانت د اللّه تعالٰی دی په ‌‌ذمه د انسان باندی نو اوس زجرذکرکوی هغه انسان ته چه په داسی امانت کښی خیانت کوی - دارنگ تیرشوی آیت کښی د اطاعت کوؤنکو حال ئی ذکرکړی دی نواوس دخیانت کوؤنکو حال ذکرکوی - په دی آیت کښی یو اشکال دی هغه دادی چه انسان امانت د اللّه تعالٰی پورته کړو او قبول ئی کړو نوپه کاروؤ چه دهغه مدح او تعریف کړی وی لیکن هغه ته ئی لوی ظالم او ډیر جاهل اوئیل اوهرکله چه دانسان نه مراد خاص آدم علیه السلام شی بیا خو ډیر بعیده ده چه هغه ته ظلوم او جهول وئیلی کیږی؟ ددی یو جواب داسی کړی شوی دی چه انه ضمیردغه انسان ته نه دی راجع بلکه خیانت گرانسان ته راجع دی لیکن دا جواب د بلیغ کلام سره مناسب نه دی - دوهم جواب داسی کړی شوی دی چه آدم علیه السلام ته ظلوم جهول په معنیٰ لغوی سره وئیلی شوی دی لیکن داهم مناسب نه دی - غوره جواب دادی چه امانت نه مراد دهریو مناسب ذمه داری ده - آسمانونه چه اللّه تعالٰی دکوم کارونو او فائدو دپاره جوړ کړل اودارنگ ځمکه او غرونه اوانسان هم نودوی دپاره امانت (ذمه واری) احکام شرعیه دی چه هغه ددوی مناسب دی - نو آسمانونو او ځمکی او غرونو دا اومنل لکه سورة حٰم سجده (۱۱) او سورة حج (۱۸) کښی دی او انسانانو کښی اکثریت په خپل امانت کښی نقصان اوکړو نودی ظالم او جاهل دی بنا په دی توجیه سره حَمل په معنیٰ د خیانت کولو دی دارنگ تفسیر قرطبی او نورو مفسرینو د زجاج نه نقل کړی دی -
[۷۳] داد امانت په باره کښی د دواړو جانبینو نتیجی ذکرکوی - متعلق دی په حمل پوری یعنی د خیانت کولو نتیجه داده چه خیانت کوؤنکوله به عذاب ورکوی چه چا پټ خیانت کړی وی هغه منافقان دی او چاچه ښکاره خیانت کړی وی هغه مشرکان دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>