وَمَنْ يَقْنُتْ ۱۰۳۴ الأحزاب

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ آذَوْا مُوسَى فَبَرَّأَهُ اللَّهُ مِمَّا قَالُوا وَكَانَ عِنْدَ اللَّهِ وَجِيهًا ﴿۶۹﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَقُولُوا قَوْلًا سَدِيدًا ﴿۷۰﴾ يُصْلِحْ لَكُمْ أَعْمَالَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِيمًا ﴿۷۱﴾

ای ایمان والو مه کیږئ په شان دهغه کسانو چه تکلیفونه ئی رَسَوَل موسیٰ علیه السلام ته نو بچ اوساته هغه لره اللّه تعالٰی دهغی نه چه دوی وئيل او دی وؤ په نیز د اللّه تعالٰی مخوریز ﴿۶۹﴾
ای ایمان والو ویره کوئ د اللّه تعالٰی نه او وائی وینا برابر (دشرع سره) ﴿۷۰﴾
نو قبول به کړی تاسو لره عملونه ستاسو او بخنه به اوکړی تاسوته د گناهونو ستاسو او چاچه تابعداری اوکړه د اللّه تعالٰی او درسول دهغه نویقیناً کامیاب شو په لویه کامیابی سره ﴿۷۱﴾

[۶۹] دا بل خطاب دی مؤمنانوته - هرکله چه ذکرشوه سزا د اذیت ورکونکو د نبی ﷺ ته او معلومه شوه چه دا عادت دکافرانو او دمنافقانو دی نواوس منع کوی مؤمنانولره دایذاء‌ د رسول اللّٰه ﷺ نه او دتشبیه دیهودیانو نه (كَالَّذِينَ آذَوْا مُوسَى) ایذا موسیٰ علیه السلام ته یو دا وه چه انکار اوکړو دوی دقتال نه او اوئیل (اذْهَبْ أَنْتَ وَرَبُّكَ فَقَاتِلَا إِنَّا هَاهُنَا قَاعِدُونَ) اودی ته اشاره ده په سورة صف (۵) کښی - دوهمه ایذا داوه چه په هغه باندی بدنامه لگولی وه چه ده خپل ورور هارون علیه السلام قتل کړی دی - دریمه هغه ده چه امام بخاری حدیث د ابوهریرة رضی اللّه عنه نقل کړی دی چه موسیٰ علیه السلام د بنی اسرائیلو نه جدا په تنهائی کښی غسل کوؤ اودوی په یوځای غسل کوؤ نودوی وئیل چه موسیٰ علیه السلام زمونږ نه جدا ددی وجی نه لامبی چه ده باندی مرض د اُدرة (خصيی پړسیدل) دی یاپه ده باندی مرض د برص (برگی) دی (وَكَانَ عِنْدَ اللَّهِ وَجِيهًا) یعنی دوی په دی بدنامو لگولوسره دهغه بی عزتی کول غوښتل لیکن هغه د اللّه تعالٰی په نیزباندی عزت مند وؤ نود داسی شخص عزت هیڅ څوک نه شی کمولی - وَجِيهًا، چه مرتبه ئی اوچته وی دعاگانی ئی قبلیږی محبوب وی عزت مند وی -
[۷۰] دا آخری خطاب دی مؤمنانو ته په تقویٰ سره لکه چه اول خطاب د نبی ﷺ دسورة په اول کښی په تقویٰ سره وؤ - اوتقویٰ جامع لفظ دی هغه احکام چه ددی سورة په خطاباتو کښی دی په هغه ټولو باندی عمل کولو ته شامل دی -
[۷۱] داد تقویٰ او قول سدید دوه فائدی ذکرکوی، يُصْلِحْ لَكُمْ أَعْمَالَكُمْ، مراد ددی نه په عملونو کښی حسن پیدا کول اوعلمونه قبولول دی (وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ) اختتام د احکامو کښی ئی دا جمله ذکرکړی ده ځکه چه دټولو اساس اطاعت د اللّه او درسول دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>