اتْلُ مَا أُوحِيَ ۱۰۱۰ الأحزاب

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ اتَّقِ اللَّهَ وَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَالْمُنَافِقِينَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا ﴿۱﴾ وَاتَّبِعْ مَا يُوحَى إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا ﴿۲﴾ وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ وَكَفَى بِاللَّهِ وَكِيلًا ﴿۳﴾

ای نبی (همیشه) ویره ورکوه د اللّه تعالٰی نه اوخبره مه منه دکافرانو اودمنافقانو یقیناً اللّه تعالٰی دی پوهه حکمتونو والا ﴿۱﴾
اوتابع اوسه دهغی چه وحی کیدی شی تاته دطرف درب ستانه یقیناً اللّه تعالٰی دی ستاسو په عملونوخبردار ﴿۲﴾
اوځان اوسپاره په اللّه تعالٰی باندی اوپوره دی اللّه تعالٰی ذمه وار ﴿۳﴾

سورة الأحزاب

ربط: ددی د مخکښی سورة سره په څو طریقو سره دی - اوله طریقه تیرشوی سورة کښی مسئله دتوحید وه نوپه دی سورة کښی د رسول اللّٰه ﷺ تابعداری ذکرکوی - دوهمه طریقه مخکښی سورتونو کښی رد دشرک وؤ نوپه دی سورة کښی رد دی په بدعاتو شرکیوباندی - دریمه طریقه تیرشوی سورتونو کښی اثبات دتوحید وؤ نوپه دی سورة کښی تیزی ورکوی په دعوت او تبلیغ ددی مسئلی باندی -
دعویٰ ددی سورة: تیزی ورکول رسول اللّٰه ﷺ ته په دعوت او په رد دبدعاتو باندی په دولس خطاباتوکښی اوتیزی ورکول امت ته عموماً او خصوصاً په اطاعت کولو اوپه توقیرکولو د رسول اللّٰه ﷺ سره په شپاړس خطاباتوکښی اواثبات دتوحید په ذکرددری مثالونو سره اوپه نهه آیاتونو کښی
خلاصه ددی سورة: داسورة تقسیم دی څلوربابونوته اول باب (۹) پوری دی - په دی کښی دعویٰ دسورة ده په ذکر دڅلورو خطاباتو د رسول اللّٰه ﷺ تر (۳) پوری بیا رد دی په دری اقوالو د اهل رسومو او اشاره ده مثالونو ته په (۴) کښی - اوخطاب دی مؤمنانوته په (۶،۵) کښی اوپنځم خطاب د نبی ﷺ دی په (۸،۷) کښی -

تفسیر

[۳،۲،۱] په دی آیاتونو کښی څلورخطابات دی نبی ﷺ ته دری اوامراو یو نهی ده دټولو حاصل تیزی ورکول دی په دعوت او تبلیغ باندی -
فائده: ددی سورة په ابتداء کښی خازن او خطیب شربینی او نورو مفسرینو لیکلی دی چه د احد واقعی نه روستو دمشرکان مکه وفد راغی اودمنافقان مدینه سره ئی مشوره اوکړه او رسول اللّٰه ﷺ ته راغلل اوهغه سره داتحاد او مصالحت خبره په دی طریقه اوکړه چه ته د لات منات وغیره بد مه وایه بلکه دوی شفعاء قهریه اومنه لکه چه ځمونږعقیده ده اومونږبه هم تاته په نورو خبرو کښی رکاوټ نه اچوؤ خپل نوردعوت کوه اومنافقانو هم دهغوی تائید اوکړو چه دا اختلاف پریږده او دجنگونونه به خلاص شی او دوی به په تاباندی حملی نه کوی (ددی ټولو خبرومقصد ترغیب دمداهنت ورکول وو رسول اللّٰه ﷺ ته) نو ددی سورة ابتداء دهغوی په جواب کښی نازل شوه (وَكِيلًا) داد اللّه تعالٰی په صفت کښی دی مراد ددی نه هغه ذات دی چه دټولو کارونو ذمه وار اوتدبیرجوړونکی وی اوپه دی صفت کښی د اللّه تعالٰی شریک نیشته ددی وجی نه و کفیٰ ئی ذکرکړو دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>