اتْلُ مَا أُوحِيَ ۱۰۰۹ السجدة

أَوَلَمْ يَهْدِ لَهُمْ كَمْ أَهْلَكْنَا مِنْ قَبْلِهِمْ مِنَ الْقُرُونِ يَمْشُونَ فِي مَسَاكِنِهِمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ أَفَلَا يَسْمَعُونَ ﴿۲۶﴾ أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّا نَسُوقُ الْمَاءَ إِلَى الْأَرْضِ الْجُرُزِ فَنُخْرِجُ بِهِ زَرْعًا تَأْكُلُ مِنْهُ أَنْعَامُهُمْ وَأَنْفُسُهُمْ أَفَلَا يُبْصِرُونَ ﴿۲۷﴾ وَيَقُولُونَ مَتَى هَذَا الْفَتْحُ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿۲۸﴾ قُلْ يَوْمَ الْفَتْحِ لَا يَنْفَعُ الَّذِينَ كَفَرُوا إِيمَانُهُمْ وَلَا هُمْ يُنْظَرُونَ ﴿۲۹﴾ فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ وَانْتَظِرْ إِنَّهُمْ مُنْتَظِرُونَ ﴿۳۰﴾

آیا اونه ده ښکاره شوی دوی ته چه څومره هلاک کړی دی مونږ مخکښی ددوی نه د پیړونه چه گرځی دوی په کورونو دهغوی کښی یقیناً په دی کښی ډیر دلیلونه دی آیا نو دوی نه اوری ﴿۲۶﴾
آیا دوی نه گوری چه مونږ چلوو اوبه (باران) ځمکی شاړی ته اورا اوباسو په هغی سره فصل چه خوری دهغی نه څاروی ددوی او ځانونه ددوی آیا دوی نه وینی ﴿۲۷﴾
اودوی وائی چه کله به وی دافیصله که تاسو رشتینی ئی ﴿۲۸﴾
اوایه په ورځ د فیصلی نفع نه ورکوی کافرانو ته ایمان راوړل دهغوی اونه به دوی لره مهلت ورکیدی شی ﴿۲۹﴾
نو مخ واړوه ددوی نه او انتظار کوه یقیناً‌ دوی هم انتظار کوی ﴿۳۰﴾

[۲۶] دا زجردی دوهم فریق ته چه منکرین دی چه دوی دتیرشوؤ منکرینو دعذابونو ددنیا نه هیڅ عبرت نه آخلی (أَفَلَا يَسْمَعُونَ) هرکله چه واقعات دتیرشوی قومونو داوریدلو سره تعلق لری ددی وجی نه زجرئی په نه اوریدلوسره ذکر کړو -
[۲۷] دا بل زجردی چه دا منکرین دعقلی دلیلونو نه هم عبرت نه اخلی اوهرکله چه دا آیات (دلیلونه) د لیدلوسره تعلق لری ددی وجی نه ددی په آخرکښی أَفَلَا يُبْصِرُونَ، ئی ذکرکړو -
[۲۸] داهم رجردی په انکاردقیامت سره اودا متعلق دی د (۲۵) سره چه په هغی کښی د فصل (فیصلی دقیامت) ذکراوکړو نو دوی انکارشروع کړو -
[۲۹] دا جواب دی یعنی ددوی مقصد دادی که چیری بالفرض دفیصلی ورځ راشی نوبیا به هغه وخت ایمان راوړو نو جواب اوشو چه په هغه ورځ ایمان نه قبلیږی ځکه چه دغه ایمان جبری دی -
[۳۰] دا تفریع ده په ماقبل زجرونوباندی او تسلی ده نبی ﷺ ته اواعراض نه مراد ددوی نه بی پرواه کیدل اوددوی نه برائت کول دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>