اتْلُ مَا أُوحِيَ ۱۰۰۸ السجدة

وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ فَلَا تَكُنْ فِي مِرْيَةٍ مِنْ لِقَائِهِ وَجَعَلْنَاهُ هُدًى لِبَنِي إِسْرَائِيلَ ﴿۲۳﴾ وَجَعَلْنَا مِنْهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا لَمَّا صَبَرُوا وَكَانُوا بِآيَاتِنَا يُوقِنُونَ ﴿۲۴﴾ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ يَفْصِلُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ﴿۲۵﴾

اویقیناً ورکړی وؤ مونږ موسیٰ علیه السلام ته کتاب نومه کیږه په شک کښی دملاویدلو دهغه نه اوجوړ کړی وؤ مونږ دا کتاب هدایت دپاره د بنی اسرائیلو ﴿۲۳﴾
او جوړ کړی وؤ مونږ ددوی نه ایمامان چه بیان ئی کوؤ په حکم زمونږ سره هرکله چه دوی صبرکړی وؤ او وؤ دوی چه په آیاتونو ځمونږ ئی یقین کوؤ ﴿۲۴﴾
یقیناً ستا رب به فیصله اوکړی ددوی په مینځ کښی په ورځ دقیامت په هغه څیزکښی چه دوی په کښی مختلف وؤ ﴿۲۵﴾

[۲۳] دا ذکرد مؤمنانو سابقینو دی اوتعلق لری دسورة د آیت (۳،۲) سره یعنی تائید دی دصدق دقرآن او درسول (فَلَا تَكُنْ فِي مِرْيَةٍ مِنْ لِقَائِهِ) په معنیٰ د لِقَائِهِ او په ضمیردهغی کښی اوپه اضافت کښی ډیر اقوال دی، (۱) لقاء په معنیٰ دملاقات (۲) تلقی یعنی قبلول (۳) اخستل (۱) او اضافت مفعول ته دی، (۲) یا اضافت فاعل ته دی او ضمیرراجع دی موسیٰ علیه السلام ته یا راجع دی کتاب ته یارب ته - تفصیل دمعنو دادی: (۱) پس مه کیږه په شک کښی د قبلولو د موسیٰ علیه السلام نه دغه کتاب لره (۲) پس مه کیږه ته په شک کښی د اخستلو ستانه مثل ددغه کتاب لره (۳) پس مه کیږه په شک کښی دمخامخ کیدلو ستانه په شان د موسیٰ علیه السلام دمصبتونوسره (۴) پس مه کیږه ته په شک کښی دملاقات کولو ستانه موسیٰ علیه السلام سره په شپه دمعراج کښی - یعنی هغه لیدل بالکل حق دی اودغه ملاقات دارواحو دهغوی سره وؤ چه په شکل دبدنونو د هغوی سره جوړ کړی شوی وو ما سیواد عیسیٰ علیه السلام نه (۵) پس مه کیږه په شک کښی دملاقات ستا د خپل رب سره -
[۲۴] په دی کښی امت د موسیٰ علیه السلام ذکرکوی چه په هغوی کشی دعوت او تبلیغ جاری وؤ نو اشاره ده امت د آخری نبی ﷺ ته چه دده په امت کښی به هم دعوت جاری وی اوپه دی آیت کښی (أَئِمَّةً) عام دی انبیاؤ د بنی اسرائیلو ته او علماؤ دهغوی ته لکه سورة انبیاء (۷۳) کښی - اوپه دی آیت کښی دلیل دی چه په صبراویقین سره امامت ددین حاصلیږی (لکه چه ابن کثیروئیلی دی) په صبرسره دفع دشهواتو راځی اوپه یقین سره زوال دشبهاتو حاصلیږی -
[۲۵] دی آیت کی ذکردی چه په امت د موسیٰ علیه السلام کښی اختلاف پیدا شوی وؤ نواشاره ده چه په دی امت کښی به هم اختلاف پیدا کیږی لکه په حدیث د (ستفرق امتی علی ثلٰث سبعین فرقه) کښی دا ذکرشوی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>