اتْلُ مَا أُوحِيَ ۱۰۱۱ الأحزاب

مَا جَعَلَ اللَّهُ لِرَجُلٍ مِنْ قَلْبَيْنِ فِي جَوْفِهِ وَمَا جَعَلَ أَزْوَاجَكُمُ اللَّائِي تُظَاهِرُونَ مِنْهُنَّ أُمَّهَاتِكُمْ وَمَا جَعَلَ أَدْعِيَاءَكُمْ أَبْنَاءَكُمْ ذَلِكُمْ قَوْلُكُمْ بِأَفْوَاهِكُمْ وَاللَّهُ يَقُولُ الْحَقَّ وَهُوَ يَهْدِي السَّبِيلَ ﴿۴﴾ ادْعُوهُمْ لِآبَائِهِمْ هُوَ أَقْسَطُ عِنْدَ اللَّهِ فَإِنْ لَمْ تَعْلَمُوا آبَاءَهُمْ فَإِخْوَانُكُمْ فِي الدِّينِ وَمَوَالِيكُمْ وَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ فِيمَا أَخْطَأْتُمْ بِهِ وَلَكِنْ مَا تَعَمَّدَتْ قُلُوبُكُمْ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا ﴿۵﴾

نه دی جوړکړی اللّه تعالٰی هیڅ سړی لره دوه زړونه په خیټه دهغی کښی اونه دی جوړکړی بیبیانی ستاسو هغه چه تاسو اظهار کوئ میندی ستاسو اونه دی جوړکړی په خولی بللی شی (متبنّٰی) ځامن ستاسو داوینا ستاسونه په خولو ستاسو (بی دلیله) او اللّه تعالٰی وائی حق اوهغه روانول کوی لاری دحق ته ﴿۴﴾
نومونه آخلی ددوی نسبت کوؤنکی پلارانو ددوی ته دا ډیرانصاف دی په نیزد اللّه تعالٰی نوکه نه پیژنی پلاران ددوی نو رونړه ستاسو دی په دین کښی اومریان (آزاد شوی) ستاسو دی اونیشته په تاسوباندی گناه په هغی کښی چه خطا شئ تاسو په هغی سره اولیکن (گناه دی) په هغی کښی چه قصد اوکړی زړونه ستاسو اودی اللّه تعالٰی بخښنه کوؤنکی رحم کوؤنکی ﴿۵﴾

[۴] مقصود په دی آیت کښی تردید دمشرکانودی په دری اقوالوباندی اول قول ددوی چه نبی ﷺ ته وئیلی وؤ چه ته ځمونږ معبوان شفعاء (قهریه) اومنه اومونږبه تاسره عظمت او کبریاء د اللّه تعالٰی تسلیم کړو نوددی رد ئی اوکړو چه دعقیدی محل زړه دی اوشرک او توحید دوه متضاد عقیدی دی په یوزړه کښی دواړه نشی جمع کیدلی ځکه چه اجتماع دضدینو په یو محل کښی عقلاً محال ده اودوه زړونه خو دیوکس دپاره کیدی نشی نومعلومه شوه چه یوکس مؤحداو مشرک په یووخت نشی کیدی (نوددی آیت تعلق دی د اتق اللّه سره) دوهم قول ددوی چه زوجه (ښځی) ته به اوئیل چه دا په ماباندی دمورپه شان وی نوهغه به ئی حقیقتاً مور گنړله اوهمیشه دپاره به ئی په ځان باندی حرامه گرځوله چه هغی تفصیل او تردید به په سورة مجادله کښی راځی - مراد دادی چه په یوه ښځه کښی دا دواړه صفتونه متضاد نشی جمع کیدلی چه هم دی موروی او هم دی زوجه وی اوپه دی کښی اشاره ده په طوردمثال سره چه عبد معبود نشی کیدی - دریم قول قول ددوی چه دبل چا ځوی ته به ئی اوئیل چه ته ځما ځوی ئی اوهغه ته متبنیٰ وئیلی کیږی نوبیا به ئی وئیل چه داځوی دی د ځوی احکام به ئی پری چلول اودهغه ښځه به ئی د انگورپه شان په ځان باندی همیشه حرامه گنړله - نومراد دادی چه په یوولد کښی داصفتونه متضاد نشی جمع کیدلی چه دی دیو موراوپلارنه پیدا وی اوهم دی دبل موراوپلارنه پيدا وی اوپه دی کښی هم اشاره ده چه دامشرکان دعویٰ اوزعم کوی دیوبنده په باره کښی چه دی ولد د اللّه تعالٰی دی اوفریادرس او مبعود دی نودا اجتماع دضدینو ده - اومحال ده عقلاً اوشرعاً -
[۵] دا اول خطاب دی مؤمنانوته دپاره درد درسم دمشرکانو اوذکردادب دی په باره د متبنیٰ کښی - اوهرکله چه په دی سورة کښی واقعی د زید بن حارثه ته اشاره وه چه دهغه نه رسول اللّٰه ﷺ متبنیٰ جوړ کړی وؤ - اوخلقو به ورته زید بن محمد وئیل او بیا چه رسول اللّٰه ﷺ دزید طلاقی شوی ښځی (زینب) سره په حکم د اللّه تعالٰی سره نکاح اوکړو نومشرکانو منافقانو اعتراضونه کول شروع کړل چه دا څنگه پیغمبردی چه انگور (دځوئ ښځی) سره ئی نکاح اوکړو نوددی وجی نه په دی سورة کښی ئی دهغوی تردید اوکړو آیت څلورم کښی اوفرمائیل چه زید د نبی ﷺ ځوی نشی کیدی نوپه دی آیت کښی منع کوی چه زید دځوئ په طریقی سره نبی ﷺ ته مه منسوب کوئ (ادْعُوهُمْ لِآبَائِهِمْ) مراد دعا نه ذکرکول دنوم د متبنیٰ دی اودارنگ هغه ته آواز ورکول یعنی وائی زید بن حارثه اوآواز کوئ یا زید بن حارثه - (وَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ) دا عام قانون الٰهی دی که په مسئله د متبنیٰ کښی وی اوکه په نورو اقوالوکښی وی خوخطاء په ټولو کښی معاف ده - او هرکله چه خطاء معاف ده نونسیان په طریق اولٰی سره معاف دی ځکه چه په خطا کښی حکم یادوی خو خلاف ترینه بی ارادی اوشی اوپه نسیان کښی حکم هیروی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>