اتْلُ مَا أُوحِيَ ۱۰۰۴ السجدة

الَّذِي أَحْسَنَ كُلَّ شَيْءٍ خَلَقَهُ وَبَدَأَ خَلْقَ الْإِنْسَانِ مِنْ طِينٍ ﴿۷﴾ ثُمَّ جَعَلَ نَسْلَهُ مِنْ سُلَالَةٍ مِنْ مَاءٍ مَهِينٍ ﴿۸﴾ ثُمَّ سَوَّاهُ وَنَفَخَ فِيهِ مِنْ رُوحِهِ وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَالْأَفْئِدَةَ قَلِيلًا مَا تَشْكُرُونَ ﴿۹﴾ وَقَالُوا أَإِذَا ضَلَلْنَا فِي الْأَرْضِ أَإِنَّا لَفِي خَلْقٍ جَدِيدٍ بَلْ هُمْ بِلِقَاءِ رَبِّهِمْ كَافِرُونَ ﴿۱۰﴾

هغه ذات چه ښائسته جوړکړی دی هرڅیز چه پیدا کړی دی اوشروع کړی دی پیدائش دانسان دخټونه ﴿۷﴾
بیائی جوړ کړی نسل دهغه لره دراښکلی شوی اوبو سپکونه ﴿۸﴾
بیائی برابرکړو هغه او اوپوکوئي په هغی کښی د روح خپل نه اوجوړ کړی دی تاسولره غوږونه او سترگی او زړونه ډیر لږه شکریه کوئ‌ تاسو ﴿۹﴾
اودوی وائی آیا کله چه مونږ روک شو په خاورو کښی آیا شو به مونږ په پیدائش نوی کښی بلکه دوی د ملاقات د رب خپل نه انکارکوی ﴿۱۰﴾

[۷] دا بل دلیل عقلی دی، مخکښی دلیل افاقی وؤ اودا دلیل انفسی دی (أَحْسَنَ) مراد داچه هرمخلوق ئی په مناسب شکل و صورت اواندامونوسره پیدا کړی دی (وَبَدَأَ خَلْقَ الْإِنْسَانِ) هرکله چه عام خلق ئی ذکرکړو نوددی جملی نه دانسان دپیدائش ترتیب ذکرکوی -
فائده: داصریح دی چه اول انسان ئی دخټی نه پیدا کړی وؤ نومنطقی نتیجه را اوتله چه اول انسان آدم علیه السلام وؤ - نودا نظریه بالکل غلطه ده چه څوک وائی چه آدم اول انسان نه دی -
[۸] (سُلَالَةٍ) په زور راویستلی شوی ته وئیلی کیږی اشاره ده چه کومه نطفه چه دشهوت په زور سره د ملا او دسینی نه راویستلی شی نودهغی نه ولد پیدا کیږی دهسی نطفی نه انسان نه پیدا کیږی -
[۹] په دی کښی تتمه دخلق دانسان ده (سَوَّاهُ) ددی نه مراد هغه انقلابات دی ترپوره کولو داعضاؤ پوری کوم چه سورة مؤمنون (۱۴،۱۳) کښی ذکرشوی دی (رُوحِهِ) ددی اضافت اللّه تعالٰی ته په دی وجه کړی شوی دی چه دروح دپیدائش دپاره هیڅ ظاهری ماده نیشته - او سمع، بصر، زړه، ئی خاص ذکرکړل ځکه چه دا قوتونه هم پټ دی په شان دروح اگرچه اعضاء‌ ددی ښکاره دی -
[۱۰] د ا زجردی په انکار دبعث بعدالموت سره - اوهرکله چه مخکښی صدق درسول اوبیا بیان د توحید په دلیلونو سره اوشو نو اوس څلورم مقصد ذکرکوی (یعنی اثبات دآخرت) اوهرکله چه تیرشوی دلیلونه داثبات دپاره هم کافی وؤ ددی وجی نه ددی دپاره ئی نوردلیلونه ذکرکړل -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>