اتْلُ مَا أُوحِيَ ۱۰۰۳ السجدة

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

الم ﴿۱﴾ تَنْزِيلُ الْكِتَابِ لَا رَيْبَ فِيهِ مِنْ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۲﴾ أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ بَلْ هُوَ الْحَقُّ مِنْ رَبِّكَ لِتُنْذِرَ قَوْمًا مَا أَتَاهُمْ مِنْ نَذِيرٍ مِنْ قَبْلِكَ لَعَلَّهُمْ يَهْتَدُونَ ﴿۳﴾ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ مَا لَكُمْ مِنْ دُونِهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا شَفِيعٍ أَفَلَا تَتَذَكَّرُونَ ﴿۴﴾ يُدَبِّرُ الْأَمْرَ مِنَ السَّمَاءِ إِلَى الْأَرْضِ ثُمَّ يَعْرُجُ إِلَيْهِ فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ أَلْفَ سَنَةٍ مِمَّا تَعُدُّونَ ﴿۵﴾ ذَلِكَ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ﴿۶﴾

الف لام میم ﴿۱﴾
نازلیدل ددی کتاب شک نیشته په دی کښی دطرف د رب دمخلوقاتو نه دی ﴿۲﴾
آیا دوی وائی چه دا (قرآن) ئی دځان نه جوړکړی دی بلکه داحق دی ستا درب دطرف نه دی دپاره چه ویره ورکړی هغه قوم ته چه نه دی راغلی هغوی ته ویره ورکوؤنکی ستانه مخکښی ددی دپاره چه هدایت امومی ﴿۳﴾
خاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه پیداکړی دی آسمانونه او ځمکه اوهغه چه مینځ ددی کښی دی په اندازه دشپږ ورځو کښی بیا برابرشوی دی دعرش دپاسه نیشته تاسولره سیوا د اللّه تعالٰی نه هیڅ بچ کوؤنکی اونه سفارشی آیا پس ولی نصیحت نه قبلوئ ﴿۴﴾
انتظام کوی اللّه تعالٰی دکار دآسمان نه (رالیږی) ځمکی ته بیاورخيژی هغه ته په یوورځ کښی چه اندازه دهغی زرکاله ده دهغی نه تاسو ئی شماره کوئ ﴿۵﴾
دغه ذات دی عالم دی په هرپټ او ښکاره زورآور او رحم کوؤنکی دی ﴿۶﴾

سورة السجدة

ددی سورة نور نومونه دادی: سورة الم سجده، سورة السجدة، سورة المضاجع، سورة سجدة لقمان -
ربط: ددی د مخکښی سورة سره دادی (۱) هرکله چه مخکښی سورة کښی رد اوکړی شو په شرک باندی په عقلی او نقلی دلیلونوسره نوپه دی سورة کښی فرق بیانوی دمشرک او مؤحد په مینځ کښی په دنیا او آخرت کښی (۲) په دی سورة کښی د سورة لقمان دآخری آیت شریح ده اولی جملی (ان اللّه عنده علم الساعة) تشریح په (۱۴،۱۳،۱۲،۱۱،۵) کښی ده - ددوهمی جملی (وینزل الغیث) تشریح په (۲۷) کښی ده ددریمی جملی (ویعلم ما فی الارحام) تشریح په (۹،۸) کښی ده د څلورمی جملی (وماتدری تفس مذاتکسب غدا) تشریح په (۱۳،۵) کښی ده - دپنځمی جملی (وماتدری تفس بای ارض تموت) تشریح په (۱۱،۱۰) کښی ده -
دعویٰ ددی سورة: بیان دفرق په مینځ دحال دمؤمن او دحال د مشرک کښی، مأخذ ددی په (۱۶) کښی ذکردی - دابتداء نه تر (۱۴) پوری ذکر داحوالو دمنکرینودی اوپه (۱۳ ) کښی قرآن ته نسبت د افتراء‌ دی په (۹) شکرنه کول په (۱۰) کښی ددوباره ژوند نه انکارکول اوپه (۱۲) کښی مرگ راوستل په دوی باندی په قیامت کښی اوددی مجرمانو حال په (۱۴،۱۳) کښی ذکردی - احوال دمؤمنانو په (۱۷،۱۶،۱۵) کښی - بیا ذکردفرق د (۱۸) نه تر (۲۲) پوری په طریقه دجزا او سزا بیا ذکر دحال دمؤمنانو مخکښنو په (۲۵،۲۴،۲۳) کښی بیازجراو تخویف منکرینوته په (۲۹،۲۸،۲۷،۲۶) کښي ذکر کوی اخری آیت تفریع ده په کل سورة باندی -
خلاصه ددی سورة داده: په دی کښی دوه بابونه دی اول باب تر (۱۸) پوری دی - اول ترغیب الی القرآن په (۲) کښی بیا زجرمنکرینوته په (۳) کښی بیا دری عقلی دلیلونه په (۷،۵،۴) کښی بیازجرپه انکار دآخرت باندی بیا تخویف اخروی دری آیاتونوکښی اوبشارت په دری آیتونو کښی -

تفسیر

[۱] داتنبیه ده په اعجازدقرآن باندی -
[۲] دا صدق دقرآن دی دپاره او ترغیب اوپه دی کښی اشاره ده چه مرتابین اگرچه ډیردی لیکن د هغوی په ارتیاب سره په قرآن کښی هیڅ ریب نه دی پیداشوی -
[۳] دا زجردی منکرینو دقرآن ته (مَا أَتَاهُمْ مِنْ نَذِيرٍ) اشاره ده چه ددوی انذار ډیرسخت دی دوجی د جهل ددوی نه اودارنگ اشاره ده چه داقوم دی نبی ته ډیرمحتاج دی په هدایت کښی -
[۴] دا تفصیل دانذار دی په ذکردتوحیدسره ددلیل عقلی نه (مَا لَكُمْ مِنْ دُونِهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا شَفِيعٍ) امداد کوؤنکی دوه قسمه وی یوهغه چه په خپله تصرف کولی شی حاجت پوره کولی شی مصیبت لری کولی شی اوهغه ته ولی وئیلی کیږی - دوهم هغه چه په خپله کارنشی کولی لیکن مالک او اختیارمند ته په کلکه وینا کولی شی چه ددی شخص حاجت پوره کړه نوده ته شفیع وئیلی کیږی نودتوحید داثبات دپاره ددی دواړو نفی اوکړی شوه -
[۵] دا بل دلیل عقلی دی - یعنی هرکله چه ثابته شوه چه اللّه تعالٰی خالق دی دعرش دپاسه مستوی دی اوپوره اختیارمند دی نو اوس ذکرکوی چه ددی عالم نظام چلوؤنکی هم هغه دی دانظام ئی چاته نه دی سپارلی نومعلومه شوه چه قطبان غوثان نیشته چه هغوی ددنیا تدبیرکولی شی - په دی آیت کښی دوه تفسیرونه دی اول دادی چه الْأَمْرَ نه مراد هرکاردکارونو ددی عالم نه چه په عالم اسفل کښی انسانانوته ښکاره کیږی اوپه دی ځمکه کښی چلیږی او ( يَعْرُجُ) په معنیٰ دیرجع دی اوضمیردغه امرته راجع دی اورجوع روستو دفنا دعالم نه مرادده (فِي يَوْمٍ) متعلق دی په تعرج پوری اومراد ددی نه ورځ دقیامت ده - دوهم تفسیردادی چه الامرنه مراد وحی ده چه په واسطه دجبرائیل سره رالیږلی کیږی، د مِنَ السَّمَاءِ سره فینزل پټ دی او يَعْرُجُ ضمیر جبرائیل ته راجع دی او فِي يَوْمٍ نه مراد ورځ ده ددنیا دورځونه او هرکله چه حدیث سره ثابت ده چه مینځ دآسمان او ځمکه کښی پنځه سوه کلونه مسافت دی نو تله راتله دواړه طرف ته زرکلونه شول - او فِي يَوْمٍ متعلق دی په دواړو فعلونوپوری (فینزل او یعرج) اومقصود په دی آیت کښی تدبیردوحی شو او اشاره ده صدق دقرآن ته -
[۶] دا هم دلیل عقلی دی اوتائید دماقبل دی یعنی اللّه تعالٰی تدبیر ددی وجی نه کولی شی چه هغه ددی عالم تفصیلی علم لری بغیرددی علم نه تدبیرنشی کیدلی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>