اتْلُ مَا أُوحِيَ ۱۰۰۲ لقمان

يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمْ وَاخْشَوْا يَوْمًا لَا يَجْزِي وَالِدٌ عَنْ وَلَدِهِ وَلَا مَوْلُودٌ هُوَ جَازٍ عَنْ وَالِدِهِ شَيْئًا إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ فَلَا تَغُرَّنَّكُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا وَلَا يَغُرَّنَّكُمْ بِاللَّهِ الْغَرُورُ ﴿۳۳﴾ إِنَّ اللَّهَ عِنْدَهُ عِلْمُ السَّاعَةِ وَيُنَزِّلُ الْغَيْثَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْأَرْحَامِ وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ مَاذَا تَكْسِبُ غَدًا وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ بِأَيِّ أَرْضٍ تَمُوتُ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ ﴿۳۴﴾

ای خلقو اویریږئ درب خپل نه او ویره کوئ دهغه ورځ نه چه نه به شی دفع کولی پلار داولاد نه اونه اولاد به دفع کوؤنکی وی دپلاخپل نه هیڅ څیز یقیناً وعده د اللّه تعالٰی حقه ده نودهوکه دی نه کړی تاسولره ژوند دنیوی اودهوکه دی نه کړی تاسولره په اللّه تعالٰی باندی دهوکه درکوؤنکی ﴿۳۳﴾
یقیناً اللّه تعالٰی خاص هغه سره دی علم دقیامت او راوروی باران او عالم دی په تفصیلاتو دهغه چه په رحمونو (بچه دانئ) کښی دی اونه پوهیږی هیڅ څوک چه څه به کوی صبا اونه پوهیږی هیڅ نفس چه په کومه ځمکه کښی به مړ کیږی یقیناً‌ اللّه تعالٰی پوهه دی اوخبرداردی په پټوخبروباندی ﴿۳۴﴾

[۳۳] روستو دتفصیلی دلیلونو دتوحید اوزجرونو دمنکرینونه دعوت عامه ورکوی توحید اوتقویٰ ته اوتخویف ورکوی د عذاب اخروی نه (فَلَا تَغُرَّنَّكُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا) دا تزهید فی الدنیا دی - یعنی ددنیا ژوند همیشه اونه گنړئ اوددنیا دمالونو اوجاه او مرتبی په وجی سره دآخرت نه غافل نه شئ‌ اودا خومتاع دغرور دی لکه په سورة العمران (۱۸۵) کښی دی (بِاللَّهِ) مراد دادی چه درته اوائی چه اللّه تعالٰی نیشته یا اوائی چه شفعاء او شرکاء د اللّه تعالٰی شته هغوی به نجات درکوی یا اوائی چه اللّه تعالٰی غفورو رحیم دی گناه کوه هیڅ پرواه مه کوه یا اوائی چه اللّه تعالٰی ته ضرور وسیله په کارده نوپه وسیله شرکیه کښی دی اخته کړی یا اووائی چه اللّه تعالٰی یودی اویو خوصرف یو کارکولی شی نوددی وجی نه نورمعبودان او خالقان اوحاجت روا سیوا د اللّه تعالٰی نه هم شته دی -
[۳۴] دا دلیل عقلی علمی دی - لفظ د عِنْدَهُ، دلیل دی په تخصیص دعلم دساعت په اللّه پوری هرکله چه علم دعلاماتودهغی اللّه تعالٰی انبیاؤ علیهم السلام ته خودلی دی، نومن وجه غیروته حاصل شو ددی وجی نه لاتدری ئی ددی سره نه دی وئیلی (وَيُنَزِّلُ الْغَيْثَ) دلته فعل (انزال) ذکرکړو چه هرکله دا انزال د اللّه تعالٰی فعل دی نومعلومه شوه چه هغه پری ضرور عالم دی - دلته یواشکال دی چه په رحِم دننه دبچی علم په الاتو دډاکترانو سره حاصلیږی نوڅرنگ تخصیص په اللّه تعالٰی پوری صحیح کیدی شی؟ جواب دادی چه مافی الارحام نه صرف وجود دبچی مذکرمؤنث کیدل مراد نه دی بلکه دهغی بچی په باره کښی دپوره حالاتوعلم دی - چه به دی کوم وخت پیداکیږی اودی به صالح عمل کوی اوکه بد عمل به کوی اودده به څومره ژوند وی کوم کوم وطن ته به سفرکوی څومره او څرنگ تکلیفونه به په ده راځی - مالداربه وی او که غریب به وی جنتی وی اوکه جهنمی به وی وغیره دا احوال په هیڅ الاتوسره هیڅ چاته معلوم نه دی - ددی علم خاص دی په اللّه تعالٰی پوری -
فائده: حدیث صحیح کښی دی پنځو امورو ته ئی مفاتیح الغیب وئیلی دی، اشاره ده چه صرف پنځه څیزونه نه دی بلکه هریو ددی نه په بی شماره جزئیاتو باندی مشتمل دی تفصیلی حالات دقیامت، تفصیلی حالات دباران، تفصیلی حالات دبچی، تفصیلی حالات داعمالوودصبا، تفصیلی حالات دهغه ځای چه دمرگ دی نوداخزانی دغیب دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>