اتْلُ مَا أُوحِيَ ۱۰۰۱ لقمان

مَا خَلْقُكُمْ وَلَا بَعْثُكُمْ إِلَّا كَنَفْسٍ وَاحِدَةٍ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ ﴿۲۸﴾ أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يُولِجُ اللَّيْلَ فِي النَّهَارِ وَيُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى وَأَنَّ اللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ ﴿۲۹﴾ ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ وَأَنَّ مَا يَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ الْبَاطِلُ وَأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْعَلِيُّ الْكَبِيرُ ﴿۳۰﴾ أَلَمْ تَرَ أَنَّ الْفُلْكَ تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِنِعْمَتِ اللَّهِ لِيُرِيَكُمْ مِنْ آيَاتِهِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِكُلِّ صَبَّارٍ شَكُورٍ ﴿۳۱﴾ وَإِذَا غَشِيَهُمْ مَوْجٌ كَالظُّلَلِ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ فَلَمَّا نَجَّاهُمْ إِلَى الْبَرِّ فَمِنْهُمْ مُقْتَصِدٌ وَمَا يَجْحَدُ بِآيَاتِنَا إِلَّا كُلُّ خَتَّارٍ كَفُورٍ ﴿۳۲﴾

نه دی پیدائش ستاسو اونه دوباره ژوندستاسو مگر په شان دیوتن دی یقیناً اللّه تعالٰی هرڅه آوری هرڅه وینی ﴿۲۸﴾
آیا ته نه گوری چه یقیناً اللّه تعالٰی ورننه باسی شپه په ورځ کښی او ورننه باسی ورځ په شپه کښی اوپه خدمت کښی لگولی دی نمراو سپوږمئ دا ټول چلیږی ترنیټی مقرری پوری اویقیناً اللّه تعالٰی ستاسوپه عملونو باندی خبردار دی ﴿۲۹﴾
دا بیان دی دپاره ددی چه یقین اوکړئ چه اللّه تعالٰی حق دی اویقیناً هغه کسان چه دوی ئی بلی سیوا د اللّه تعالٰی نه باطل (بندگی دهغوی) اویقیناً اللّه تعالٰی پورته دی لوی ذات دی ﴿۳۰﴾
آیا ته نه گوری چه کشتئ چلیږی په سمندر کښی په نعمت د اللّه تعالٰی سره دی دپاره چه اوښائی تاسوته دلیلونه خپل یقیناً په دی کښی ډیردلیلونه دتوحید دی هرډیر صبرناک ډیرشکرگذار لره ﴿۳۱﴾
اوهرکله چه راگیرکړی دوی لره چپی په شان د غټو وریځو بلی دوی اللّه تعالٰی لره نوخالص کوی هغی لره بلنه نوهرکله چه بچ کړی دوی لره اوچی ته نوبعضی ددوی نه حق پرست وی او انکارنه کوی دآیاتونو زمونږنه مگرهربی لوظه ناشکره ﴿۳۲﴾

[۲۸] داهم دلیل عقلی دی داثبات دعظیم قدرت دهغه روستو د ذکرد محیط دعلم دهغه نه -
[۲۹] دا بل دلیل عقلی دی په ذکر د تصرف د اللّه تعالٰی په زمانه کښی اوپه آسبابودشپه اوورځ کښی -
[۳۰] دا نتیجه ده دتیرشوؤ دلیلونو (الْبَاطِلُ) په معنیٰ دفانی دی یا دعا دهغوی نه - اوعبادت کول د هغوی باطل دی (الْعَلِيُّ) صریح دی په علوّ (اوچت والی) د اللّه تعالٰی کښی -
[۳۱] داهم دلیل عقلی دی ارضی (دځمکی) دی روستو ددلیل وسطی نه (بِنِعْمَتِ اللَّهِ) مراد ددی نه تعلیم د اللّه تعالٰی دی بندگانو ته طریقه د جوړولو د کشتئ او دچلولو دهغی اودپیدائش د اجزاؤ دهغی چه لرگی او اوسپنه ده - یامراد ددینه معتدله هوا ده چه بغیردهغی نه کشتئ نشی چلیدلی (صَبَّارٍ شَكُورٍ) دسفرپه مشکلاتوباندی دصبر کولو نه بغیردا آیات (دلیلونه) نه معلومیږی اودارنگ څوک ددی نعمتونو او قدرتونو نسبت اللّه تعالٰی له نه منی نوهغه ته هم آیات دتوحید نه معلومیږی ددی وجی نه ئی دا دواړه صفتونه ذکر کړل اوپه مبالغی سره ئی ددی وجی نه ذکرکړل چه په بعضی مشکلاتو کښی صبرکول اوبعضی نعمتونو د اللّه تعالٰی باندی شکرخود کافرانواومشرکانو هم عادت دی خوپه هرمشکل کښی صبرکول او دهرنعمت د اللّه تعالٰی شکراداکول داد مؤمن صفت دی -
[۳۲] په دی آیت کښی زجردی په ناشکرئ کولو دتیرشوی نعمت یعنی دخوف او هیبت دچپو ددریاب دوجی نه اللّه تعالٰی ته عاجزی کوی (مُقْتَصِدٌ) دلته مقتصد مؤحد دی چه نه افراط کوی چه دوجود د اللّه تعالٰی نه انکار اوکړی اونه تفریط کوی چه د اللّه تعالٰی نه سیوا نور هم الٰهه گنړی (خَتَّارٍ) خترعذر ته وئیلی کیږی اودا وی دوجی دبی صبرئ نه نودائی دصبارپه مقابله کښی ذکرکړو او كَفُورٍ ئی په مقابله دشکورکښی ذکرکړلو - یعنی سیوا دمؤحدینونه دوه قسمه خلق دی یوهغه چه د اللّه تعالٰی اودهغه دنعمتونو نه مطلقاً منکروی لکه دهریان نو ختّارکښی هغه مراد دی - اودوهم قسم مشرک چه اللّه تعالٰی منی اونعمتونه ئی هم منی لیکن ورسره شریک جوړوی کفورکښی هغه ته اشاره ده -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>