اتْلُ مَا أُوحِيَ ۱۰۰۵ السجدة

قُلْ يَتَوَفَّاكُمْ مَلَكُ الْمَوْتِ الَّذِي وُكِّلَ بِكُمْ ثُمَّ إِلَى رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ ﴿۱۱﴾ وَلَوْ تَرَى إِذِ الْمُجْرِمُونَ نَاكِسُو رُءُوسِهِمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ رَبَّنَا أَبْصَرْنَا وَسَمِعْنَا فَارْجِعْنَا نَعْمَلْ صَالِحًا إِنَّا مُوقِنُونَ ﴿۱۲﴾ وَلَوْ شِئْنَا لَآتَيْنَا كُلَّ نَفْسٍ هُدَاهَا وَلَكِنْ حَقَّ الْقَوْلُ مِنِّي لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ ﴿۱۳﴾

ته اوایه ساه به اخلی تاسو نه ملک دمرگ هغه چه مقررکړی شوی دی په تاسوباندی بیا به ستاسو رب ته تاسو پیش کیدلی شئ ﴿۱۱﴾
اوکه چیرته اوینی ته هغه وخت چه مجرمانو به ښکته کړی وی سرونه خپل په نیزدرب ددوی (وائی به) ای ربه زمونږه اولیدل مونږ او واوریدل مونږ نوواپس اوگرځوی مونږ چه عمل اوکړو نیک عمل یقیناً‌ مونږ یقین کوؤنکی یو ﴿۱۲﴾
اوکه غوښتلی وی مونږ ضروربه ورکړی به وی مونږ هرتن ته هدایت دهغه اولیکن پوره شوی ده فیصله دعذاب ځما دطرف نه چه ضرور به ډکه ووم جهنم لره دپیریانو او انسانانو نه په یوځائ ﴿۱۳﴾

[۱۱] دا جواب د انکارددوی دی چه مخکښی ایت کښی ذکرشو - حاصل داچه ستاسو روح د اللّه تعالٰی په اختیارکښی دی چه دهغی په قبض کولوباندی ملک الموت مقررکړی دی نودا دقادر ذات د شان نه لری نه ده چه تاسودوباره پیدا کړی -
فائده: اشکال دادی چه دلته ملک الموت ئی مفرد ذکرکړی دی اوپه سورة انعام (۶۱) سورة نساء (۹۷) کښی جمع ذکرشوی دی ددی څه تطبیق دی؟ اول جواب دادی چه ملک الموت یودی چه دهغه نوم عزرائیل علیه السلام مشهوردی (اگرچه په هیڅ نص صحیح مرفوع کښی دانوم ځما په علم کښی نیشته) خودهغه سره نورتابعدار ملائک دی نودبعضی روح قبض کولو دپاره په خپله لاړشی اوبعضی دپاره نور ملائک اولیږی - دوهم جواب دادی چه دلته کوم روایاتونه چه د عزرائیل علیه السلام دتصرف عامه او علم عامه دپاره مفسرینو ذکرکړی دی په هغی کښی هیڅ روایت مرفوع صحیح نیشته - (واللّه اعلم)
[۱۲] دا تخویف اخروی دی منکرینو لره او ذکر د احوالو ددوی دی روستو د (الیه ترجعون) رجوع الی اللّه نه - (الْمُجْرِمُونَ) نه مراد هغه دی چه دقرآن او رسول اوتوحید اوقیامت نه (چه تیرشوی آیاتونوکښی ذکرشول) انکارکوی (نَاكِسُو رُءُوسِهِمْ) دا علامت د ملامتیا او د شرمندگئ او دذلت دی (رَبَّنَا أَبْصَرْنَا وَسَمِعْنَا) مراد ددی نه علم دهغه خبرو دی چه دوی په دنیا کښی دهغی انکارکړی وؤ - اکثردوی انکار کوؤ دهغه څه نه چه دوی په سترگوباندی نه لیدلو (چه هغه په یؤمنون بالغیب کښی مراد دی) اودا رنگ دوی وحی د اللّه تعالٰی اوقرآن اوحدیث ته نه په دنیا کښی غوږ کیخودلو اوس هغه دواړه حالتونه ورته حاصل شول مجبوراً -
[۱۳] داهم تخویف کښی داخل دی اودا متعلق دی په أَبْصَرْنَا وَسَمِعْنَا پوری یعنی په دنیا کښی دوی هدایت ددی وجی نه حاصل کړی نه وؤ چه هغه د اللّه تعالٰی په اختیارکښی دی او دا مذاهب داهل سنت دی چه اللّه تعالٰی دکافردایمان او هدایت اراده نه ده کړی اوهیڅ کار د اللّه تعالٰی دارادی به بغیر نشی کیدی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>