اتْلُ مَا أُوحِيَ ۹۹۵ لقمان

وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِ آيَاتُنَا وَلَّى مُسْتَكْبِرًا كَأَنْ لَمْ يَسْمَعْهَا كَأَنَّ فِي أُذُنَيْهِ وَقْرًا فَبَشِّرْهُ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ ﴿۷﴾ إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُمْ جَنَّاتُ النَّعِيمِ ﴿۸﴾ خَالِدِينَ فِيهَا وَعْدَ اللَّهِ حَقًّا وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۹﴾ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا وَأَلْقَى فِي الْأَرْضِ رَوَاسِيَ أَنْ تَمِيدَ بِكُمْ وَبَثَّ فِيهَا مِنْ كُلِّ دَابَّةٍ وَأَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَنْبَتْنَا فِيهَا مِنْ كُلِّ زَوْجٍ كَرِيمٍ ﴿۱۰﴾ هَذَا خَلْقُ اللَّهِ فَأَرُونِي مَاذَا خَلَقَ الَّذِينَ مِنْ دُونِهِ بَلِ الظَّالِمُونَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ ﴿۱۱﴾ وَلَقَدْ آتَيْنَا لُقْمَانَ الْحِكْمَةَ أَنِ اشْكُرْ لِلَّهِ وَمَنْ يَشْكُرْ فَإِنَّمَا يَشْكُرُ لِنَفْسِهِ وَمَنْ كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ حَمِيدٌ ﴿۱۲﴾

اوکوم وخت چه اولوستلی شی په ده باندی آیاتونو ځمونږ اوگرځی لوئي کوؤنکی گویا کی دی نه دی اوریدلی (د اآیتونه) گویا کښی په غوږنو دده کښی دروندوالی دی نوزیری ورکړه ده لره په عذاب دردناک سره ﴿۷﴾
یقیناً هغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی اوعملونه ئی کړی دی موافق دسنت سره دوی لره جنتونه دنعمتونو دی ﴿۸﴾
همیشه به وی دوی په هغی کښی وعده کړی ده اللّه تعالٰی یقینی ده اوخاص اللّه تعالٰی زورآور او حکمتونو والا دی ﴿۹﴾
پیدا کړی دی آسمانونه بغیر دستنو نه وینئ‌ تاسو هغه او اچولی دی په ځمکه کښی پاخه غرونه دی دپاره چه اونه خوځیگی په تاسوباندی اوخواره کړی دی په دی کښی هرقسم زنده سر او راورلی دی مونږ دطرف دآسمان نه اوبه نوزرغون کړی دی مونږ په هغی کښی دهرقسم بوټی فائدو والا نه ﴿۱۰﴾
دا پیدائش د اللّه تعالٰی دی نو اوښائی ماته چه څه دی هغه چه پیداکړی دی هغه کسانو چه سیوا د اللّه تعالٰی نه دی بلکه ظالمان په گمراهئ ښکاره کښی دی ﴿۱۱﴾
اویقیناً ورکړی وؤ مونږ لقمان ته پوخ علم (ورته می وئیلی وؤ) چه شکرکوه د اللّه تعالٰی او چاچه شکراوکړو نو یقیناً‌ شکرکوی خپلی فائدی لره اوچاچه ناشکری اوکړه نویقیناً اللّه تعالٰی بی حاجته ستائیلی شوی دی ﴿۱۲﴾

[۷] په دی کښی نور دری قبائح د منکرینو دقرآن ذکرکوی سره دتخویف نه اوپه دی کی ترقی د انکارده یعنی په خپله خودی دقرآن نه غافل دی لیکن که څوک ده لره دغفلت نه بیداروی په بیان دقرآن سره نو ښه لوئی کوی - حاصل داچه دقرآن دپوهیدلو کوشش نه کوی اوبل نه ئی هم نه اوری -
[۹،۸] په دی آیاتونو کښی بشارت ذکرکوی دپاره داول جماعت -
[۱۰] دا اول دلیل عقلی دی دپاره دتوحید اوپه دی کښی شپږ نعمتونه عظیمه ئی ذکرکړی دی چه هغه دلالت کوی چه اللّه تعالٰی العزیز الحکیم دی (زَوْجٍ) قسمونه دبوټو او اونو نه، او هرکله چه اکثر بوټی دیوبل سره مشابهت لری ددی وجی نه زوج ئی اوئیل (كَرِيمٍ) کرامت دهغی فائدی دی دخوراک پوشاک وغیره -
[۱۱] دا تفریع ده په مخکښی دلیل باندی او رد دی په مشرکانو باندی یعنی چه ستاسو معبودان خلق (پیدائش) نشی کولی نو څرنگه حق دار دعبادت ئی گنړئ -
[۱۲] دا دلیل نقلی دی په توحید باندی اواشاره ده چه عقیده او طریقه ددی مشرکانو لکه چه انبیاؤ د طریقی نه خلاف ده نودارنگ د حکماؤ دطریقی نه هم خلاف ده - دارنگ حکمت مقابل دظلم دی ځکه چه ظلم استعمال دشی دی په بی مناسبه ځای کښی اوحکمت استعمال دی په مناسب ځای کښی نوددی وجی نه دظالمانو درد نه بعد دحکمت امورذکرکوی -
لقمان بن باعورا: دده په باره کښی اختلاف دی چه پیغمبر وو اوکه ولی وؤ صحیح داده چه ولی اللّه وؤ اود عکرمه نه چه په کوم روایت کښی چه نقل ده چه دنبی وؤ دهغی په سند کښی جابرجعفی ضعیف راوی دی اکثرمفسرینو لیکلی دی - چه دی غلام حبشی نجار (ترکاڼ) وؤ - او لقمان د ایوب علیه السلام خورئی وو یا دترورځوی وؤ او داؤد علیه السلام نه ئی بعضی علمونه حاصل کړی وو اوډیر حکمتونه اللّه تعالٰی په طریقه د الهام سره ده ته خودلی وؤ (الْحِكْمَةَ) هغه علم دی چه پوخ وی په عمل سره اوهرشی په خپل مناسب ځای کښی استعمالول او دڅیزونو په فائدو باندی پوهه لرل دا حکمت دی (أَنِ اشْكُرْ لِلَّهِ) سره یعنی احسانات د اللّه تعالٰی منل اود هغه په رضا سره استعمالول دا لوی حکمت دی او علم بیانول او دعوت ورکول داشکر دعلم دی او روستو آیاتونو کښی دحکمت او دشکرئی تفصیل کړی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>