اتْلُ مَا أُوحِيَ ۹۹۴ لقمان

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

الم ﴿۱﴾ تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْحَكِيمِ ﴿۲﴾ هُدًى وَرَحْمَةً لِلْمُحْسِنِينَ ﴿۳﴾ الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ بِالْآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ ﴿۴﴾ أُولَئِكَ عَلَى هُدًى مِنْ رَبِّهِمْ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿۵﴾ وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّخِذَهَا هُزُوًا أُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُهِينٌ ﴿۶﴾

الف لام میم ﴿۱﴾
دا آیاتونه دداسی کتاب دی چه دحکمتونونه ډک دی ﴿۲﴾
هدایت او رحمت دی دپاره دښائسته کارکوؤنکو ﴿۳﴾
هغه کسان چه پاندی کوی دمونځ او ورکوی زکوٰة او دوی په آخرت باندی یقین لری ﴿۴﴾
دغه صفتونووالا په هدایت باندی دی دطرف درب ددوی نه اودغه کسان خاص دوی کامیاب دی ﴿۵﴾
اوبعضی دخلقو نه داسی دی چه آخلی بی فائدی خبری دپاره ددی چه واړوی خلق دلاری د اللّه تعالٰی نه بغیرددلیل نه او گرځوی هغی لره ټوقی دغه کسان دوی لره عذاب ذلیل کوؤنکی دی ﴿۶﴾

سورة لقمان

ربط: ددی سورة دمخکښی سره په ډیرو وجوهوسره دی، اوله وجه داده سورة عنکبوت کښی ترغیب جهاد او دعوت ته نوسورة روم کښی دهغی نتیجه ئی بیان کړه په نصرت او انقلاب سره نواوس په دی سورة کښی دهغه جهاد طریقه بیانوی په واقعه دلقمان سره چه په دی طریقه جهاد اوکړی شی نونصرت الٰهی به هله حاصلیږی، دوهمه وجه داده چه مخکښی اثبات دتوحید ئی صرف په عقلی دلیلونوسره کړی وؤ نو په دی سورة کښی دلیل نقلی دیو حکیم نه راوړی اشاره ده چه توحید صرف دپیغمبرانو مسئله نه ده بلکه د حکمت عقلیه سره هم موافق ده -
دعویٰ ددی سورة: اثبات دتوحید دی په دلیل نقلی سره دعقلی دلیلونو تفصیلیونه او مأخذ ددعوی (۱۲) کښی دی اورد دی په دری قسمونو دشرک باندی شرک فی التصرف او شرک فی العلم او شرک فی الدعاء -
خلاصه ددی سورة: دا سورة تقسیم دی دوه بابونوته - اول باب دی تر (۱۹) آیت پوری په دی کښی اولاً ترغیب دی قرآن ته په ذکر دڅلورو صفاتو دقرآن او څلورصفات داهل قرآن سره ترپنځم آیت پوری بیا زجردی منکرینو دقرآن ته په شپږقباحتونو دهغوی سره، سره دتخویف او بشارت نه د (۶) تر (۹) پوری بیایو دلیل عقلی تفصیلی دی په (۱۱،۱۰) کښی بیا دلیل نقلی دی دلقمان نه دهغی فائدو دپاره کوم چه مخکښی بیان کړی شوی تر (۱۹) آیت پوری -

تفسیر

[۱] داد مقطعاتو نه دی دپاره داظهار د اعجازد قرآن -
[۴،۳،۲] په دی ایاتونو کښی ترغیب دی قرآن ته په ذکردڅلور صفتونودقرآن چه کتاب، حکیم، هدی، رحمت دی اوڅلورصفتونه دقرآن والو دی اودغه صفتونه آثار دی دصدق دقرآن (لِلْمُحْسِنِينَ) هغه چاته وائی چه دهغوی عقیده اوعمل مشتمل وی په حسن شرعی سره یعنی توحید او اخلاص اواتباع دسنت په کښی موجود وی (يُوقِنُونَ) تفسیر سراج المنیرکښی وئیلی دی چه دا هغه کسان دی چه نه کوی داسی کار چه منافی وی دایمان سره اونه غافل کیږی دآخرت دیاداشت نه رپ دسترگی په قدرهم -
[۵] دا بشارت دی په سبب ددغه څلورو صفتونوسره -
[۶] په دی آیت کښی زجراوتخویف دی دمخالفیونو دقرآن ته اودهغوی دری حالات ذکردی او اشتراء‌ دلهوالحدیث - مراد اشتراء‌ نه خوښول او غوره کول دی اواشتراء ئی ذکرکړه اشاره ده چه په دی باندی خپل مال هم قربانوی (لَهْوَ الْحَدِيثِ) او حسن بصری نه روایت دی چه مراد ددی نه هرهغه شی دی چه غافل کوی انسان لره دقران کریم نه او دبندگئ د اللّه تعالٰی نه نوداخل دی په دی کښی، دشرکیاتو او بدعاتوقصی او دفسق فجور گپ شپ‌ اوهغه عملونه دنیوی چه انسان لره دقرآن غافل کړی اوداخل ده په دی کښی غِنا، مراد دغنا نه غزلی او لوبی وئیل دی که دهری ژبی وی اواسباب دډمتوب او ټی وی وغیره (بِغَيْرِ عِلْمٍ) کښی اشاره ده چه هرضال مضل جاهل دی (هُزُوًا) ددی نه مراد دادی چه سپک او بی مقصده گنړی قرآن لره اودا سبب اوگرځی دپاره دمسخروکولو نو ددی وجی نه هُزُوًا ټوقو ته هم وائی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>